افغانستان

وحید مژده : د منصور له وژل کیدو وروسته د طالبانو دريځ د سختی په لور روان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال وحید مژده په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو وروسته د طالبانو د سختۍ په لور روان دي او دې قناعت ته رسیدلي چې د سولي لپاره هلي ځلي ددوی لپاره مثبته پایله نه لري.

ملا اختر محمد منصور د تیري شنبې په ورځ د امریکايي بې پلوټه الوتکو له لوري په بمبار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما چې ددې وژني امر یې ورکړی وو، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، ملا اختر محمد منصور یې په نښه کړ ځکه چې هغه د افغانستان د حکومت سره د سولي په پروسه کې د ګډون څخه انکار وکړ.

نوموړي ګواښ وکړ، د طالبانو هر هغه مشر به په نښه کیږي چې د سولي د بهیر سره د یو ځای کېدو څخه انکار کوي.

په ورته وخت کې ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله او د سولي شورا ګواښ کړی چې نوی طالب مشر به د سولي له پروسې سره یو ځای کیږي او یا به یې انجام د ملا اختر محمد منصور وي.

وحید مژده د طالبانو د راتلونکي په اړه ویلي چې هغه اړخونه به په طالبانو کې دننه کمزوري شي چې د سولي او سیاسي حل غوښتونکي دي او پر ځای به یې سخت دریځي طالبان قوي شي.

وحید مژده وویل: ملا اختر محمد منصور د سولي لپاره ډیري هلي ځلي وکړې، په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست، د سولي لپاره یې استازو په نړیوالو کانفرانسونو کې ګډون وکړ، خو بیا یې هم ټولو هڅو نتیجه ورنه کړه، ده چې ځان امریکایانو ته د سولي ملاتړی ثابت کړی وو، ځان یې په هغو وواژه.
«بناء طالبان اوس په دې نظر دي چې د افغانستان د دولت سره سوله ممکنه نه ده، دوی ته یوازینی ورپاته لاره جګړه ده».

داچي د نوي مشر سره به د طالبانو پر نظامي عملیاتو اثر پریوځي کنه؟ مژده یې په اړه ویلي چې د طالبانو نظامي تشکیلات پخواني دي، د قیادت په بدلون سره هغه نه دي بدل شوي، نو ځکه امکان ددې ډیر دی چې ددوی نظامي فعالیت کې بدلون را نه شي.

باید وویل شي چې یو شمېر غربي خبریالان او شنونکي هم په دې نظر دی چې د طالبانو سره د سولي په پروسه کې تر ټولو مناسب کس ملا اختر محمد منصور وو، ډیره تمه کېدل چې د هغه په مشرۍ کې طالبان د امریکا او افغان حکومت سره د سولي په خبرو کې یو ځای شي خو امریکا د منصور په وژلو نه یوازي د طالبانو مشر وواژه بلکي ورسره یې د سولي پروسه هم ووژله.

طالبانو تر اوسه د خپل نوي مشر «شیخ مولوي هبت الله اخندزاده» بیان نه دی نشر کړی چې له امله یې د هغه د راتلونکي تګلاري په اړه رنګا رنګ تبصرې کیږي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له تهران راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د دوی مبارزه د اشخاصو په بنسټ نه بلکې د عقیدې او مفکورې په بنسټ روانه ده نو ځکه د اشخاصو په له مینځه تګ یا بدلون د دوی مبارزه نه اغیزمنه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x