هو! زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

شاعر:عبدالاحدحماد

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

 

که موشپونکیانوته سندري نه وای

که دخوږژبوترانې ګونګي شي

که هرشاعرپه خپله مخه ولاړشي

دانقلاب شپېلۍ به څوک ږغوي؟

چي مینه وپالي اوکرکه لوټ کړي

دادثواب شپېلۍ به څوک ږغوي؟

پرغلیمانوچي محشرراولي

دادعزاب شپېلۍ به څوک ږغوي؟

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

 

موږاناري ښونډي ستایلي نه دي

موږدنګ قامت دچایادکړی نه دی

موږبادامي سترګي هم نه یادو

موږپه سندروانقلاب پرانیستی

دمیني پندکي مورباب پرانیستی

موږدتاریخ یونوی باب پرانیستی

هیڅ یوغازي موهیرولای نه شي

دهر مین دشوګیروملګري

دغرورهسک څلی موهسک ساتلی

لکه ایمان له چانه ډارنه لرو

پرخدای مین د«الرحمن »شاګردان

سرود په شرنګ دزولنوکي غواړو

دژوندارمان په اسوېلوکي غواړو

له هر«خلیل» سره په اورسوي یو

له هر«یوسف» سره موتوردزلیخاوړی دی

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

دننګ ټپه یې هنګامه دمیوندګرمه ساتې

ستاحنجرې دسکوت طِلسم مات کړ

تاڅڼورغازیان راوپارول

داستاقلم دبورو میندوسره

بس دتنکي شهیددناوي په څېر

لکه یتیم ماشومي ساندي وهي

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

ته یې پښتودغرنیوخلکو

له مادي خوست غواړي خیبردي غواړي

رڼارڼاشه یوځل خواته راشه

له مادي ستوري غواړي لمردي غواړي

دخیال مارغه دي له نظره مه شه

اوس یې الوت آن تراسمانه رسي

لکه غازي ترسمڅه لاندي ترزندانه رسي

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

زه دي واری شم ترغازي فطرته

زمادجګوجګوغروشاهینه!

دآریانا درسر  درو  شاهینه!

په دې هڅانداو«متقي» کلتورکي

لاخپل «وثیق» «تکل» ته وده ورکړه

 

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

داله فرهنګه وروسته پاته خلک

دابې احساس دالاشعوروګړي

چي شعربدګڼي شاعرنه مني

داد«رحمان بابا»ازاروهلي

سریې قلم شه د«خوشال» په توره

دا«مولانا»او«حافظ» څه پیژني

داد«حسان» له قدره نه دي خبر

پر«داودي» نغمه ایمان نه لري

دوی لاپه دې چاپوهولي نه دي

چي شعرته غشی پېغمبرﷺویلی

نوکه شاعرته څوک غازي نه وایي

بس دابه وي یونارواقضاوت

دمورنۍ ژبي رښتیاعداوت

له درست کلتورڅخه رسوابغاوت

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

پرون دپوري غره له ډډي سره

روح رانه لاړ دچاپه لټه پسي

اوزماپه تش کالبوت یې خوب راوستی

په خوب کي خوب وینم پیدامي کړدمیني کتاب

چي لیکل شوی وو دزړه په وینه

لیکوال یې وو دلېونیانوپاچا

په کي لیکلي وې یوڅوخوښې خوږې خبري

اوله داوه چي ښکلابه منې

اوداپالل غواړي په څیري ګرېوان

ریاضت یې دی پرموږاوتاسي واجب

ځکه چي داخودالله ﷻخوښه ده

ماته مي ښکلي پېغمبرﷺویلي

چي الله ﷻښکلی دی ښکلای خوښه وي

پرکتاب لیک وه دمجنون سريځه

چي يې شروع وه په نامه دلیلا

ویل يې: شاباس ته زمایې وارث

ځان ته دي ګوره یوه ښکلې صحرا

دغره په ډډکي لکه غاردحرا

له خلکوغلی پټ دزړه په کورکي

لکه سندره روح ته وده ورکړه

په یوه سپېڅلي عشق یې ونازوه

په دې ټپه په دې سپېڅلې ټپه

چي وای:

زړګی ساتلی په کارنه دی

چاته يې ورکړه چي راوړي ژړي ګلونه

په دې ټپه دي یوشلېدلی ګرېوان ولوروه

له ځانه ورک شه دجانان په عشق کي

دانالحق کړیکه ترداره یوسه

دوینوڅاڅکي دي ګلاب ګلاب شه

بس دجانان دیوې مسکالپاره

داسردمیني تربازاره یوه سه

اوداهم واوره!چي غمازاورقیب

ستاددې ښکلي ریاضت دښمنان

داله ابلیس نه پاته شوي بچي

ستاصداقت اوسادګي ده جانان

چرته په بدنامه ونه نوموي

اوستادمیني دنیاورانه نه کړي

ته بایدهروخت دجانان له پاره

دزړه له وینونه دخولې په جام کي

دده دحسن نذر‌انه وړاندي کړې

ترهغه پوري چي جنون یاغي شي

اوسوې کړیکه دي ترعرشه رسي

عرش په لړزه شي فرشتې رادرومي

معطري اوښکي دجانان له سترګو

ستاداروا په خوښۍ ووریږي

اوله یوڅوښېبونه وروسته خپله ساه ورکوې

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

خوب مي لیده چي یو«دروېش» ترنم

له دې درانه خوبه راپاڅولم

پاچاهي ځارشه تر«دروېش» ترنم

پکښي دستوریوجهان رااوري

په زیراوبم لکه باران رااوري

پر سپینوزړولکه ایمان رااوري

پرمړاوهیلونوبهارراولي

هو!

زماتنکی ،زماګلالی زماشاعره وروره!

دتورلینګیوپه نوم پال ختلی

دې خړلېوه څوښکلي نورخوړلي

د«احرارکړیکي »«مفکورې درشاد»

څوک یې په چل څوک يې په زور خوړلي

خوته له وخت سره ډغري وهه

دسترباباقواله مه هېروه

موږته به لوېشت په لوېشت حساب راکوي

زموږپه رګوکي د«احمد»وینه ده

هره ورځ درس دانقلاب راکوي

هره ورځ درس دانقلا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.