افغانستان

برتانیا افغانستان ته نور ځواکونه لیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د برتانيې حکومت وايي چې افغانستان ته به یو شمېر نور ځواکونه ولیږي او همدا راز افغان ځواکونو ته د روزنې ورکولو وخت به هم یو کال نور تمدید کړي.

ډیلي میل برتانوۍ ورځپاڼه وايي چې د برتانيې دفاع وزارت په پام کې لري چې پلازمېنې کابل ته تر ۱۰۰ زیات نور عسکر ولیږي څو په کابل کې د خپلو هغو عسکرو چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي، ساتنه وکړي.

د دفاع وزارت سرچېنو ویلي چې برتانیې له نورو هېوادونو سره په څو انتخابونو بحث کاوه، خو په وروستیو کې د طالبانو پرمختګونو او په افغانستان کې د داعش نفوذ وروسته دوی دې پایلې ته ورسېدل چې برتانیه له دغې هېواده ډير ژر وتلې ده.

برتانيه په رسمي ډول د ۲۰۱۴ز کال په دسمبر کې له افغانستانه ووتله خو یو شمېر ځواکونو یې په دې پلمه پرېښودل چې ملي اردو، پولیس او اربکیانو ته به روزنه ورکوي.

ډیلي میل وايي چې د برتانوي پوځيانو هغه کورنۍ چې په افغانستان کې یې خپل بچیان د لاسه ورکړي ویلي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږل نورې پوښتنې راولاړوي چې ولې په دغه جګړه کې د دوی بچیان و وژل شول.

لیوسي الډریج چې تر ټولو ځوان ۱۸ کلن بچی یې په افغانستان کې وژل شوی ډيلي میل ته د نورو برتانوي پوځيانو د لېږلو په غبرګون کې ویلي: «هغوی چې خپل د زړه ټکړې یې د لاسه ورکړي، باید په دې پوه شي چې دوی دا هر څه د هېڅ لپاره کړي دي».

هغه زیاته کړي چې پخواینو عسکرو لېږلو سره موږ کومه توره کړې وه چې د نورو عسکرو په لېږلو به څه لاسته راوړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مصطفی

نو ګبلدین حکمتیار خو ویل چې بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي ځکه د کابل رژیم سره یوځای شو. اوس چې بهرني ځواکونه د وتلو پرځای د راتللو په حال کې دي حکمتیار به څه دریځ غوره کړي؟

احمدشاه مسعود

یاره ، نور یی مه زوروۍ ، سپین ږیری شوی ، هغه په دی خوشاله دی چه مړ ځان یی ژوندی او ګرندی کړو ، دمرګ په حال وو معنویات یی هسی هم بایللی وو ، مګر ډیر مادیات یی تر لاسه کړل ، مګر دا چه دوی به د هغه مادیاتو د هضمولو د پاره حه کړنی ترسره کوی هغه وروسته خبره ده ، دروغ ءشتیا به ورته برابر کړی نورو څه کړی چه دوی به یی وکړی ( یوه خبره به یی همدا وی ) مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x