افغانستان

صلاح الدين رباني: حکومت ولس سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير او د جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني پر خپل حکومت او چارواکو نيوکې کړي، چې ولس په کړو ژمنو کې پاتي راغلي دي.

د بهرنيو چارو وزير نن په کابل کې د جمعيت اسلامي په اړه شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د ملي يووالي حکومت په لومړي تړون کې ويل شوي وو، چې تر دوو کالو به اساسي قانون کې تعديل راځي او لويه جرګه به د ملي يووالي حکومت د راتلونکي په اړه پرېکړه کوي، مګر حکومت له دغې توافقنامې سرغړونه کوي.

له دې وړاندې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم پر حکومت نيوکه کړې وه، چې د ملي يووالي حکومت موده پای ته رسېدلې او حکومت بايد له دې وروسته لويه جرګه راوغواړي.

همدارنګه د سياسي اپوزيسيون حراست او ثبات ډلې هم پر حکومتي چارواکو نيوکې کړې وې، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ روان حکومت د ولس له هيلو او غوښتنو سترګې پټوي او د لويې جرګې د جوړېدو هوډ نه لري.

د حراس او ثبات يو غړي محمد عمر داودزي پر امريکا او نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د اوسني حکومت پر ځای دې د ولسي خوځښتونو ملاتړ وکړي.

مګر د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه‌پال بيا د صلاح الدين رباني څرګندونې ردوي او زياته يې کړه، چې حکومت ولس سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او د وخت په راتلو به خپلې «ټولې ژمنې» عملي کړي.

صلاح الدين رباني په خپلو خبرو کې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د روانو خبرو هرکلی وکړ، مګر زياته يې کړه، چې هر څوک سولې ته غاړه ږدی، بايد خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x