کابل او دامریکایې دموکراسي دړ

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

محمد زمان مزمل

په افغانستان کې تېر نيم پېړیز ړوند سیاسي جریان هومره خلک و زدویل او د هر تنظیم او حکومت نه یې نا هیلي کړل چې هغوی د سیاست په دنیا کې دې ناهیلېو د یوې غوڅی مایوسۍ په درشل درولې چې د ډيری خلکو نه د دغو ډلو او سیاسیونو د ژغورولو لاره ورکه ده .

زمونږ په اند کاشکې د سیاست په دنیا کې هم دسمون لاب لاس کائناتي تور تونل وای چې دا هر څه یې داسې سره کوده کړي وای چې د ابد دپاره مو د دې تیرې نیمې پیړۍ بدې پیښي له یاده ویستلي وي .

مونږ واقعا په یو شارت مدار کې روان کړل شوی یو دلته سیاسي جریان د کابل د سیند د جوزاء په نرخ روان ده په کابل باندې قبضه کونکي یواځي ددې وطن بچیان دي ان که قبضی یې د شوروي یا امریکا په وسیله هم وي ولی نور همیشه د کابل د سره بد غوني کمربند شاته په رنګ رنګ تورونو تورن کیږي او ساتل کیږي.

په نړۍ کې زمونږ کابل د فلسطین نه وروسته یا مخکې د بل بد او مختورن ښار ریکارډ مات کړ .

منتهی په فلسطین کې ظلم د اسرایلو ابتکار و او په کابل کې دا ښاغلی رسم درنو خلقیانو او شوروي پلوه پرچمیانو پیل او بیا عالي قدرو مجاهدینو او طالبانو د دې بد رسم جنازه د دسامبر د ۱۱ مې پورې ناتو او امریکا ته وسپارله .

حقیقت دا دی چې ننۍ کابل د ظاهر خان د وخت  هغه نیمه انساني ژوند او د هغه ډيری ابتدایې رسم هم جارو کړ ، چا پکې د پلې ګون ډله ایزي مقبرې تاریخ ته خپل یادګار پرې ښود او چا پکې په کانتینرو کې خپل مخالفین وسوځول او ډيرو نورو پکې د خپلو مخالفینو په ککریو د میخونو یادونه پرې ښودل ، چا پکې د شوروي په سفارت کې د خپلو مخالفو مظلومي زنانه وي  ډله ایزي توقیف کړي .

هغه ورځي هم افغانستان ولیدلې چې جانس خلقي به پکې ویل ، نه ، مجاهدین په درواغو خپل وژل شویو ملګرو ته شهیدان وایې مونږ خپل وژل شوي د بوټونو سره خښوو او مجاهدین یې له کالیو او پکولونو سره خښوي د اخرت په ورځ معلومیږي چې په دوی کې څوک جنت ته ځي؟ .

وروسته چې امریکایان راغلل زمونږ شاړو وروڼو پکې په ټوله ساده ګۍ دا تاریخ ته پرې ښودله چې زوي یې د امریکایانو سره جهاد کوي .

تیر کال پکې د افغانستان د جمهور رئیس معاون دا ریکارډ مات کړ هلته چې په ټول غرور یې وویل چې ، چې په دې هیواد کې امریکایانو هم شهیدان ورکړي دي .

پرون مې واوریدل چې حقیار صاحب یې په دې بند ته وغورځاوه چې هغه پکې ملا اختر محمد شهید ته شهید ویلې دي او هغه یې یوه رډ سترګې ګستاخي ګڼلې ده .

مونږ په کابل کې د امریکایې دموکراسۍ په نسبي ازادۍ کې د امریکا او نورو شرارتونه یواځي د همدی نسبي بیان د ازادۍ په خاطر له یاده وباسو کله ، کله د همدی فضاء له مخې چې دلته د امریکا سره ملګرۍ ته جهاد ویل ګناه نه ده او دلته د اوچتي پایې مسؤلیېن د امریکا مړو ته هم شهیدان وایې مونږ هم د کابل په دې افسانه ايې نا پرسان کې دا جرأت کوو چې د ملا محمد عمر فاتحه واخلو او یا د حقیار په شان ځنې پکې ملا اختر محمد ته شهید ووایې او ځنې پکې د انجینر احمد شاه احمدزي په شان اسامه ته شهید و وایې .

کابل چې په اوس مهال د هیڅ تهذیب کوربه نه دی او هغه د ناټو د غړیو هیوادونو او د ګاونډیانو د بربنډو مداخلو او غلامانو ښار دی ولې پکې ځنې او په تیره د امنیت زړه تنګي چارواکي د چا او په خپله د خپلو افغانانو په ایماندارو خولو قلفونه او ځنځیرونه تړي او په تهذیبي لحاظ اظهارات او اجراءات پکې په هغه دړه اندازه کوي چې امریکایې ته پکې شهید ویلی شي ولې یو افغان ته پکې څوک دعا هم نشې کولای ، شهید خو یې هغه سزا په مخکې لري چې حقیار خوارکی یې پکې بند ته وغورځاوه .

کابل دغه د اسرائیلو د مظالمو دویمه بیلګه ښار چې هر څه پکې روا دي او هر څوک پکې ازاد دی دغه کابل نن د خلقیانو کابل بلکې د مجاهدینو او طالبانو کابل هم له خلکو هیر کړ او دا ټول په دې چې د ډیوډ  کامرون په روایت دلته پکې د نړۍ تر ټولو فاسد رژیم حکومت کوي او بیا هم د کرزي د بدې دوري وروسته دلته حالات نور هم په کږه روان دي .

دا چې په دې خاوره کې یو امریکایې ته شهید ویل روا شول او د تاریخ تر ټولو د لوي ائتلاف سره په جنګ کې اخته طالب مشر ته شهید ویل نا روا او د حقیار صاحب په شان زندان ته لویدل کیږي دا د هغه شرمیدلې کابل کارنامه ده چې له دې مخکې هر څوک پکې وشرمیدل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د