afg champions

سرمقاله: دجنوبی اسيا دفوټبال په پاى لوبې کې دافغانانو تاريخي بريا !

نن ټکی آسیا – سرمقاله: سره له دې چې افغانستان  داشغالګرو لخوا تر تحمیلې جګړې لاندې او هره ورځ ترې دشهادتونو، اسارتونو او داشغالګرو دوحشتونو خبرونه  نشریږي خو ددې غیرتي هیواد دباعزمه ځوانانو په منځ کې داسې استعدادونه  هم شته دي چې له دغو ټولو ناخوالو او ستونزوسره سره کولای شي له نورو نړیوالو سره دعلم ،پوهي ،سیاست ،اقتصاد او دژوند په بیلابیلو ډګرونوکې حیرانه وونکې سیالۍ ترسره او دبریا اوموفقت چانس تري دځان کړي .

همدا نن  مونږ ټول افغانان دخپلو دغو باعزمه او نوښتګرو ځوانانو په داسې یوې بریاویاړو چې دهغې په وسیله افغان زلمیانو وکولای شوای په خپلو نه امکاناتو سره دسهیلي آسیا دفوټبال په پاى لوبه کې دهندوستان ملي لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړي او په دې سره خپل هیواد اولس ته  دویاړ او اتلولۍ نوم وګټي .

داسې نه ده چې افغان با عزمه ځوانان يواځي دسپورت په ډګرکې په خپلو سیالانو دبریا او موفقیت استعدادلري ،بلکې هغوئ  ته الله تعالی په فطري ډول دخپلو سیالانو په مقابل کې دهر ډول سیالي دګټولو توان وربښلی .

افغان غیرتي زلمیان دسیالي او مقابلې ګټلو ښه استعداد لري، خو خبره داده چې دهغوئ دغه سرشار استعدادونه یا په کار نه دې لویدلي اوکه په کار لویدلې نو له بده مرغه هغه په داسې لاره کې په کار لویدلې چې هغه هم ددغو ځوانانو او هم دټول افغان مسلمان ولس لپاره دشرم او پیغور لاره وي چې باید له داسې لارو څخه هرڅوک ځان وساتي .

نن چې داشغالګرو ځواکونو داشغال په مقابل کې افغان ځوانان له خپل دین او هیواد څخه ددفاع په لارکې له یرغلګرو امریکایانو سره په مقاومت لګیادي هالته يي هم داسې تاریخې سیالې  تري ګټلې چې ټول نړیوال ورته ګوته په غاښ دي .

سره له دې چې دافغان تش لاسي ځوانانو او نړیوالو مجهزو ځواکونو په دغې نا انډوله سیالې  کې په ظاهرې لحاظ هیڅ ددې امکان نه ترسترګوکیږي چې دغه تاریخې مسابقه دې دخالي لاسو غیرتي افغانانو په ګټه پایته ورسیږي ، خو دالله تعالی نصرت او دفغان غیرتي اتلانو دعزم ، ثبات  اوسرښندني له برکته همدغه ناشونی کار الله تعالی شونی او همدغو خالي لاسو خو باعقیده ځوانانوته یې په خپلو مجهزو خو بی عقیده سیالانو داسې بری ورپه برخه کړی چې خپله همدغه مجهز سیالان (امریکایان) هم ورباندې اعتراف لري .

په هرصورت !

دسهیلې آسیا په پای لوبې کې دافغان غیرتي ځوانانو بریا په ټول هیواد کې دافغانانو ترمنځ دملي وحدت او یووالي روحیه را ژوندۍ کړه ، نن په ټول هیواد کې له هر راز سیاسي ، تنظیمي ، سمتي او ژبني توپیر پرته ټول افغانان  دخپلو باهمته ورزشکارانو په دغه تاریخي بریاویاړي ،اوهریو دغه  تاریخي  بریادخپل ځان، خپل کور اوپه مجموع کې دخپل هیواد مشترک ویاړ بولي .

مونږ په داسې حال چې دخپل هیواد لپاره ددغو اتلانو اتلولي اوشاهکاري تقدیروو هغوئ ته په ټول ژوند کې دخپل دین ،هیواد او ولس دخدمت په لاره کې دلازیات توفیق غوښتنه کوو .

الله تعالی دي وکړي چې نور مو وطن داشغالګرانو له اشغاله آزاد ترڅوټول افغانان په همداسې روحیه دخپل وطن د ترقي ،کامیابي او هوسايي په لاره کې خپل ملي او اخلاقي مکلفیت  تر سره کړي .

په اخیرکې دي یوځلې بیا دافغان شازلمیانو دغه تاریخي بریاټولو هیواد والو ته مبارکه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د