نظــر

د فریبا احمدي د خوشي کېدو دلالتونه؟

څه موده وړاندې طالبانو د کابل د ولسي جرګې غړې فریبا احمدي په غزني ولایت کې ونیوله، په لومړي سر کې کابل ادارې نه منله چې ګواکي نوموړې دې نیول شوې وي، خو وروسته کیسې خپله ځان ډاګیز کړ.

د نوموړې له نیولو سره سم په طالبانو له هرې اخوا د انتقادونو بارانونه پیل شول، ګوره دا دي ښځه یې نیولې ده! دا د بشر دحقوقو خلاف عمل دی! د ښځو پر حقوقو تېری دی! د افغاني دود او کلتور تر پښو لاندې کول دي! ناځواني ده!

دا چې د نوموړې وکیلې نیول او بیا یې تبادله کول ښه کار و که بد، لاندې څو ټکي کولی شي په دې اړه د حقیقت په پېژندلو کې مرسته را سره وکړي:

۱ – په لومړي سر کې ډېری خلک په دې نظر و چې د ولسي جرګې د غړې نیول ښه کار نه دی شوی، په ځانګړي ډول هغوی چې له حقیقت نه نا خبره وو، ما خپله په لومړي سر کې کله چې دا خبر واورېد خوند یې را نه کړ، ما ویل سړیه ښځې څه کوئ چې نیسئ یې! خو کله چې حقیقت را څرګند شو پوه شوم چې کیسه د انګیرنو او ګومانونو پر خلاف ده.

۲- تېره ورځ مې چې کله د وکیلې خلاصېدل، خو د نورو مېرمنو په بدل کې، واورېد!! یقینا حیران شوم! ما ویل دا څه دي؟ نورې مېرمنې! څه ډول او چېرته؟! کله مې چې خبر پوره ولوست او بیا مې په دې اړه د طالبانو اعلامیه ولوسته! هک حیران شوم! او همدلته پوه شوم چې دطالبانو لخوا د وکیلې نیول او بیا يې په بدل کې د نورو میرمنو پرې را خوشي کول یو معقول او پر ځای ګام و؛ ځکه په دې کار سره هم خپله وکیله آزاده شوه او هم ور سره نورې مېرمنې آزادې شوې!

۳ – نوموړې پېښې وښوده چې طالبان تر بل هر چا زیات د ښځو حقوقو ته ژمن او کرامت ته یې درناوی لري، په دې سره یو ځل بیا ثابته شوه چې طالبان په حقیقت کې ټینګ غیرتي خلک، له انساني خواخوږۍ نه پوره برخمن، د اسلام د مبارک دین اصولو ته ژمن، او اصیل افغانان دي! هغه ښځې چې غرب پلوو بندیوانې کړې وې، حتی ځینې یې په شلو کلونو قید محکومې کړې وې، طالبانو را خلاصې کړې! اوس دې نو نړیوال قضاوت وکړي چې څوک د ښځو حقوقو ته ژمن او څوک یې حقوق تر پښو لاندې کوي!

۴- طالبانو کولی شوای د نوموړې وکیلې د خوشي کولو په بدل کې یې پيسې غوښتې وای، او یا یې د خپلو ملګرو د آزادېدو غوښتنه کړې وای، خو دا چې نه یې پيسې وغوښتې او نه یې دخپلو ملګرو آزادېدل وغوښتل، بلکې تر هڅه د مخه یې د ښځینه بندیانو آزادېدل وغوښتل د دوی د لوړ شهامت او ټینګ غیرت ښکارندويي کوي، او دا په حقیقت کې د ټولو هغو غربي او غرب پلوه تبلیغات کوونکو پر مخ یو کلکه څاپېړه شوه چې وايي طالبان ښځو ته درناوی نه لري، او یا د ښځو حقوقو ته ژمن نه دي!

۵- دغه تبادله د مجاهدینو لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه او لوی تاریخي ویاړ شو، فکر کوم دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې دا ډول تبادله تر سره کېږي، د یادولو ده چې که د طالبانو لخوا د کابل ادارې د پارلمان د غړې نیول د کابل ادارې لپاره یو لوی ګوزار و، خو بیرته خوشي کول یې تر نیولو زیات دروند او مرګونی ګوزار شو! ځکه په دې سره د کرزخیلو اصلي څېره نوره هم ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول افغان ولس ته ښه بربنډه شوه! تر اوسه چا فکر نه کولو چې نوموړې اداره به دومره کم ظرفیته وي چې د نارینه په جرم دې نور او هغه هم ښځینه زندانونو ته واچوي! او تر کلونو کلونو دې څوک نه پرې خبرېږي!

۶ – که څه هم چې د وکیلې نیولو زیاتره رسنۍ سختې په شور راوستې! خو د خوشي کولو خبر یې د نوموړو رسنیو لپاره دومره مستوونکی نه و لکه د نیولو خبر یې! او دا ځکه چې خوشي کولو یې له داسې څه نه پرد پورته کړه چې له یوې مخې یې د ټولو هغو سترګې ښکته کړې چې د ښځو د حقوقو نارې سورې وهي!

