fbpx

حسن حقیار خوشې شو

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۷مه ۱۳۹۵ل): لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی قاضي محمد حسن حقیار د درې ورځو زندان وروسته خوشې شو.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې شېبه وړاندې تایید کړله چې حسن حقیار خوشې شوی او له کورنۍ سره یوځای شوی دی. نن ټکی اسیا په دې اړه  لا  معلومات نه لري چې حسن حقیار د ملي امنیت له خوا شکنجه شوی دی که نه.

د بیان د ازادۍ دغه قرباني څو ورځې وړاندې په یوې تلویزوني خپرونه کې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور «شهید» وبللو او په وینا یې دی هر هغه کس چې د امریکایانو په بریدونو کې وژل کیږي «شهید» بولي.

حسن حقیار زیاته کړې وه چې دی هغو کسانو ته «مردار» نه وايي چې د کابل د شپېته زره کسانو په وینو يې لاسونه سر دي، رقص مرده يې په خلکو کړی، له ښځو یې تیونه پرې کړي دي نو نورو ته دې هم دغه توري نه استعمالیږي.

حقیار تر دغه څرګندونو وروسته د ملي امنیت ریاست د نوموړي پر کور چاپه واچوله او هغه يې له کوره زندان ته ویوړ. د هغه د نېولو خبر د ملي امنیت شورا او د کورنیو چارو وزارت ویندویانو تایید کړ.

دوی د حقیار نېول د نظام خلاف او د طالبانو په پلوۍ څرګندونې بللې وې او په وینا یې هر هغه کس به ونېول شي چې د «ترهګرو» ملاتړ کوي.

نوموړي تر نېولو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خورا توند غبرګونونه خپاره شول او مدني فعالانو د حقیار نېول د بیان د ازادۍ پر مخ درنه څپېړه وګڼله. دوی ملي امنیت اداره په قومي تعصب تورنه کړله او ویې ویل چې ولې هغه کسان نه نیسي چې امریکايي پوځيانو ته شهیدان وايي، د غازي امان الله خان سپکاوی کوي او د افغانستان وجود نه مني.

دا په داسې حال کې چې دوه شپې وړاندې د یک تلویزون په یوه بل پروګرام «اماج» کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي د نظر محمد مطمئن تر څنګ ګډونوال و. ښاغلي صدیقي د حسن حقیار د نیول کیدو پيښه تایید کړه او تر څنګ یې دغه پېښې ته په اشارې سره مطمئن ته ګواښ وکړ چې له خپل غلط تحلیل څخه دې وګرځي که نه دده برخلیک به هم د حسن حقیار په څېر وي.

ښاغلي مطمئن چې د صدیقي له خوا ځواب ته نه پرېښودل کېدو، وویل چې تاسو د حکومت چارواکي زما په څېر د قلم او ژبې خاوندان نه شئ زغملای، په وسلو سمبال طالبانو او افغانانو سره به څرنګه سوله وکړئ.

د سیاسي چارو شنونکي او ژورنالستان په داسې حال کې ګواښل کیږي او زندانونو ته اچول کیږي چې اشرف غني تېره ورځ ادعا کړې وه چې هېڅ یو ژورنالست په زندان کې نه لري.  هغه دا کار د بیان د ازادۍ په برخه کې د حکومت یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې وه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکمتیار
میلمه
حکمتیار

دغه د بی امنیتۍ اداره دومره حماقت لری ، که ملا منصور ته دوی د شهید په ځای دشمن ویلو اوس د دشمن په ځای شهید جوړ شو ، د پکتیا والی صاحب یی فاتحه خوانی کوی خپلوانو ، دوستانو او ټولو مسلمانانو ته یی د تسلیت پیغام لیږی ، خو د اقمر او قنی کمونست ځواکونه په دموکراسی نظام کی ( چه تل د بیان ازادی زمزمه کوی ) د خلکو په کورو د دهشتګری چاپی اچوی سیاسی کار پوه نیسی او نورو ته ګوت ځنډنه کوی چه تاسی ولی ملا منصور ته شهید وایاست، دوی به الله ج… نور لوستل »

Neik mohammad
میلمه
Neik mohammad

سيداحمد جانه جنتونا دي نصيب شا فادي زيري

اخترمحمد گیلانی
میلمه
اخترمحمد گیلانی

ملا منصور او هر هغه سوک چه د اسلام او وطن دازادی لپاره وزل کیزی پاک شهیدان دی په دی کی شک نه شته دی