Books and candles

د حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه له رستم پالوان سره خبري

دعبرت څخه ډکې کیسې (لومړۍ کيسه)

د حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه له رستم پالوان سره خبري

د حضرت خالد بن وليد په امارت او نګراني کي يو لښکر د رستم سره د مقابلې لپاره ايران ته روان سو، د ايرانيانو د لښکر مشر رستم پالوان وو، حضرت خالد بن وليد د رستم په غوښتنه حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه دهغه سره خبرو اترو لپاره ور واستوه. ايرانيانو د رستم دربار ښه مزين يا ښايسته کړى وو، د وريښمو او حرير تختونه، غوره او قيمتي قاليني، د سرو او سپينو زرو لوښي او نور شيان ډير مزين او ښکلي کړي سوي وه، حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه په آس سپور وو،

په وسلو سمبال وو او زړې جامې يې په تن وې او په همدغه شان سره د رستم دربار يا تخت ته ورغى. توره يې په لاس وه – دربار کي د رستم قاليني هواري وې نو د حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه اس په همدغو قالينو روان وو چي د رستم پالوان درباريانو ورته وويل ، تاسو بايد توره دتخرګ يا څنګ لاندي ونيسئ !

حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه ددې څخه انکار وکړ او ورته وويل چي زه ستاسو په غوښتنه راغلى يم نو زما خوښه چي څنګه ځم زما خپله خوښه ده او که چيري تاسو ما په داسي حال کي نه خوښوئ نو بيا بيرته ګرځم – کله چي رستم دا حالت وليده نو خپلو خلکو ته يې وويل چي دا کس په همدې حالت دننه يا ماته راپريږدي. کله چي په همدې ډول دا صحابي رسول رستم پالوان ته ورسېدى نو د توري په ذريعه بعضي قاليني يا هوار سوي فرشونه ورباندي شکيدلي ول، لدي وروسته رستم پالوان له خوږ صحابي څخه وپوښتل چي تاسو څّه غواړئ؟

حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه داسي ځواب ورکړ چي داډول خلک به ترتله بيخوابه پاتي کيږي؛ حضرت ربعي بن عامر رضي الله عنه ورته وفرمايل :

(الله ابتعثنا لنخرج من شاء من عبادة العباد اٍلي عبادة الله ؛ ومن ضيق الدنيا اٍلي سمعتها؛ ومن جور الآديان اٍلي عدل الاٍسلام)

ژباړه :وايي چي موږ الله تعالى ددې لپاره مبعوث کړي يو چي موږ دالله بندګانو کي کوم چي الله تعالى يې وغواړي هغوى د بندګانو له غلامي څخه وباسو او دالله بندګي خواته يې راوړو، ددنيا له تنګيو څه يي وباسو او د وسعت يا پراخي خواته يې راولو، د نړۍ له مختلفو مذاهبو دظلم او زياتي څخه يې د اسلام دعدل او انصاف خواته يې راولو. (تاريخ طبري: ۲/۴۰۱؛ البدايه والنهايه: ۸/۳۹)

لدي عبرتناکي کيسې څخه دا اخيستنه کولاى سو چي انسان د دنيا په مادي شيانو باندي بايد مغرور نسي، په دنيا زړه ونه لګوي، دالله ستر او عظيم طاقت ته متوجه سي او د الله له حقيقي مرستي او د هغه په اميد سره ژوند تير کړي، د هيڅ ظالم له ظلم، د هيڅ باچا له رعب او دبدبې څه متاثره نسي، هغه شى چي اسلامي معاشره له کفر او شرک څخه وباسي او د شيطاني او طاغوتي طاقتونو په وړاندي انسان بايد تل خپل ايماني او روحاني طاقت او غوښتنه يواځي له لوي رب څخه وغواړي او د الله مرسته به هرومرو له دا ډول خلکو سره وي کوم چي دا ډول عقيده او ايماني جذبه لري

——————–

ليکوال او ترتيب استاد نورالله خان احمدزی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د