ادبي لیکني

د زندګۍ انعکاس

ژباړه . محمدعلي عمري

ماشوم له خپل پلار سره په غره کښي روان وو. دماشوم پښه ناببره له یوې ډبرې سره ولګېده .اوپرزمکه وغورځېد.

چيغه یې کړه  آه آه آه  !!

له ليري څخه آواز راغلو:

آه آه آه  !! ماشوم په ډير فریاد سره وويل:

څوک یې ؟جواب یې واورېد :

څوک یې ؟

ماشوم په غصه او فریاد سره وويل.

ورک سه .بیایې جواب واورېدو.

ورک سه :ماشوم په ډېر تعجب له پلار څخه پوښتنه وکړه :

داسه خبره ده؟پلار په خنداسو او ویې ويل  زویه  راته  غوږسه .

پلارپه لوړ ږغ سره وويل  ته یو قهرمان یې .ماشوم نورهم په تعجب کې سو.

دماشوم پلار نوروضاحت ورته وکړو:خلګ وایي دا  دغره انعکاس دئ لیکن داپه حقیقت کښي دزندګۍ انعکاس دئ .

هرڅه چي ووایې زندګي کټ مټ هماغه جواب درکوي .

که عشق وغواړې  نوپه زړه کښي دې ډير زیات عشق ځای نیسي.

که په بریاليتوب له شاپسې شولې نو حتما یې په لاس کښي راوړلاي سې . هرڅه چي غواړې زندګي
هماغه  څه درکوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x