افغانستان

طالبانو د کندز امنیه قومندانۍ اداري مرستیال ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ اداری مرستیال «وحید الله» ژوندی نیولی او نامعلوم ځای ته انتقال کړی دی.

د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې وحیدالله نن سهار د کندز – خان اباد په لویه لار د طالبانو لخوا وتښتول شو.

پېښه هغه مهال رامینځته شوه چې نوموړی له تخار ولایت څخه د کندز په لور روان وه او د «خواجه پسته» په سیمه کې د طالبانو په کمین وربرابر شو.

لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وايي چې طالبانو د نوموړی په موټر ډزې کړي، د هغه یو تن ساتونکی یې وژلی او مرستیال امنیه قومندان یې له ځان سره ژوندی بیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې چې «وحید الله» یې ژوندی نیولی. نوموړی زیاتوي چې د هغه موټر یې ویجاړ کړی، یو ساتونکی یې وژل شوی او بل اربکی قومندان په پېښه کې زخمي دی. ښاغلی مجاهد وايي چې له نوموړي سره ټوله وسله هم د دوی لاس ته ورغلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x