لوګر کې د اردو عسکرو ولسي وګړي ډبولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر مرکز ته څېرمه په علي خان او جمعه کلا سیمو کې د ملي اردو عسکرو لسګونه کلیوال ډبولي او ان هډوکي يې پرې مات کړي دي.

د يادو سیمو ډبول شوي وګړي او قومي مخور د دې ولایت ولايتي شورا ته د شکایت لپاره راغلي و.

د جمعه کلا اوسېدونکي عبدالرحمن ويلي چې مازیګرمهال يې په کور د اردو عسکر ور ننوتل، له پوښتنې پرته يې د کورنیو د غړو تر مخ دی تر کونداغونو لاندې ونیو.

د اردو عسکرو د عبدالرحمن غبرګ لاسونه ور مات کړي او ولايتي شورا ته د شکایت پر مهال يې دواړه لاسونه په غاړه کې پراته و.

د ګل رحمن بیا یو لاس په غاړه کې ځوړند و، هغه د علي خان کلي اوسېدونکی دی، دی وايي چې په کلي کې يې د طالبانو او عسکرو جګړه شوه، د ده په خبره ولسي خلک له ډاره هم د جګړې په وخت کې د باندې نه وزي، خو د اردو عسکر کورته ور ننوتي او لاس يې ور مات کړی دی.

قومي مشر محمد الله هم ورته څرګندونې درلودې، د هغه په خبره جګړه د طالب او عسکر تر منځ وي خو د اردو عسکر ولسي وګړي بې له کوم جرمه دومره ډبوي چې لاس او پښې يې ور ماتوي.

د لوګر د والي وياند هم په یادو سیمو کې د جګړې پخلی کړی خو د ولسي وګړو له ډبولو نا خبري ښيي، خو د ولايتي شورا مرستیال محمد قسیم خوشیوال وايي چې دوی به د خلکو شکایت تر ولایتي چارواکو ورسوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري ورته کړنې ترسره کېږي، ولسي وګړي شکایت کوي چې دولت له هرې جګړې وروسته غچ له ولسي وګړو اخلي، چې ښايي د دولت او ولس تر منځ یو څه پاتې اړیکي هم له منځه لاړې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د