Media-300x228

د آزاد ژورنالیزم ترپردې لاندې جاسوسان!

شبیراحمد عثماني

هسې خو د معمول سره سم سیاسي مباحثې تحلیلونه او مناظرې اورم او لولم یې، ډیری داسې موضوعات چې ما له نږدې لیدلي کتلي وي او بیا هماغه موضوعات چې د ځینو افغاني تلویزوني چینلونو او ویب پاڼو له مخې د په اصطلاح شنونکو له خولې واورم له حقیقت سره هیڅ اړخ نه لګوي د دوی د تحلیل او حقیقت ترمنځ د ځمکې او اسمان فرق وي زیاتره شننې یې په حدس، ګمان، اتهام او اټکل ولاړې وي.

دطالبانو دمشر ملا اخترمحمد منصور له شهادت وروسته چې مې د یک ، طلوع او نورو تلویزونونو خپرونې (اماج، تودې خبرې…..) لیدلي داسې یو څه مې تر سترګو شول چې د کمونستانو د وخت استبداد او وحشت یې را په یاد کړو.

کمونستانو به خپل نظام (( د افغانستان دیموکراتیک نظام )) یاداوه خو که چا به هم د حکومت او نظام پر خلاف یو مدلل نظر څرګند کړ نو بیا به یې ځای پل چرخي او په آخره کې د پلیګون دښت و چې تر ننه بیا خپلو کورونو ته نه دي راغلي.

دیموکراتیکو نظامونو کې د بیان آزادي یو مهم اصل وي، هرڅوک کولی شي د نظام په کارونو تنقید وکړي ، تأئید او یا تردید یې وکړي، نظام یې د هر ډول نظر احترام کوي. که نیوکه او نظر یې ګټمن و نظام یې د پلي کوشش کوي او که بې بنیاده وه نو په کره دلائلو قناعت ورکوي هیڅکله یې نه په خوله لاس ږدي ، نه تشدد ورباندې کوي او نه یې هم د زندان تورو تمبو شاته اچوي.

په دیموکراتیک نظام کې پوره مذهبي آزادي هم وي هر څوک کولی شي د خپل معتقد دین ارکان پلي کړي. یو څوک د خپل اعتقاد له مخې یو څوک شهید بولي او یو څوک محض مړ یا وژل شوی ګڼي خو د بشري کرامت له مخې کله هم انسان ته د مردار کلمه نه کاروي او له شخصي احساساتو پرته په هیڅ دین کې هم دا کلمه د انسان لپاره نه کارول کیږي.

په دیموکراتیک نظام کې ژورنالیست هم د خبرونو، ګذارشونو او مباحثو په راټولولو او نشرولو کې آزاد وي لیکن یو برید لري هغه دا چې د یوچا په دین او حیثیت به تعرض نکوي او خپل ژورنالیزم به یوازې د ټولنې په ګټه کاروي – د ټولنې وګړي به د ټولنیزو ګټو، مفاسدو او خطراتو نه پخپل وخت خبروي، دا که د نظام له خواوي او که د خلکو لخوا وي .

آزاد ژورنالیست به د آزاد ژورنالیزم اصولو ته وفادار او د چا د لاس آله  نه وي که  د آزاد ژورنالیزم اصولو ته وفادار نه وي نو هیڅکله ورته آزاد ژورنالیست نه ویل کیږي، حتما به په یو چا پورې تړلی او دهغې د ګټو لپاره به کار کوي دا وړ خلک د آزاد خبریال او ژورنالسیت له حقوقو کټه نشي اخیستلای.

اوس خبره داده چې د افغانستان حکومت ځان ته د یو جمهوري (دیموکراتیک) حکومت بڼه ورکوي خو کارونه یې د جمهوري حکومت سره اړخ نه لګوي.

په جمهوري حکومت کې مخالف نظریات اوریدل کیږي خو نظرورکوونکی تر زندانه نه رسوي، متأسفانه چې د افغانستان جمهوري حکومت  خپل مخالفین په بیلو بیلو نومونو نوموي، په قصدي ډول دوسیې ورته جوړوي، نیسي یې اوزندان ته اچول یې یوه لاسته راوړنه ګڼي، هغه مخالفین مې هدف ندي چې د نظام په وړاندې یې وسله اوږې ته کړي ده بلکه هغه مخالفین مې هدف دي چې د حکومت کړنې او کړنلارې او پخپلو اصولو کې پاتې راتلل یې نقد کوي. لکه په همدې تیره میاشت کې یې چې د کابل پوهنتون استاذ او د لیلیې خطیب ونیو او بیا یې ډنډورې ورپسې پیل کړې چې محصلین یې افراطیت او تشدد ته هڅول.

دلته په هیواد کې میشت خبریالان او رسنۍ هم داسې دي چې له لویه سره یې ځانونه د بل په واک کې ورکړي، دامریکا ، ایران ، هند او … سفارتونو لخوا تمویلیږي او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي خو د آزاد ژورنالیزم نه ناوړه ګټه اخلي. نه ملي ګټو ته وفادار دي نه اسلامي ګټو ته.

