لیکوال او شناند، نظر محمد مطمئن په دغه بحث کې د کورنیو چارو وزارت ویاند له خوا وګواښل شو

د مطمئن زغم او د صدیقي ډیموکراتیک استبداد!

زغم پشتونزوی

د لیکوال او سیاسي چارو کارپوه، انجینر صاحب نظر محمد مطمئن او د کورنیو چارو وزارت د ویاند، صدیق صدیقي بحث مې ولید. په دې بحث کې سړی له ورایه ویني چې د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند پر یوه بې وسلې قلموال داسې وربلوسي چې سړي ته څوارلس کلنو لاسته راوړنو خبره خیالي ثابته کړي. داسې په غیر متوقع ډول د قلم او ژبې پر خاوند سترګې برګول او د ټولو رسنیو او دنیا د انظارو پر وړاندې ورته ګوتڅنډنه کول او ورته ویل چې زما خبرې حقیقت دي او دا سې به وايې. د دغسې حالت لیدنه انسان ډېر مایوس کړي. جالبه دا وه چې مطمئن داسې ورځ ګواښل کېده او بل تحلیلګر، حسن حقیار ونیول شو چې په همدې ورځ ولسمشر غني په افتخار ویل چې هېڅ خبریال په بند کې نه دی. اګرچه د ولسمشر غني هم پر حاکمې مطبوعاتي امپراتورۍ واک نه رسېږي؛ خو بیا هم غني ولسمشر دی، که کمزوری او بې وسه هم دی خو د سړي ترې تمه وشي چې ولې د ده تر واکمنۍ لاندې د بیان د ازادۍ پر ارزښت او د یوه مظلوم ټبر غږ خپېږي او دی پرې جزئي عکس العمل هم نه ښيي.

صدیقي مطمئن ته وايي چې ستا تحلیلونه خیالي دي خو خبر نه دی چې د ده تر شا ټول نظام د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ شعارونه او د اساسي قانون دعوې بېخي خیالي دي. صدیقي باید پوه شي چې دی د یوه داسې حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاندويي کوي چې حکومت هېڅ ډول قانوني او حقوقي اډانه نه لري. کله چې ستا ټول حکومت له اساسي قانون څخه بهر رامنځ ته شو او د امریکا په سفارت کې ستا د حکومت دواړه مشران جان کېري جرګه کړل، ته په کومه خوله او په کوم حقوقي منطق دعوه کوې چې ته د یوه قانوني نظام د کورنیو چارو وزارت ویاند یې او خلکو ته د حقیقت سبق ورکوې!

متاسفانه په افغانستان کې د ټولنې متفاوت غږونه وانه ورېدل شول، غږونه خپ کړای شول او په څو ټلویزیونونو کې د یوه ځانګړي قومي – فکري جهت پورې تړلي څو تنه د خبریال او تحلیلګر په نامه راغونډ شول او یوه مطبوعاتي امپراتوري يې رامنځ ته کړه. دا شاید د افغانستان په وروستیو څوارلسو کلونو کې لومړی ځل وي چې د ښاغلي مطمئن په څېر غږونه راپورته کېږي او د یوه مظلوم، ځپل شوي او وهل شوي ټبر د مظلومیت او بې وسۍ فریاد پورته کوي. نن چې د ولس واقعي غږونه راپورته کېږي، خاموش اکثریت خپل غږ پورته کوي، د خاص جهت مطبوعاتيان پوهېږي چې د دوی خیالي نړۍ نوره رسوا کېږي او خیالي امپراتوري يې نوره نړېږي، ځکه نو په دغسې ګواښونو، تورونو او تومتونو لاس پورې کوي.

که په افغانستان کې په تېرو څوارلسو کلونو کې دغو غږونو ته د پورته کېدو مجال ورکړل شوی وای، ډېر ناویلي حقایق به مطرح شوي وای او ولس به په رسنیو کې د خپل زړه درد او آه احساس کړی وای. په دغه موده کې د خاصو جهتونو د منفاعو ساتنې ته اولویت ورکړ شو، سوله مردوده وګڼل شوه او جګړه مقدره، چې په نتیجه کې حقایق مکدر شول، د نظام تشې پټې شوې او پای دغسې یوه حالت سره مخ یو چې هېڅو حکومت او نظام ته هیلې نه لري او په زرګونو ځوانان بلا خطرونه مني او مخ په اروپا د یوې ښې راتلونکې په هیله مزلونه لنډوي.

