شعـــــرونه

غزل: يونس تنوير

يونس تنوير

زما دا زړه او ستا وفا، کنه ما ونه مونده؟
خطا به نه وم ستا خطا، کنه ما ونه مونده؟

هر یو تخلیق راته کچه و ستا تر حسنه سیوا
رنګ امیزي ستا د ښکلا، کنه ما ونه مونده؟

زه ستا ومخ ته وم ولاړ او ستا له سترګو پوښتم
هغه ماشومه غوندې غلا، کنه ما ونه مونده

که مو حکومت شو د دوهۍ او که د تورې رڼا
په نورو واړو کې رڼا، کنه ما ونه مونده

بخت ځوانیمرګ د اضطراب په ژۍ ویله راته
تنویره دومره په وړیا، کنه ما ونه مونده؟

یونس تنویر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x