ادبي لیکني

کيږدۍ

صفيه حليم

د کوچيانو کيږدۍ چې په نورو ځايونو کې خيمه او تمبو نومېږي، زيات وخت د اوښ د څرمنې نه جوړ وي.
کوچيان د پړاو لپاره زيات وخت معلوم او اوبو ته نږدې ځايونه غوره کوي او هغه ځای ته د رسېدو سره له اوښانو او خرو بار پرانيزي. د هر چا کار معلوم وي او د کيږدۍ ودرول د ښځې په غاړه وي.

د کېږدۍ د ودرولو لپاره دوی دولس ( ۱۲) لرګي کاروي. هغه پړی چې دې لرګيو سره تړي مراندې نومېږي. د کيږدۍ (څادر) څلورو ګوټونو کې هر يو ګوټ ته يوه کړۍ وي چې په مراندو يې وتړي. بيا دا څادر يا کيږدۍ پر زمکه هواره کړي او څلورو خواو ته يو موګی ټک وهي. د دې موګي په ټک وهلو کې کله نا کله سړی ورسره مرسته کوي چې هغه په اسانه له زمکې و نه خيژي، ځکه د خيمې بنسټ هم هلته وي.

بيا يوه ښځه د هغه څادر لاندې شي او د دې څلورو ګوټونو ته يو يو لنډ لرګی اړم کړي چې تمبو پرې ودرېږي. دا لرګي “کچه” نوميږي ځکه وروسته يې ليرې کوي. درې نور اوږده لرګي د کيږدۍ په اوږدوالي کې په يو ليکه ودرول شي چې منځ کې يې يو نيم ميټر فاصله وي. د کيږدۍ د منځ لرګی تر ټولو غټ او مضبوط وي او زيات وخت دوه ښاخۍ وي چې لکه د ستنې ټوله کيږدۍ پرې ولاړه وي. کله چې کيږدۍ په منځني لرګي ټينګه شي نو د ګوټونو څلور لرګي ليرې کړل شي. هلته بيا دننه خوا ته واړه لرګي ټک وهي چې “پيڅول” ورباندې ځوړند وي. دا پيڅول د کيږدۍ هغه وړې پردې وي چې د يو بل ټوکر نه ورپورې ګنډل شوي وي دا د ورځې اوچت وي او د شپې يا په يخنۍ کې يې ځړيدلې حالت کې وي. د کيږدۍ مخ او شا هم وي چې د مخ برخه يې خلاصه او شا يې په دريو لرګو بنده ساتل کېږي. د هرې کيږدۍ دريو خواو ته د پيڅول لاندې پر زمکه د خټو “موړه” جوړوي چې د باران اوبه دننه لاړ نه شي.

د کيږدۍ مستقل لرګي د بانس وي ځکه دا سپک خو مضبوط وي. په يوې کيږدۍ کې دننه د کوچيانو د کور ټول لوخي لرګي ځای شوي وي. يوې خوا ته نغرې جوړ وي چې يواځې د باران يا واورې په وخت کې ترې کار اخلي. د هرو څو کيږديو اوسېدونکو لپاره په يو خلاص ځای د تنور لپاره کنده ايستل کېږي او هم هلته هر څه پخوي. که پړاو د لږ وخت لپاره وي نو بيا د تيږو يا خښتو نه ساده نغرې جوړ کړي او ډوډۍ په تيغنه ( تبخي) پخوي.

که پړاو د اوږدې مودې لپاره وي نو بيا د کيږدۍ مخ ته يوه چوتره هم جوړوي چې ماښام ورباندې په ټغر يا ليمڅې هوار کړي.

د عامو کوچيانو کيږدۍ تورې وي خو څوک چې شتمن وي هغه سپينې کيږدۍ هم لري. د يوې کيږدۍ شلو نه تر ۲۵ فټو پورې اوږده او لس نه تر ۱۲ فټو پورې پلنې وي. دغه لویې کيږدۍ د باخا لرګي په دريو تيرونو ولاړې وي او د زمکې نه څلور يا پنځه فټه لوړ وي. د خانانو کيږدۍ دومره لویه وي چې جرګه پکې کيدېشي او دومره لوړه وي چې اوښ پکې ودريدې شي. ډېر درانيان خپلو کيږديو ته د ليمڅي استر ورکوي. د ټولو پوونده کيږدۍ په ټغرونو (ترپال) او ليمڅيو فرش شوي وي. د عامو خلکو کيږدۍ په منځ کې پرده لري چې ښځو او د سړو د خوب ځايونه پرې جلا کېږي او د کوچيانو د مال ( څاریو) لپاره بېل کيږدۍ وي خو کله نا کله يو بې وزله کوچي د خپل اوزې يا د پسونو کيږدۍ کې يو ځای اوسي.

د يو کوچي ټبر مېنه کې د ۱۰ نه تر ۵۰ کيږدۍ وي او څومره چې کوچی شته من وي دغه شمېره هم زياته وي. د مشر يا د ملک کيږدۍ په منځ کې وي او بيا د خپلوي په حساب يو يا دوو ليکو کې نورې کيږدۍ د دې دواړو غاړو ته ودرول کيږي.

د هرې مېنې په لويديځ اړخ ته د قبلې لور په تيږو په نښه شوي وي او هغه ځای جومات هم وي. د ميلمنو لپاره زيات وخت د نورو کيږديو نه ليرې يوه بيله کيږدۍ ودرول شوي وي.

سرچينې

۱.پښتانه کرچيان- لمړی ټوک، د افغانستان علومو اکاډمي، د پښتوڅيړنو بين المللي مرکز- ۱۳۶۰ه کابل.۱۵۲ نه تر ۱۵۶ مخ

۲.د کابل د سلطنت بيان- ماونټسټورټ ايلفنسټن، دويم ټوک. ۱۸۱۵ م ( ۱۹۹۲ بيا چاپ)انډس خپرونې. ۱۱۳ او ۱۱۴ مخونه

۳. په کندوز کې د کوچيانو د کيږديو ليدنه او عکسونه . صفيه حليم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x