یو شمیر شنونکي هم د امریکا او نورو هیوادونو له سفارتونو میاشتیني ډالري معاشونه اخلي او بیا د دوی د دستور او دیکتې مطابق له رسنیو ویناوې او تحلیلونه کوي، خو هغه شنونکي چې واقعا حق وایي واقعا ملي او اسلامي ګټو ته وفادار دي، نه د چا لخوا معاش ورکول کیږي او نه هم چاته د معاش او تمویل لاسونه اوږدوي، یا خو د بحث او تحلیل حق نلري، یا په همدې بحثونو او ویناو کې د دوی د زنداني کولو پلانونه او دسیسې ورته جوړوي.

د بیلګې په توګه د افغانستان ملي ګټې دادي چې هیواد یې د هرقسم اشغال نه پاک او ازاد وي، هیوادوال مو د سر، مال د ساتنې ډاډ ولري، د هیواد میشت قومونو او ملیتونو یووالی ساتل شوی وي او په هیواد کې حاکم نظام مو د خلکو د ارادو ممثل وي. دا ټول هغه څه دي چې د دې هیواد غوڅ اکثریت یې غوښتنه کوي او دا یې د ژوند یو ستر ارمان دی.

خو که همدا اوس یوڅوک راپورته کیږي او غږ وکړي چې زمونږ هیواد د امریکا لخوا اشغال شوی خلکو راپورته شئ! چې د خپل هیواد د آزادۍ لپاره مبارزه وکړو، نو بیشک او شبهې به دا سړی د ملي ګټو پرخلاف، دعامه نظم اخلالوونکی، طالب او تروریست بلل کیږي

که یو څوک راپورته کیږي او ووایي چې پولیسو یا اربکیانو بیګناه خلک ووژل او دا دي جسدونه یې هرڅوک کتلی شي نو دا سړی د نظام مخالف بلل کیږي په خبره یې هیڅوک غوږ نه ګروي.

که یوڅوک وایي چې د یو قوم او ملیت پر خلاف باید سپکه ژبه ونه کارول شي د نظام نه دې فساد ، غله او غدۍ لرې شي، زمونږ د خوښې مطابق دې اسلامي نظام رامنځته شي بس نو یوه داسې دسیسه ورته جوړیږي چې د مرګ او یا زندان ترکومي یې ورسوي.

طالبان د دې هیواد اصیل بچیان دي کور، کلی او قوم یې مالوم دی د یرغلګرو او اشغالګرو پرضد روا دفاعي جهاد کوي ، سپیڅلی اسلامي نظام غواړي چې حدودالله پکې پلي کیږي دافغان مسلمان ملت ته د عزت او شرافت نه ډک ژوند غواړي دا ټول هغه څه دي چې د افغانستان د غوڅ اکثریت غوښتنه ده یو ملي او اسلامي ارمان دی مګر د موجوده نظام د چارواکواو واکمنانو په اند مطلق د دې هیواد دښمنان بلل کیږي. په حقیقت کې دا د اشغالګرو غبرګون او شعار دی خو د یو مزدوراو د پردیو دجاسوس افغان له خولې راوځي چې د امریکایانو او نورو اسلام دښمنه او هیواد دښمنه قوتونو لخوا ورته القاء شویدی.

اوس چې د هر شنونکی لخوا د واقعي افغانانو دې غږ ته انعکاس ورکول کیږي او ددې سترو ارمانونو نه دفاع کوي د خپل ملي او اسلامي هویت ساتنه کوي واقعیتونه وایي نو د پریښودو وړ ندی.

د یک، طلوع او یو شمیر نورو تلویزونو خبریالان خو کټ مټ د استخباراتو دمستنطقینو دندې پر مخ وړي، حق ویونکي شنونکي خپلې خبرې ته نه پریږدي خو که د حکومت نه څوک ناحقه دفاع کوي بیا د هغې لپاره هم وخت شته او هم یې خبره نه پرې کول کیږي. د مې میاشتې په ۲۳ مه او ۲۵ مه نیټه د یک تلویزون د اماج خپرونه تاسې وګورئ چې خبریالان په څومره سپین سترګۍ د قاضي محمد حسن حقیار او نظرمحمد مطمئن په وړاندې ګستاخي کوي او د دوسیې جوړونې پلان تطبیقوي او د بحث نور دولت پلوه ګډونوال د مرګ او زندان ګواښونه ورکوي کټ مټ د کمونست حکومت په شان.

نو زما مشوره داسې ټولو حق ویونکو شنونکو ته دا ده چې یا خو د دوی په برنامو کې ګډون مه کوئ او یا له پیل نه دا پرې ومنئ چې په پرحق مو پښې کښینږدي.

ټول ملت پوهیږي چې دا خبریالان، خبریالان نه دي دوی د آزادو رسنیو او آزادو ژورنالیستانو تر نامه لاندې دملي او اسلامي ګټو دښمنان او د پردیو جاسوسان او نوکران دي او د خپل ملت پر خلاف عمل کوي، دوی ته ستاسو په تذلیل او سپکاوي بخششیانې ورکول کیږي او ډالري معاش پدې ورکول کیږي چې د اشغال غځولو لپاره کار وکړي، په ملي خائنانو پرده وغوړوي، د مظلوم ملت په سترګو کې خاورې وشیندي، اولسونه په تیاره کې وساتي لنډه دا چې د افغاني اسلامي تولنې د تباهي لپاره هرڅه ته تیاردي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د