افغانستان

د کندوز خلک د خپلسرو ملېشو له جنايتونو سر ټکوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): د کندوز خلک د خپلسرو ملېشو او نا مسوولو وسله‌والو له جنايتونو سر ټکوي او وايي، چې حکومت بايد د دغو وسله‌والو د مخنيوي له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وکړي.

د کندوز ولايتي شورا رييس امرالدين ولي وايي، چې د کندوز په ښار او ټولو ولسواليو کې د خپلسرو ملېشو او نا مسوولو وسله‌والو شتون د قتلونو، غلاوو، اختطافونو او نا امنيو ستر لامل دی.

د ولايتي شورا رييس وايي، که حکومت په جدي توګه د خپلسرو ملېشو د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته نه کړي، نو په ټول کندوز کې به د خلکو د ځورونې او قتلونو پېښې نورې هم ډېرې شي او بيا به خلک اړ وي، چې له خپل ځان څخه په خپله دفاع وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د کندوز په ګڼو سيمو کې د داسې پېښو شاهدان دي، چې زور واکي سلګونو وسله‌وال لري، خلک ځوروي، باج ترې اخلي، په وژنو او اختطافونو کې لاس لري او وسلې يې له کورنيو چارو وزارت او امنيه قوماندانۍ سره هم نه دي ثبت شوي.

د کندوز ښار يو اوسېدونکي ذکرالله امان زاده وايي، چې خپلسرې ملېشې د ښار په منځ کې د امنيتي ځواکونو په مخکې جنايتونه کوي او د مخنيوي يې څوک نه شته.

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت امنيت ورځ تر بلې خرابيږي او که حکومت د خلکو غوښتنو او شکايتونو ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی به اړ وي، چې خپلې غوښتنې او شکايتونه طالبانو ته وروړي.

د کندوز ښار ته څېرمه د چرخ آب سيمې اوسېدونکي وايي، چې درې ورځې وړاندې د خپلسرو ملېشو دوه ډلې سيمې ته راغلې، له خلکو يې په زوره عشر او زکات ټولاو، چې د دواړو ډلو په خپلو کې جګړه شوه، درې تنه په کې ووژل شول او يو بل په کې ټپي شو.

د کندوز خلک وايي، چې ځينې وسله وال حکومتي جوازونه هم لري، له دغو جوازونو ناوړه ګټې پورته کوي او د خلکو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګلباغ وايي، چې دوی ته هم دغه ډول شکايتونه رسېدلي او د دې پېښو د څېړنو لپاره يې کميسيون ټاکلی دی.

تېر کال سپمتبر کې، چې طالبانو کندوز ښار ونيو، د دغې پېښې پلټونکي پلاوي حکومت ته په خپل راپور کې ويلي و، چې د کندوز د سقوط يو مهم لامل خپلسرې ملېشي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x