ټولنیزه برخه

آیا غواړی خوشاله واوسی؟

ژباړه: نصیر غورځنګ

که هو نو موږ تاسې ته ددې لارو د عملي کولو وړاندیز کوو.

۱- هر ورځ ځان سره د مننو یو لیست جوړ کړئ، مثلا له هغو ملګرو مو مننه وکړئ چې تا سره سینما ته د هغو فلمونو د کتلو لپاره ځي چې، هغوی نه خوښیږي.

۲- هر ورځ د غیږ نیوني سیالي تر سره کړئ، حتا که دوه دقیقې هم وي.

۳- ورځ کې څو شیبې یوازې واوسئ، کوښښ وکړئ په یو ګوښه کوټه کې مو دماع آرامه کړئ.

۴- د خپل نفس له رټلو مو ډډه وکړئ، د نفس رټل مو له خلکو بیلوي هغه ته دا اجازه مه ورکوئ.

۵- هر ورځ یوه مثبته لیکنه ولولئ خو ډیره اوږده هم نه چې وخت مو ضایع کړي، یو پرګراف کافي ده.

۶- خپل وخت په بې ځایه، غیرعلمي، ستړی کوونکې مطالعه او بدو خبرونو مه نیسئ.

۷- هر ورځ لږ تر لږه څو شیبې له خپلې کورنۍ سره تیرې کړئ، که ترې لرې یاست نو په یو زنګ وهلو یا یو مسیج استولو مو د ورور او خور احوال واخلئ تر څو ضمیر آرامه شي.

۸- هر ورځ څو شیبې پیاده ورګرځی.

۹- په ورځ کې څو دقیقي له خپل نږدې، صمیمي او عاطفي ملګري سره تیرې کړئ، یا لږ تر لږه د څو شیبو لپاره ورسره تلیفوني اړیکه ونیسئ.

۱۰- په اوازو پسې مه ګرځئ، پخوانیو به ویل چې په اوازو پسې ګرځیدل مو نیم ژوند په هیڅ تیروي.

۱۱- هغه کتاب، مقاله، او شعر ولولئ چې، تر اوسه مو نه دی لوستی.

۱۲- ورځپاڼه ولولئ او هره پاڼه مو چې خوښه شوه، د خپلې خوښې جمله مو پکې ولیکئ. مثلا ولیکئ ( نن څومره ښکلې ورځ وه)

۱۳- له کومو کارونو مو چې کرکه کیده، په مینه یې تر سره کړئ تر څو ورسره عادي شی.

۱۴- سالمه او که امکان یې درلود تازه خواړه وخورئ، د پاتې شويو او غوړو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ.

۱۵- له نورو سره مرسته وکړئ او د جبرانیدو فکر یې مه کوئ، پرته له هیلي کمک کول ستاسې په ذهني خوشالۍ کې مرسته کوي.

۱۶- له مثبتو خلکو سره واوسئ، فلیم وګوری او قدم ووهئ.

۱۷- سهار وختي پاڅئ، ټیکسي، میټرو او کار ځای ته په وخته رسیدل مو هم خوشالوي.

۱۸- کار انساني جوهر ده. خو ډير کار کول هم ښه نه دي، ښه داده چې د کار څخه د لاسته راغلو عوایدو څخه خوند واخلی. ټول هغه کسان چې د مرګ پر بستر ویده دي، افسوس کوي چې کاش کار یې کم او ژوند یې ډیر کړای وای.

۱۸- وخاندی، هغه هم ډیر.

۱۹- نورو ته د مرستې کولو وړاندیز وکړئ،

۲۰- دا چې ستاسو په اړه خلک څه فکر کوي، کمه پلټنه وکړئ.

۲۱- فکر مه کوئ چې، ډیر ناوخته ده بلکې هیڅ وخت ناوخته نه ده.

۲۲- هیڅ وخت د نوي حرکت د پیلولو پر وخت داسې فکر مه کوئ چې، تاسې زاړه شوي یاست. نه تاسې ځوان یاست.

