ټولنیزه برخه

اوس جنګ وکړئ، اوس به ماتې خوري

ډېره اغېز لرونکې, دردوونکې، او ځوروونکې صحنه وه، د ځوانانو، چې د راتلونکي امیدونه ورپورې تړلي دي او د سبا ورځې زېرمه بلل کېږي او د دښمن او سختۍ په وړاندې ورباندې د امت تکیه وي، په حال زړه ټوک ټوک کېده..

یو هلک چې نوي يې د ځوانۍ په درشل پل ایښی وه د زړه له تله ژړل، ډېر ویر او ماتم يې کاوه ځکه هغې لوبډلې چې د ده ورسره خواخوږي وه لوبه بایللې وه، دومره يې ژړل چې د خبریال توجه یې جلب کړه ورغی چې د ژړا سبب ورڅخه وپوښتي او ويې پوهوي چې دنیا خو ورانه نه شوه!، خو د هغه ژبه نښته، ځواب يې نه شو ورکولی، خبرې يې نه شوې کولی، له خبریال سره یې مرکه پرېښوده او په داسې حال کې چې یوه ترخه ژړا يې کوله ورڅخه روان شو.

دا کومه تمثیلي ټوټه نه ده چې په کوم فیلم کې راڅرګنده شوې وي، او نه کوم خیالي انځور دی چې کوم لیکوال په خیال کې انځور کړی وي، بلکې دا زموږ د امت د بچیانو د اوسني حالت یو واقعي او رښتینی انځور دی، او د دې خبرې ښکارندوی دی چې همتونه څومره راټیټ شوي او خپګانونه څومره بې ارزښته شوي دي؟! تر دې چې د یوې لوبې ګټل دې ستر ارمان او لویه هیله وګرځي، او د لوبې په بایللو دې اوښکې تويې شي.

دا یوازینۍ واقعه هم نه ده، او نه کومه استثنايي پېښه ده، بلکې په ګڼ شمېر کې خلک شته چې په داسې شیانو ژاړي چې نه ښايي د یو مسلمان له سترګې پرې یو څاڅکی اوښکه هم تویه شي.

بل لوري ته هم دېته ورته ډېره اغېزناکه صحنه وه، خو هېښوونکې وه، سړی ورته په تعجب کې پاتې کېده، او ډېره د درناوۍ وړ صحنه وه، دا نوی ځوان هم د هغه همزولی وه او ژړل يې، خو صحنې بلکل توپیر درلود، دا ځل ژړا د قران کریم د ختم په حلقه کې وه، دغه نوی ځوان چې کله (قل هو الله احد.. قل اعوذ برب الفلق.. قل اعوذ برب الناس) ته ورسېد ستونی یې له ژړا ډک شو او اوښکې يې پرمخ روانې شوې، څو ځله يې د ژړا له وجې تلاوت بس کړ، دا اوښکې الله تعالی ته د شکر اوښکې وې چې د قران کریم ختم او حفظ يې ورباندې پېرزو کړی وه، او د نېک کار په کولو د خوښۍ اوښکې وې، دا اوښکې ځکه تويېدې چې له ډېر تکلیف او مشقت وروسته د یوې لويې او سترې لاسته راوړنې احساس ورته کېده، دا اوښکې ځکه تويېدې چې د ښوونکي په وړاندې ورته چې د ده ښه روزونکی وه ځان پوروړی ښکارېده، دا اوښکې ځکه تويېدې چې د خپل پلار چې د ده ښه پالنه يې کړې وه په احترام او درناوۍ پوهېدلی وه، او چې څنګه دغه حقیقي اتل له تلاوته وزګار شو او قران کریم یې ختم کړ دستي الله تعالی ته په سجده پرېوت، او پلار يې هم خدای ته د شکر سجده وکړه، له دې وروسته د قران کریم نوی حافظ راولاړ شو او د خپل ښوونکي او پلار دواړو سرونه يې مچې کړل، دا یوه داسې صحنه وه چې د ناستو ټولو خلکو سترګې له اوښکې ډکې شوې، او باید چې ډکې شوې وی.

