افغانستان

هلمند: نهر سراج کې خونړۍ جګړې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې طالبانو پر ګڼو امنیتي پوستو له تېرې شپې راهیسې جګړه روانه ساتلې ده، چې لسګونو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ځايي امنیتي چارواکي وايي چې په نهر سراج کې يې د طبیلې لویې پوستې په ګډون درې نورې پوستې هم له ګوتو وتلي او د دې ولسوالۍ د اربکیانو او د همدارنګه د پاڅون کوونکو په نوم د دولت ملاتړې ډلې عمومي قوماندان وژل شوي دي.

د یادې لارې د پولیسو مشر عبدالستار نورزی وايي چې له ولایتي چارواکو يې د مرستې هیله کړې خو تر اوسه ځواب نه دی ورکړل شوی.

طالبانو هم په ياده ولسوالۍ کې د جګړې خبر ورکړی او تر اوسه يې د ۳۰ امنیتي ځواکونو د وژل کېدو ويلي دي.

د راپورونو له مخې جګړه اوس د لښکرګاه ښار ته څېرمه دو راهي سیمې ته رسېدلې ده او لا هم روانه ده.

طالبانو ویلي چې په ياده جګړه کې يې د شاول ماموریت ګڼې سیمې تر واک لاندې کړې دي.

ياده دې وي په هلمند کې دا جګړه د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته شوې ده، د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د نوي طالب له مشر ټاکل کېدو سره د هغوی جګړه ییزه روحيه غښتلې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x