افغانستان

د هزاره‌ګانو اسلامي شورا د ملامنصور په مرګ ژور خفګان ښودلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د هزاره‌ګانو اسلامي شورا د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور پر وژنې ژور خفګان ښودلی دی.

هغه پيغام چې د طالبانو په رسمي وېبپاڼې «الاماره» خپور شوی دی، د هزاره‌ګانو اسلامي شورا د «اسلامي امارت مجاهدینو» او د ملا اخترمحمد منصور کورنۍ ته د هغه پر «شهادت» تسلیت ویلی دی.

د هزاره‌ګانو شورا ملا منصور «امیرالمؤمنین» او «شهید» بللی او د هغه مرګ یې د الله د کلمې لوړولو او د پردیو څخه د افغانستان د اشغال خلاصون په لاره کې بللی دی.

تر دې وړاندې هم نن ټکی اسیا ته د طالبانو یو شمېر سرچېنو ویلي وو چې د طالبانو په لیکو کې هزاره‌ګان وسله‌والې ډلګۍ لري خو طالبان د ځينو مصلحتونو له مخې نه غواړي چې دغه ډلګیو په اړه رسنیو ته څه ووايي.

د شننونکو په باور د طالبانو په لیکو کې د هزاره‌ګانو شمول دغه تحریک افغان شموله کوي او یواځې تر څو قومونو یې محدود نه ساتي.

د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د مۍ د میاشتې په ۲۱مه /غبرګولي لومړۍ نېټه/ د امریکايي ځواکونو په ډرون برید کې د کندهار د ریګستان او د بلوچستان د نوشکۍ تر منځ سیمه کې په نښه او و وژل شو.

د اخترمحمد منصور د وژنې خبر طالبانو د مۍ په ۲۵مه /غبرګولي ۵مه/ تایید او مولوي هبة الله اخوندزاده یې نوی مشر وټاکلو. سربېره پر دې یې سراج الدین حقاني او د ملاعمر زوی مولوي یعقوب یې د نوموړي مرستیالان وټاکل.

د طالبانو د نوي مشر تر انتخاب وروسته پر نوموړي ټولو طالبانو یوځايي اتفاق وکړ او هېڅ ډول د اختلافاتو خبر ورنه کړل شو.

هبة الله اخوندزاده پخوا د طالبانو قاضي القضات و، په وروستیو کې د ملامنصور مرستیال وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد شفیق

ډیره جالبه ده چی د هزاره ګانو دا کارنامی د ایران هغه لاس وهنی رسوا کوی چی طالبان سره داسی کومک وکړی چی خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړی په داسی حال کی چی کامیاب هم نه شی خو د سونیانو با الخصوص د پښتنو په سیمو کی همداسی ګډ وډی دوام پیدا کړی، تر څو هزاره ګان رشد وکړی او دا سونیان با الخصوص پښتانه همداسی د جهالت په تیارو کی پاتی شی. او د اختر محمد منصور سفرونه ایران ته ددی خبرو یو لوی ثبوت دی.

عبدالخالق جبارخیل

نه محمد شفیقه!! خوییدلی يې….. اوس دې هم په یو دې چارو سر ندی خلاص شوی

عبدالخالق جبارخیل

نه محمد شفیقه!! خوییدلی يې….. اوس دې هم په دې چارو سر ندی خلاص شوی ….. دغه اکثره سنیان هزاره ګان دي …. نه د ایران تالیڅټي

افغان

شفیق ګل د دی په ځای چه د اسلام له مخی ارزونه وکړی د قومیت او غلامی له مخی ارزونه کوی ، هزاره ګان زمونږ د ورونو قومونو یوه مهمه برخه ده ، زمونږ په ملی فرهنګ و ملی تاریخ کی زمونږ سره ګډی کړنی او ویاړنی لری هغه پلورل شوی هزاره ګان چه اشغالګرو خوښ کړی او د بادارانو په دستور د غلامانو سره اوږه په اوږه زمونږ د مظلوم اولس د استثمارولو او غلامولو د پاره زمونږ بیګناه او بی دفاع خلک وژنی ، لوټ او بی عفته کوی شفیق صاحب بیا هغه هزاره ګانو ته شاباسی وایی… نور لوستل »

ملادادالله

محمر شفیق صاحب و الله منم دی ! د نامی زوو….. حقیقت دی ورته بیان کړ

جلالزي

جلازي شفيق صاحب حقيقت همداسي ده دغزني به ولايتكي دجاغوري ولسوالي كي دنجونو اوهلكانو به لسكونو شوونحي له
كلونراهيسي فعال دي خو دبشتنو د سيمو شونحي بند او يو مكمل نسل له تعليمه محروم شو ددي ناويين مسؤل حلم دي ؟..

احمد

زه جبارخیل او افغان وروڼو ته داوایم چې لږ له حوصلې څخه هم کار اخلئ. دا درسره منم چې کرزي او ډلو ټپلو یې له ایران څخه په بوجونو پیسې اخیستې، کله چې سړی غلام شو نو همیشه غلام پاته دی او په دې کې شک نشته چې هغوی غلامان دي، دا امکان ډیر لږ دی چې آزادي تر لاسه کړي. راځم تاسې ته. زه د پاخه عمر څښتن یم او زما ښه په یاد دي چې کله اسلامي امارت په افغانستان واکمن شو د مختلفو مظالمو او وحشتونو ټغرونه یې ټول کړل نو په هغه وخت کې چې اسلامي… نور لوستل »

افغان

احمد صاحب السلام علیکم !
ستاسی تبصره می خوښه شوه ، منطقی استدلال ته مناقشه او مجادله نه مفاهمه وایی ، زما مفاهمه خوښیږی څه تری زده کوم ، ډير څه می ولیکل په اخره کی د کوم دلیل له مخی پاکه شوه ، زه ستاسی د تبصری د ډیرو خبرو سره موافق مګر د ځينو سره یی توافق نه لرم په همدغه اړه می څه لیکلی وو ، الله ج نه وه غوښتی بل وخت به درسره پکی غوری وکړم او لا به یی د لیکنی په ډول ولیکم هغه معلومات په تبصره کی نه ځایږی مننه

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx