روغتیا

که غواړئ، چې وېښته مو له وخت مخکې سپين نه شي…

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): هر څوک غواړي، چې ښايښته، چست او له روغتيا برخه‌مند وي، ډېری خلک هڅه کوي، چې خپل رنګ او په ځانګړې توګه خپل وېښته تازه او تور وساتي.

طبي کارپوهانو له وخته وړاندې د وېښتو د سپينېدو مخنيوي لپاره يو شمېر لارښوونې او سپارښتنې کړي دي.

د پوستي او ويښتو د ښکلي او روښانه ساتلو لپاره له دارو درملو پرته خواړه هم ډېر مهم دي، چې پر دې شيانو اغېز لرلای شي.

له وخت وړاندې د وېښتو سپينېدو د مخنيوي خواړه.

ډېری خلک په ځوانۍ کې هغه مهال اندېښمن وي، چې وېښته يې له وخت وړاندې سپين شي او د وېښتو له تورولو پرته بله لاره نه لري، مګر يو شمېر داسې خواړه شته، که انسان يې په منظمه توګه وخوري د ويښتو د سپينېدو په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

مرخېړي او سپين وېښته: له وخت وړاندې د وېښتو سپينېدو د مخنيوي په اړه شوې څېړنې ښيي، چې مرخيړي «مشروم» له وخت وړاندې د وېښتو د سپيناوي په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

ځيګر او سپين وېښته: بدن کې د کاپر او فولک اسيډ د کمښت له امله د سر وېښته له وخت وړاندې سپينيږي. که څوک په اوونۍ کې درې ځله ځيګر «ينه» وخوري، نو وېښته به يې له وخت وړاندې نه سپينيږي او وېښته به يې تک تور وي.

بدن کې د وټامن ۱۲ زياتوالي ته پاملرنه: د وټامن۱۲ کمښت يوازې دا نه، چې له وخت وړاندې وېښته سپينه سپينوي، بلکې انسان له ګڼو نورو طبي ستونزو سره هم مخ کولای شي. هغه خواړه، چې وټامن ۱۲ لري بايد ډېر وخوړل شي، تر څو له وخت وړاندې د وېښتو د سپينېدو مخنيوي کې مرسته وکړي او له نورو طبي ستونزو مو هم وساتي.

سبزي خوړل: چې څومره مو پر توان پوره وي، بايد سبزي خوراک خپل عادت وګرځوو؛ ځکه په سبزيانو کې فولک اسېډ، وټامن بي۶ او وټامن۱۲ شته او د دې تر څنګ د سلاد په شکل هم که په خپلو خوړو کې شامل شي، نو د پستوکي او وېښتو روغتيا لپاره ډېر ګټور دي.

چارمغز خوړل: له وخت وړاندې د وېښتو د سپينېدو يو لامل بدن کې د کاپر کمی بلل شوی، په چارمغزو کې پرېمانه کاپر شته، نو که څوک غواړي، چې وېښته يې تر ډېره تور او ښکلي وي، نو د کاپر پوره کولو لپاره دې چارمغز خوري. سره له دې، چې چارمغز په بازار کې قيمته دي، خو دا چې، سړی بازار کې د وېښتو له رنګونو پسې سرګردانه ګرځي او يا يې بازار کې رنګوي، نو له دې خو دا ښه ده، چې چارمغز وخوړل شي.

دانه لرونکې مېوې لکه انګور، توت، سټرابري او داسې نور بدن کې زنک، وټامنونه او نور اړين مواد پوره کوي او تر څنګ يې انسان د وېښتو له سپينېدو هم خوندي وي.

همدا رنګه دال هم هغه خواړه بلل شوي، چې وټامن ۹ او بي ۱۲ لري او دغه وټامنونه بدن کې سره کرويات زياتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x