شعـــــرونه

سالار لاړو

عاکف مهاجر

هادستورو چې سالار وو سالار لاړو
زمونږ دزړو منصور سردار وو سردار لاړو

راته پریښي یې راڼه ستوري مشالونه
خپله هسکه غړی لاړو تر دار لاړو

دګلبڼ ګلان خفه ګلاب یې نشته
ګلاب دنګ دشهادت تر منار لاړو

امارت چې لکه شمعه پرې روښان وو
هم چې شپو لره سهار وو سهار لاړو

قرباني یې کړې قبوله پاک سبحانه
هاقربان شو ها دعشق په انګار لاړو

زه عاکف به یې تر مرګه کله هیر کړم
ګل رنګین بشر په وینو سینګار لاړو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x