fbpx

انډرایډ کې د پاسورډ سیسټم له منځه ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): ګوګل کمپنۍ د څیړنې یوه ستره پروژه پیل کړې چې ډیر ژر کاروونکي به خپلو اپلکیشنونو امنیت لپاره پاسورډ ته اړتیا ونه لري.

ګوګل کمپنۍ اعلان کړې چې په نژدې راتلوونکي کې به د دوي د اپریټنګ سیسټم کاروونکي نور د پاسورډ استعمال او خپل پاسورډ په یاد ساتلو ته اړتیا نه لري.

د ګوګل دغه ستره پروژه چې اباکیوس نومول شوی به د کاروونکي د اسمارټ فون سنسرونو استعمالولو سره د سمارټ فون استعمالوونکو په اړه معلومات لکه د لیکلو طریقه، موقعیتونه، څیره او داسې نور ټولوي.

دغه معلومات به له هغو معلومات سره چې ګوګل د کاروونکي په اړه لري پرتله کیږي. له دې څخه وروسته سمارټ فون د ټولو شوو معلوماتو پر بنسټ «د باور اندازه» تخمینولو سره دا معلوموي چې ایا د دغې سمارټ فون استعمالوونکی کس د دغه سمارټ فون اصلي څښتن دی او که نه.

نو که چیرې تاسې په سمارټ فون کې د یو اپلکیشن یو ځانګړی اکاونټ ته لاس رسی پیدا کوئ نو تاسې دغه اپلکیشن له پاسورډ پرته تر هغې پورې استعمالولی شئ چې سمارټ فون په تاسې اعتبار لري.

ګوګل کمپنۍ خپل دغه پروژه تیر کال اعلان کړی و خو د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال په پای کې به دغه پروژه د انډرایډ په ټولو کارکوونکو تطبیق کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د