خو، چېرته هاغه صحنه او چېرته دا؟! دواړه ځوانان سره څومره لرې دی؟! او د دواړو د غوښتنو او ارادو ترمنځ څومره توپیر موجود دی؟!

ارادې دي چې ولسونه جوړوي، څومره چې ارادې لوړې وي هومره ولسونه لوړېږي، او چې کله د یو ولس ستر ارمانونه ناڅیزه او بې ارزښته شیان شي خامخا له زوال سره مخامخېږي او د نورو ولسونو په وړاندې ټېنګېدی نه شي. او ښايي دا زموږ د اوسنۍ کمزورۍ، ډار، غلامۍ او بل ته د سرټیټونې اساسي لامل وي.

که موږ د سوبو، فتحو، او بریالیتوبونو پیرونو ته ځیر شو او د هغه مهال د ځوانانو ارادې وګورو نو د فتحې او نصرت اسباب به راته څرګند شي، او د قوت او پیاوړتیا لارې به وپېژنو، په هغه وخت کې به اولس کلن ځوان د لښکرو مشري کوله، د شاهانو تختونه به يې راپرځول، او وطنونه به يې فتحه کول، هغه وخت به څوارلس کلن او پنځلس کلن ځوانان د دې لپاره چې دنګ او لوړ ښکاره شي د ګوتو په سرونو ودرېدل ترڅو پیغمبر علیه السلام يې د کم عمرۍ له وجې بېرته ستانه نه کړي، هغوی به چې کله په جهاد کې په برخه اخیستلو ونه توانېدل یا به يې د الله جل جلاله په لاره کې د شهادت لوړ مقام ترلاسه نه کړ نو ژړل به يې.

امام ابن حجر رحمه الله د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه له خولې حکایت کوي وايي چې د بدر غزا په ورځ ما خپل ورور عمیر ولید چې د یو او بل تر شا به پټېده، ما ترې وپوښتل چې ولې ځان پټوې؟ هغه وویل: وېرېږم که رسول الله صلی الله علیه وسلم مې ووینې وړوکی به ورته ښکاره شم او بېرته به مې ستون کړي، زه غواړم غزا ته لاړ شم کېدی شي الله تعالی شهادت راپه نصیب کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ولید وړوکی ورته ښکاره شو او ستون یې کړ، دی په ژړا شو، نو بېرته يې اجازه ورکړه.

له دغسې لوړو ارادو سره فتحې، نصرتونه، سرلوړي او غلبه ملګرې وي، اما په ناڅیزو او بې ارزښته شیانو زړه تړل له ذلت، شرم، تخلف، ورانۍ، ویجاړۍ، او له مغلوبیته پرته بل څه له ځانه سره نه راوړي، د قیامت ورځې تاوان خو يې پرېږده.

په تاریخ کې راځي چې صلیبیانو خپل یو تن جاسوس د مسلمانانو سیمې (اندلس) ته واستاوه، جاسوس د مسلمانانو په منځ کې ګرځېده راګرځېده چې یو نوی ځوان يې ولید چې ‌ژړل يې، او په خوا کې يې د بل ځوان هېڅ چرت نه وه خراب، جاسوس له ده وپوښتل چې ملګری دې ولې ژاړي؟ ځوان ځواب ورکړ: ده به چې لس غشي وويشتل لس واړه به په ځای لګېدل، خو نن يې په نهو غشو نښه ويشلې اويو ترې خطا شوی دی، نو ځکه ژاړي. جاسوس صلیبیانو ته خبر ولېږه (پام کوئ جنګ شروع نه کړئ، د دې خلکو ماتې ناشونې ده).

کلونه پس په حالاتو کې تغير راغی او ارادې او خپګانونه هم بدل شول، هماغه جاسوس یو ځل بیا د مسلمانانو خاورې ته لاړ، دوه ځوانان يې ولیدل چې يو يې ژړل او د بل يې پروا نه وه، ترې ويې پوښتل: ملګری دې ولې ژاړي؟ هغه ځواب ورکړ: ژاړي ځکه؛ دی چې په کومه نجلۍ مین وه هغې له بل چا سره ملګرتیا پیل کړې. نو جاسوس خپل هیواد ته خبر واستاوه چې (اوس جنګ وکړئ، اوس به ماتې خوري).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx