افغانستان

هرات: د امریکایا پر قونسلګري باندي برید کي ۲۵ عسکر وژل شوي دي – طالبان

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن خبر ورکړ، چي نن ورځ سهار وختي د هرات په ولایت کي د امریکا پر قونسلګري باندۍ د طالبانو سرښندونکو عملیات پيل شول، چي له کبله یې ۱۳ تنه بهرنیانو او ۱۲ تنه د ملي اردو عسکر وژل شوي دي، او زیاتوي چي جګړه لا ادامه لري.

نوموړي وویل چي د ملي اردو عسکر هغه وخت ووژل شول کله چي هغوی غوښتل ودانۍ ته ور ننوزي، او هلته میشت بهرنیان وژغوري.

بل خوا د هرات امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صافي رسنیو ته ویلي چي د طالبانو سره د امریکا په قونسلګري کي جګړه پای ته ورسیده، او د امریکايي ځواکونو تر څنګ ایټالوي ځواکونو هم په دغه جګړه کي برخه واخیسته.

نوموړي وویل چي جګړه په درو زورورو چاوندنو سره پيل شول، لومړۍ دوې چاودني د قونسلګرۍ په دروازه کي او یوه چاودنه د ننه د قونسګلرۍ په انګړ کي وشول، او بیا وروسته جګړه پیل شول.

او زیاته یې کړه چي جګړه پای ته ورسیده، اوه تنه برید کونکي وژل شوي دی، او ورسره د قونسلګرۍ یو تن ساتونکی، او یو پولیس وژل شوي دي، او د یوه ژباړن په شمول د قونسګلرۍ یو تن ساتونکۍ او څلور پولیس ټپیان شوي دي.

نور انځورونه:

http://cache.daylife.com/imageserve/099G6dI5lM1Pz/1000x.jpg

 

http://cache.daylife.com/imageserve/0chV9R32tu6e6/1000x.jpg

http://cache.daylife.com/imageserve/00Dk7FP7BacrL/1000x.jpg

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x