روغتیا

ورزش د سرطان د ۱۳ ډولونو څخه مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): سرطان یوه وژوونکې ناروغي ده کوم چې د درملنې وړ ده خو یوازې په هغه صورت کې چې پر وخت تشخیص شي او تراپي پړاو يي ډیره ستونزمنه وي.

خو په دې وروستیو کې په امریکا کې ترسره شوې روغتیايي څیړنې ثابته کړې چې په ورځنی ډول یوه اندازه ورزش د دغې مهلکې ناروغۍ له ۱۳ ډولونو څخه انسان ژغورلی شي.

د نارت کیرولینا پوهنتون په دغې څیړنې کې د ۱۴ لکه کسانو معلومات ارزول شوی او زیات شمیر رضاکارانو ته د څلویښت قدمۍ، لامبو یا منډو وهلو په څیر ورزشونو لارښونه وشوې.

د ۱۱ کلونو لپاره د دغه رضاکارانو ژوند تر څارنې لاندې ونیول شو او په پایله کې څرګنده شوه چې هغه کسان چې فعال ژوند لري په هغوي کې د سرطان د ۱۳ ډولونو خطر لږ وي.

د څیړنې پر بنسټ د ورزش په پایله کې د خوړو د نل سرطان خطر ٪۴۲، د ځیګر د سرطان خطر ٪۲۷، لویو کولمو سرطان خطر ٪۲۶، پښتورګو سرطان خطر ٪۲۳، معدې د سرطان خطر ٪۲۲، د ښځو د رحم سرطان خطر ٪۲۱، کولمو د سرطان خطر ٪۱۶، غاړې او سر د سرطان خطر ٪۱۵، مثانې د سرطان خطر ٪۱۳ او د سینې د سرطان خطر ٪۱۰ کمیږي.

څیړوونکي وايي چې په فزیکي ډول فعال او متحرک ژوند د هر ډول سرطان خطر ٪۷ کموي. څیړوونکو همداراز وویل چې فزیکي فعالیتونه د سرطان مخنیو او د دغې ناروغۍ په کنټرولولو کې د کونجۍ خاصیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x