ادبي لیکني

د یو باعزمه لیکوال دروند پېټی پر اوږو وي

مزمل حماس

نو دا چې یو لیکوال د خپلې ټولنې د اصلاح او سمون لپاره یو څه لیکي، زموږ اذهانو ته یې په یو نه یو ډول رارسوي، نو ورله پکار ده او زموږ د جامعې ورڅخه تقاضا او غوښتنه دا ده: چې د خپل زړه احساسات، جذبات او خیالات یې په داسې الفاظو اوډون او تنظیم کړي وي، چې د نشنلیزم(توکم پالنې) له مفکورې څخه یې کاملاً ځان ژغورلی وي او د امت وحدت پر نظریې متکي وي……..

لومړی تر هر څه وړاندې باید دلیکنې جوله (شکل) په داسې وییو (کلمو) او اصطلاحاتو ترتیب شوې وي؛ چې د ټولنې د هر ډول افرادو هغه که د لوړو او عالي افکارو څخه برخمن وي، هغه که هماغسې د ټیټې سطحې علم درلودونکي وي، چې پرې پوه شي، تر څو لیکنه په پوره شوق او ذوق سره تر پایه ولولي…….

د الفت صیب په وینا: ((په لیکنه کې ساده ګي یو صیفت دی))

په دویم قدم کې د لیکنې د محتوا او سوژې (موضوع) په ټاکنه کې باید په آګاهانه توګه له پوره غور او دقت څخه کار واخیستل شي……….
په  داسې ډول د زړه غوټه پرانیستل شي، چې د نېکیو او محاسنو په مقابل کې د لوستونکو په زړونو کې د خوځښت او تحرک جذبه را ولاړه شي…….
د بدیو او غیر انساني کړنو په مقابل کې د نفرت، کرکې او له هغې څخه د ځغاستې او بېزارۍ موقف غوره کړای شي………

د یو ښه او باعزمه لیکوال تر ټولو اهمه ځانکړنه دا ده: چې د مفاهمو او نظریاتو په ډګر کې د پردیو او پردي پالو د هر ډول تعلیمي، سیاسي، فکري، فرهنګي… افکارو ته مو پر قوي منطق او استدلال له احساساتو لېرې معقول دریځ خپل کړی وي او ورله مو قانع کوونکی ځواب موندلی وي…….

څه ښه وایي: ((فکر په فکر ماتېږي، فکر په تبر نه ماتېږي))

نو موږ له پکار ده: چې لومړی خپل ځان وپېژنو، خپل فکر تشخیص کړو او د دوی د فکر او نظر په اړه بشپپړ پوهاوی لاسته راوړو، تر څو د دوی د شومو اهدافو او ناوړه دسیسو ښکار نشو……..

مزمل حماس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x