د ښاغلي مطمئن او صدیقي بحث د پردې تر شا د ډېرو پټو او ناویل شویو ګواښونو او ګوت څنډنو یوه هغه صحنه وه چې په غیر ارادي ډول د رسنۍ د پردې پر مخ نندارې ته وړاندې شول. ولس دا وزغمل چې هر څه ورته وویل شول او هر څه ورته تحریف کړای شول، پر ارزښتونو یې ملنډې ووهل شوې؛ خو که دغه حالت چې پرون له مطمئن سره وشو همداسې دوام وکړي د دې کار عواقب به د جګړې پر پراخوالي سربېره د نظام پر شعارونو د بې باورۍ څپه راوالوځوي. بیا پر نظام دغه نسبي باور او لړزانده اعتبار هم نه وي پاتې. د مطمئن حوصله او زغم واقعاً د ستایلو او قدرداني وو. مطمئن د زغم، منطق او سړې سینې په ژبه ولس ته وښودله چې حکومتي چارواکي د خپلې طبعې او مزاج مخالفې خبرې تر کومه حده زغملی شي او تر کومه حده د بیان ازادۍ او سیاسي پلورالیزم ته ژمن دي. د مطمئن صیب دې کور ودان وي چې لږ یې له دغو تهدیدونو او ګواښونو موږ هم خبر کړو چې د چارو خپلواک تحلیلګران او د سولې ارمانجن لیکوال او سیاسي فعال څومره تهدیدنو او ګواښونو سره سره هم د خپل هېواد ولس او سولې لپاره له زغم او حوصلې کار اخلي!

زه دې خبرې ډېر نهیلی کړم چې څنګه د صدیقي په څېر بداخلاقه او بدرفتاره څوک د کورنیو چارو غوندې د یوه مهم وزارت ویاند ټاکل شوی. دا ډېره د حیرانتیا خبره ده. د نورو امنیتي وزارتونو او ارګ ویاندویان به څومره بدرفتاره او د کوڅې او بازار بحث کوي.

د کوربه او ځاځي ننګین سکوت

د ښاغلي نظر محمد مطمئن او صدیق صدیقي ترمنځ په بحث کې صدیقي د سپکوالي په انتها سره هره لحظه مداخله کوي او ان په بحث کې د ولسي جرګې د ناست وکیل، عبدالقادر ځاځي وطندوست صیب وخت هم نیسي. متاسفانه د ولسي جرګې وکیل د دې پر ځای چې دلته د په جرئت او زړورتیا سره مداخله وکړي او صدیقي وپوهوي چې ته د کورنیو چارو وزارت ویاند یې، ته چاته د حقیقت ښودلو استاد نه یې، خپل شرموونکي سکوت ته دوام ورکوي او حتا هغه بېچاره د خپل وخت د ساتلو حق او جرئت هم نه لري. حتا د ټلویزیون کوربه ته هم نه وايي چې ته باید د وخت په ورکړه کې له عدالت او انصاف څخه کار واخلې.

کله چې ښاغلي مطمئن خپل نظر څرګند کړي، کوربه بیا له صدیقي پوښتنه کوي چې څوک چې افراطیت ته او نه پوهېږم نور څه ته لمن وهي د هغوی تکلیف څه کېږي؟ له دې پوښتنې ښکاري چې دغه حاکمه مطبوعاتي امپراتوري د حکومت له امنیتي ادارو سره ډېرې نژدې اړیکې لري او دوی یو بل ته کمپاین کوي. کله چې صدیقي د مطمئن خبرو ته ورلوېږي، تکرار مزاحمت کوي او هغه دې ته هم نه پرېږدي چې خپله خبره بشپړه کړي، خبریال داسې غلی وي لکه کراره کراري چې وي.

په دغسې بحثونو کې چې کله د عدالت اصل نه مراعتېږي، مدني سلوک او مطبوعاتي اخلاق نه مراعتېږي، ښه خبره دا ده چې بحث پرېښودل شي. که ښاغلی مطمئن زما مشوره لولي نو ښه دا ده چې له دې وروسته د یک او طلوع ټلویزیونونو ته چې په بشپړ ډول یو اړخیز تبلیغات کوي او د خاصو حلقاتو په ولکه کې دي، نور د بحث لپاره ورنه شي او نور په دغسې رسنیو کې د بحث په نامه له بداخلاقه او بدرفتاره خلکو سره مخامخ نه شي. کله چې هغوی ستا قلم او ستا ژبه نه شي زغملای، نو هغوی بیا پر هرې چارې هیله نه کوي او پر جنایی عمل لاس پورې کولی شي. وسله والې ډلې پر جنایت او وحشت روږدي وي، هغوی که د حکومت برخه هم شي، بیا هم ترې د وحشت تمه پر ځای ده. چا چې د خپل واک لپاره زرګونه کسان وژلي او وطن ویجاړ کړی وي، هغه ته د یوه بل انسان مرګ او قتل څه ستره خبره نه ده.

په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ارمان د دې غوښتنه کوي چې یو بل وزغمو، د زغم کلتور د عامولو لپاره هڅې وکړو تر څو پر سیاسي پلورالیزم یوه ولاړه فضا رامنځ ته کړو او په پای کې د سولې راتګ یقیني کړو. کاش چې په حکومت کې دومره ظرفیت وي چې د صدیقي له نامناسب چلن څخه بښنه وغواړي او ولس ته اطمینان ورکړي چې نور به دغسې سپک چلند نه تکرارېږي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د