۲۳- هیڅ وخت فکر مه کوئ چې تاسې د کار کولو لپاره ځوان یاست، خپل وخت بې ځایه مه تیروئ.

۲۴- ډار طبیعی احساس دی چې، د هر چا سره مل ده خو ډار وپیژنئ او مه پریږدی چې تاسې له ځان سره اسیر کړي.

۲۵- له خلکو هیلې مه لرئ. هیله لرل د غوسې او خفګان سبب ګرځي.

۲۶- له دې چې ووایی چې (نه پوهیږم) مه ډاریږی، پوښتنه کول عیب نه ده.

۲۷- د هستۍ راز وګورئ، د حیواناتو ژوند او د هغوی د ژوند چاپیریال لیدل انسان ته خوښي وربښي.

۲۸- د بې ارزښته او بې معنا کلیمو له استعمال ډډه وکړئ.

۲۹- د یو کس صفت وکړئ، که غریب هم وي.

۳۰- چا چې درته دروازه هم خلاصه پریښې وی، مننه ترې وکړه.

۳۱- مثبت واوسئ که چیرې مو حالت بد هم وي.

۳۱- له ډیرو سره همغږی واوسئ، د مخالف چیغې مو نا ارامه کوي.

۳۲- که کارځای کې خوش اخلاقه او خندیدونکی یې، نو په کور او کورنۍ کې هم همدا لار غوره کړه.

۳۳- د اولادونو د ژوند په مهمو مرحلو کې د دوی تر څنګ واوسئ، مثلا د مکتب په لومړی ورځ د دوی په خوا کې واوسئ.

۳۴- په ورځ کې یو شیریني یا یو چاکلیټ ضرور وخورئ.

۳۵- حتماُ په ژوند کې یو لوی هدف ولرئ، مثلا (زه غواړم یو مشهوره سړی واوسم)

۳۶- هر وخت خپل ریښتونی حال ووایاست، مثلا که چا درنه وپوښتل چې ښه یاست؟ او تاسې ښه نه یاست نو مه ورته وایاست چې ښه یم ځکه تاسې ښه نه یاست.

۳۷- له غلطیو مه ویرږه، ځکه بیا هیڅ کار نشې شروع کولای.

۳۸- اطمنان حاصل کړئ چې، له پخوانیو غلطیو مو پند اخیستی او نور یې نه تکراروی.

۳۹- بښوونکی واوسئ.

۴۰- هره ورځ یو نوی کار کوئ، که ډیر کوچنی او خندونکی هم وي مثلا د پیشو له بچي سره لوبه.

۴۱- د غچ اخیستلو په فکر کې مه اوسئ،

۴۲- اجازه مه ورکوئ چې، د اوبو او هوا بدلون مو خوی بدل کړي.

۴۳- لږ تر لږه یو کتاب په میاشت کې مطالعه کړئ.

۴۴- تاسې د البرټ انیشټاین دا خبره په ذهن کې وساتئ چې، وایي ( تاسو ژوند کې دوه لارې لری. یو دا چې ټول ژوند معجزه وګڼی او بل دا چې په ژوند کې هیڅ شی معجزه ونه ګڼی. تاسي اول انتخاب کړئ)

۴۵- کوښښ وکړئ هر شپه په خپل وخت ویده شئ،

۴۶- که نیمې شپې له خوب را پاڅیدی او خوب نه درتلو، نو هغه کار وکړئ چې ستاسې ډير خوښ وي مثلا، ګلدانیو ته اوبه ورکړئ.

۴۷- کوښښ وکړئ چې د خلکو له پيژندلو مخکې قضاوت ونه کړئ.

۴۸- لږ تر لږه ورځ کې یو نفر ته ووایی چې مینه درسره لرم مثلا مور، پلار، زوی او ورور ته.

۴۹- په یاد یې ولرئ چې، خلک چې ستاسو په اړه څه فکر کوي هغه تاسو پورې هیڅ اړه نه لري.

۵۰- تاسو تر هر چا مهم یاست. اول له ځان سره مینه وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x