نظــر

پر افغانانو د ملا منصور شهيد احسان

لیکوال  رشید حبیب زئی

د اسلام له پيل څخه تر ننه په هره زمانه کې داسی خلک او ډلی راپيدا شوی چې نوم ٬ نشان او ظاهری کړني يې د اسلام او قران په سپيڅلی قانون بناء وی لکن دوخت په تيريدو سره يې چې د مسلمانانو په مينځ کې يو څه محبوبيت پيداء کړي  نو په داسی کړنو يې لاس پوری کړیچې د اسلام سره سل فيصده ټکر لری د همدی بی شعوره ډلو څخه يوه هم د داعش ډله ده .

په ۲۰۰۶ کې د القاعده څخه بیل شوی یو تنظیم چې ځان يې د داعش په نوم اعلان که او د عراق په ځینی برخو کې یې فعالتیونه شروع کړل جې بالاخره د امریکا په پیسو ٬ وسلو او تربیتونو دغه حالت ته ورسیدل جې د عراق او شام ځیني ښارونه يې تر خيلی ولکی لاندی راوستل او ګران هېواد افغانستان ته هم د امریکائی طیارو پر مټ راورسیدل  .

دننګرهار په اچین ولسوالئ کې پیاده شوی دغه تور پوست جنګیالی د خپلو هغو ملګرو سره مل شول چې وار د مخه يې ذهنونه جوړ او تور بیرغونه پورته کړی وه .
داعش د خلافت ساحی پراخولو د پاره په هیځ قسمه ظلم او ستم صرفه ونکړه چې د بیلګی په توګه یې د بندیانو سوزول ٬ په اوبو کې غرقول ٬ له ګړنګو ګوزارول ٬ په بمونو کینول ٬ په راکټونو ویشتل ٬ په ژوندی بندیانو ټانګ خیژول او داسی نور یادولی شو ،

ګران هیواد افغانستان چې د تیرو ۳۶ کلونو څخه د بیلا بیلو استخبارتی کړيؤ د جنګ مرکز ګرځیدلی دی چې خپلو موخو ته رسیدو لپاره يی  په افغانانو د ظلم او وحشت هر پړاؤ ازمویلی وه داعش هم په دغه وحشتی پل قدم کیښود د بی شمیره ظلمونو سربیره یې د د افغانانو ناموس ته هم لاس اوګد کړو جې له امله یې  د افغانانو توند غبرګون سره مخ او د تور بیرغ شاته سپین حقیقی مخ يئ افغانانو ته روښانه شو

په ۱۹۹۵ کې د یوه حومات څخه د طالبانو اسلامی تحریک د جوړیدلو مقصد د پاټکی قومندانانو د ظلم او بربریت ختمول وه  چې د الله په نصرت ٬ د طالبانو صفا نیت او دولس په زړونو کې بی ساری محبوبیت د دی لامل شو چې هېواد څخه يې د ظلم ټغر ټول او سپین شرعی نظام يې نافذ کړو دا چې د طالبانو ظهور د ظلم له مینځه وړلو په موخه شوی وه او تر ۲۰۱۵ پوری یې دی هدف ته رسیدو لپاره بیشمیره شهیدان ورکړی وه داغش ورته یو وار بیا  د اسلام تر بیرغ لاندی هغه څه وکړل چې د اسلام پر ټنډه تور داغ او انسانیت ورته ګوته په غاښ شو چې دغه کړنو يې درست هیواد کي ویره ترهه خوره  او د نفوذ ساحه یې پراخه کړه

په ننګرهار کې داعش پروژی هغه وخت خورا زور واخیست  چې د اسلامی امارت مؤسس ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د مرګ راز افشا او ملا اختر محمد منصور تفبله الله یې ځاي ناستی وټاکل شو

دا چې طالبان وار دمخه له ډیرو کړاؤنو سره لاس او ګریوان وه داعش ورته یو بل ناورین او د کفر مقابل کې خنډ جوړ شوی وه لکن هغوئ چې د ولس مال ٬ جان او ناموس څخه دفاع خپله اسلامی وجیبه بولی نو په ډیره میړانه يې د دغه ظلم څخه د حلاصی لپاره په دفاعی مقاومت لاس پوری کړ او په ډیرو لګو افرادو ٬  کمزورو اسلحو مګر په لوړ مورال او پیاوړی عزم يې په ډیره چټکتیا او کامل تکتیک يې دا ستر ناورین له مینځه ویوړ او ملا اختر مخمد منصور  تقبله الله په دی معنی چې د افغانانو ناموس یې له وینځی کیدو وژغوره  په افغانانو یو ستر احسان وکړ .

روح دی ښاد او یاد دی تل وی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x