افغانستان

د کندوز ولايت مرستيال ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د کندوز امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو د دغه ولايت اداري مرستيال وژلی دی. تر دې وړاندې یوازې د امنیې قومندانۍ د اداري مرستیال د ژوندي نیولو راپورونو ورکړل شوي وه، خو تازه راپورونه وايي چې په دغې پېښه کې د کندز ولایت اداري مرستیال هم وژل شوی دی.

د ۸۰۸ سپين زر زون امنيه قوماندان شير عزيز کامه‌وال رسنيو ته وويل، چې د ولايت اداري مرستيال «شريف الله» او د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال «وحيدالله» نن سهار له تخاره کندوز ته د خپل دفتر پر لور روان وو، چې د خان اباد ولسوالۍ «خواجه پسته» سيمه کې د مخالفينو په کمين کې ګير شول، د ولايت مرستيال يې وواژه او د امنيه قوماندانۍ مرستيال يې ژوندی ونیو.

ښاغلي کامه‌وال زياته کړه، چې برید کوونکي د قاري سليم د ورور ملا خاکسار ملګري وو. قاري سليم د طالبانو وتلی قوماندان و او امنيتي ځواکونو نوموړی نږدې يوه مياشت وړاندې کندز کې له خپل کوره نيولی و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د قوماندان وحيدالله د نيول کېدو پخلی کړی او زياتوي، چې په دغه بريد کې د کندوز ولايت اداري مرستيال شريف الله وژل شوی او اربکی قوماندان عبدالقدوس په کې ټپي دی.

ښاغلی مجاهد زياتوي، چې د دغې نښتې پر مهال يې له حکومتي ځواکونو ګڼې وسلې هم نيولي.

د کندوز ولايتي چارواکي وايي، چې درې واړه ولايتي مسوولين د تخار چا آب ولسوالۍ اوسېدونکي وو او په کندوز کې يې دندې ترسره کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x