ورزش

ریال ماډرېډ د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه ریال ماډرېډ په پینالټي کې اتلتیکو ماډېډ ته ماتې ورکولو سره د یولسم ځل لپاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلې احتیاطي لوبه پیل کړه خو د وړاندې وینو خلاف د لوبې په لومړیو دقیقو کې سرخیو راموس د فرصت څخه په استفادې سره چې د افسایډ شک پرې کیده ګول په وهلو سره خپله لوبډله وړاندې کړه.

د لومړۍ نیمايي په پاتې شیبو کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول وهلو فرصت پیدا نکړ خو په مجموعي ډول ریال ماډرېډ له اتلتیکو ماډرېډ څخه غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د لوبې په دوهمه نیمايي کې د اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې طوفاني لوبه پیل کړه او د لوبې په لومړیو شیبو کې پنالټي ترلاسه کړه خو د ګریزمان ضربه د ګول له پایې سره ولګیده او لوبه مساوي نشوه.

د لوبې په پاتې شیبو کې هم اتلتیکو د ډګر غوره لوبډله وه او دوه ځلي د ریال په ګول يي حملې وکړې. ریال ماډېډ چې دفاعي لوبه کوله او غوښتل يي د لوبې پایله وساتي د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې د ګول وهلو فرصت ترلاسه کړه خو کریم بنزما د اوبلاک په وړاندې ماتې وخوړه او د ګول په وهلو بریالی نشو.

ریال ماډرېډ چې حمله کوونکې لوبه پیل کړې وه په ۷۷مه دقیقه کې یو ځل بیا د ګول وهنې فرصت ترلاسه کړه خو بیا هم توپ د اوبلاک لخوا کنترول شو.

یوه دقیقه وروسته اتلتیکو ماډرېډ د ګرت بیل ضربې څخه دفاع کولو سره د ریال ماډرېډ په ګول حمله وکړه او کاراسکو د ګول په وهلو سره لوبه مساوي کړه. اتلتیکو ماډرېډ کولی شو دغه لوبه وګټې خو د تورس ضربه له ګول څخه لږې فاصلې سره له ډګر څخه ووت.

تر پایه بل کوم ګول ترسره نشوه. لومړۍ اضافي وخت کې اتلتیکو ښه لوبه وکړه او څو خطرناکې حملې وکړې، ریال ماډرېډ هم کولی شو ګول ووهي خو د ګریت بېل حمله یو ځل بیا د اتلتیکو د دفاعي لیکې لوبغاړو لخوا بې نتیجې شوه.

دوهم اضافي وخت کې ټول لوبغاړي ډیر ستړي ول چې له همدې امله کوکه تعویض شو. د ۱۲۰ دقیقو په پای کې لوبه له ۱-۱ سره مساوي پای ته ورسیده او پایله پنالټي ته پاتې شوه.

په پنالټي کې یوازې خوان فران خپل فرصت له لاسه ورکړه چې له همدې امله د پنالټي پایله ۵-۳ سره د ریال ماډرېډ په بریا پای ته ورسیده او ریال ماډرېد د یولسم ځل لپاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x