د بغلان امنيتي چارواکي د پښتنو پر ضد «له تاوتريخوالي» ډک چلند کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): د بغلان ولايتي شورا استازي وايي، چې دغه ولايت کې جګړه نه ختمېدونکې ده او د ملي امنيت چارواکي د سیمې د پښتنو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او د طالب په تور يې زندان ته لېږي.

د بغلان قومي سپين ږيري او ولسي مخور وايي، چې د بغلان امنيتي ځواکونه، چې د مياشتې تر پايه کومه لاسته راوړنه ونه لري، نو بيا د دغه ولايت پښتانه د طالب په تور زندان ته لېږدوي.

د بغلان ولايتي شورا رييس شمس الرحمن بارکزي هم رسنيو ته ويلي، چې د بغلان نوي سلنه پښتانه د ملي امنيت په زندان کې پراته دي او ۶۸ سلنه يې د طالب او ترهګر په تور زندانيان دي.

د فريد احمد په نوم يو ۲۴ کلن ځوان وايي، چې شپږ مياشتې وړاندې له خپل کوره د سودا لپاره ښار ته راوتلی و، چې د ملي امنيت له لوري ونيول شو، فريد احمد کيسه کوي، چې په زندان کې يې له چارواکو پوښتنه وکړه، چې زه مو په کوم جرم بندي کړی يم؟ د ملي امنيت افسر راته وويل، چې «ته په خپل جرم نه پوهېږې؟ ته پښتون يې او دا ستا ږيره او پټکی د ترهګرو دي»

فريد احمد پوښتنه کوي، چې دې کې خو د ترهګرۍ او جرم څه نه ښکاري، نو د ملي امنيت کارکوونکی ورته وايي، ته هم مجرم يې، ستا پلار او مور هم مجرمان دي او هر څوک، چې په پښتو خبرې کوي، هغه ټول مجرمين دي.

فريد احمد زياتوي، چې نږدې سل تنه پښتانه بنديان ورسره په زندان کې وو، چې اويا تنه يې د طالب په نوم نيول شوي او په دوی کې ماشومان او سپين ږيري هم وو، چې په امسا ګرځېدل.

د بغلان ولايتي شورا غړی شمس الرحمن بارکزي هم منلې، چې امنيتي ځواکونه په لوی لاس د سيمې پښتانه د طالب په نوم وژني، زندان ته يې لېږي او ځوروي يې.

د ښاغلي بارکزي په وينا د امنيتي ځواکونو «توکميز چلند» ډېری ځوانان دې ته اړ کړي، چې د خپل ځان د دفاع لپاره د طالبانو ليکو ته ورشي.

د بغلان ولايتي شورا استازو او قومي مشرانو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ملي امنيت ولايتي مشر او اړوند چارواکي له دې ځايه بدل کړي او بايد څارنوالۍ ته معرفي شي؛ ځکه چې د دغو چارواکو کړنې د ځايي پښتنو پر خلاف دي او په لوی لاس غواړي، چې په هېواد کې توکميزو جګړو ته لمن ووهي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د