د زابل والي بسم الله افغانمل د ولسمشر اشرف غني سره

د زابل والي یو خبریال څارنوالۍ ته معرفي کړی بل یې په مرګ ګواښلی

ahmad wali sarhadiنن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د زابل والي بسم الله افغانمل په دې وروستیو کې د خبریالانو سره پر فیسبوکي پوسټونو را اخیستې، او ددغه ولایت خبریالانو مشر احمدلي سرحدي یې د یوه فیسبوکي پوسټ له امله څارنوالۍ ته معرفي کړی.

افغانمل ادعا کړې چې احمدولي سرحدي ده ته په خپل پوسټ کې شخصي توهین کړی، خو احمد ولي سرحدي د افغانمل ادعا رد کړې او ویلي چې دده پوسټ کې د هغه نوم لا نه دی اخیستی او نه هم ورته توهین شوی دی.

د احمدولي سرحدي پوسټ

د احمدولي سرحدي پوسټ

احمدولي سرحدي نن ټکی اسیا ته وویل: «دزابل والي غواړې ددې لارې څخه دبیان ازادي او ژورنالیستان تر خپل کنټرول لاندي وساتي او غواړې ددې لارې څخه خبریالان سانسور کړې.»

سرحدي زیاتوي چې نه یوازي دی څارنوالۍ ته معرفي شوی بلکي د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل د شیخ متي په نامه راډیو مسؤول نثاراحمد څپاند ته د هغه پر رسنیز کار باندي هم سپکي سپوري ویلي او هغه یې په مرګ ګواښلی دی.

نوموړی وای چې ځکه یې څارنوالۍ ته معرفي کړی ترڅو په زابل ولایت کې خپل دیکتاتوري نظام او د بیان ازادۍ پر خلاف خپل عملونه پټ وساتي.

احمد ولي سرحدي زیاتوي چې د زابل والي ژورنالیستان نه پرېږدې چې دهغه په وړاندې ږغ پورته کړې ځکه هغه ادعا لري چې ده ته ولسمشر فوق العاده واکونه ورکړې دي.

سند

سند

بلخوا نن ټکی اسیا ته د زابل ولایت د استیناف څارنوالي ریاست د عمومي جرمونو د څیړنو څارنوالي ادارې یو داسي سند رسیدلی چې په هغه کې پر احمد ولي سرحدي باندي تور لګول شوی چې په خپله فیسبوک پاڼه کې د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل باندي د «غله» او «رشوتخور» تور لګولی او بیا یې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نۍ» ته شکایت کړی چې په دې توګه د ولایت مقام ته توهین او سپکاوی شوی دی.

په سند کې راغلي چې احمدولي سرحدي د ولایت مقام ته سپکاوی او توهین کړی، باید څارنوالۍ ته جلب شي تر څو خپله ادعا ثابته کړي او یا هم قانوني جزا وویني.

که له یوه اړخه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خبریالان او لیکوالان وژل کیږي او یا هم په مرګ ګواښل کیږي بلخوا په مرکز ولایت کې عملا د تلویزوني پروګرامونو په بحثونو کې خلک نه پرېښودل کیږي چې د بیان ازادۍ څخه په استفادې خپل نظر څرګند کړي.

د یک تلویزون هغه بحث چې حقیار یې تر بندي خانې ورسوی

د یک تلویزون هغه بحث چې حقیار یې تر بندي خانې ورسوی

تیره ورځ تحلیل ګر او د سولي لپاره فعال حسن حقیار وروسته تر هغه له زندانه خوشي شو چې دوه ورځي وړاندي په دې تور ونیول شو چې ولي یې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور ته د شهید خطاب وکړ. په کومه ورځ چې حقیار ونیول شو په همدې ورځ یوه بل تحلیل ګر او د سولي لپاره فعال نظرمحمد مطمئن د ټولو افغانستان په مخ کې په بند وګواښل شو.

د سیاسي چارو شنونکي او ژورنالستان په داسې حال کې ګواښل کیږي او زندانونو ته اچول کیږي چې اشرف غني په تېرو ورځو کې ادعا کړې وه چې هېڅ یو ژورنالست په زندان کې نه لري. هغه دا کار د بیان د ازادۍ په برخه کې د حکومت یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د