۷ – غرب چې شپه او ورځ د ښځو د حقوقو نغارې ډنګوي، ولې ددغه څلورو مېرمنو په اړه چې د کرزي ادارې نیولې او په زندان کې اچولې وې او د فریبا د نیولو له برکته را خلاصې شوې تر اوسه پټه خوله وو؟ کم تر کمه یوه ورځ یې هم ونه ویل چې دا مېرمنې ولې او د څه لپاره نیول شوې دي؟ دومره یې هم ونه ویل چې انساني او قانوني چلن دې ور سره وشي!

۸- هغه ټولنې چې ځانونه د ښځو د حقوقو ټیکه دارانې بولي، ولې تر ننه پورې په دې اړه ګونګۍ وې؟! د کابل اداره چې طالبان یې د یوې ښځې په نیولو پړه بلل ولې یې ددغو څلورواو نورو مېرمنو په اړه چې اوس هم کرزي خیلو په زندانونو کې اچولې دي څه نه ویل؟ زه په پوره باور سره ویلی شم چې له دې وروسته به هم په دې اړه له څه ویلو نیولې روژه ماته نه کړي! همدا رنګه هغه رسنۍ چې د فریبا احمدي د نیولو خبر یې په زور او زیر خپرولو اوس یې ولې د هغو نورو څلورو مېرمنو د راخوشي کېدلو په اړه له تفصیلاتو، تعلیقاتو او ملاحظاتو کلکه روژه نیولې ده؟!

۹ – غرب او کفار که درواغ وايي، پاک او سپېڅلي شعارونه د خپلو موخو لپاره کاروي، ګيله ځکه نه ده ترې په کار چې د انسانیت له دښمنانو پرته له دې د بل څه تمه کول معقول نه دي! دکابل اداره هم که د خپلو دوستانو په پلونو پل ږدي د تعجب ځای ځکه نه دی چې غرب جوړه کړې د همدې لپاره ده، که دغرب کړنې ونه کړي نو بیا به خوراک او څښاک له کومه کوي!؟

خو خبره د هغو رسنیو ده چې ځان ته خپلواکې وايي! خپلواکي داسې وي؟ که خبره د ښځو د حقوقو وي باید د هرې ښځې د حقوقو په اړه غږ پورته کړل شي! دا څه ډول عقلانیت او عدالت دی چې د یوې ښځې څو ورځې بندي کېدل دې ونه زغمل شي خو بل لوري ته دې بیا د نورو ښځو د کلونو کلونو بند په هکله په خوله مهر ولګول شي؟ْ!

۱۰ – له دې نه معلومېږي چې دا ډول رسنۍ هم له هغه ورخ نه اوبېږي له کوم ورخ نه چې د کابل اداره اوبېږي، په حقیقت کې دغه تاریخي تبادلې د هغو مظلومو مېرمنو د حقوقو په اړه د غږ پورته کولو ډېره ښه زمینه برابره کړه، چې په ګڼو ډولونو د غربیانو او دهغوی د خواخوږو له خوا کړول کېږي. خو که اوس څوک دومره جرأت وكړي چې په دې اړه غږ پورته کړي!

۱۱- په پوره باور سره ویل کېدای شي چې په لسهاوو نورې بې وسه او بې وزله مېرمنې به هم د غربي دیموکراسۍ تر سیوري لاندې د کابل ادارې د کرغېړنو زندانونو له ترحم نه په ډکه فضا کې د مظلومیت شپې او ورځې تېروي!

۱۲ – د کابل اداره دهغو څلورو مېرمنو د خلاصون په اړه بالکل غلې ده، کومې چې د تبادلې په ترڅ کې آزادې شوې، دا که اوس طالبانو نیولې اودوی را خلاصې کړې وای هلته به وو برګ اتڼ! خو اوس چې دوی بندي کړې وې او طالبانو را خلاصې کړې هېڅ نه وايي!

د کابل اداره که څه هم چې له سره تر پایه په فساد اودرغلۍ کې ډوبه ده، اخلاقا باید په دې اړه نړیوالو او ولس ته وضاحت ور کړي، چې دغه مېرمنې یې کله او په کوم جرم نیولې وې؟ شل کاله قید ولې، څه ډول او کومې محکمې ور کړی و؟

۱۳- تر ټولو د پام وړ دا چې څو ورځې وړاندې کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې د ښځو د زده کړې لپاره دې زمینه برابره او په دې اړه دې مرسته وکړي، اوس که پوښتنه ترې وشي چې په عام ډول د هر انسان لپاره د آزادۍ او که د زده کړې حق اړین دی؟

که طالبان د ښځو د زده کړې په اړه په بې پروايۍ تورنېږي، او دا جرم ګڼل کېږي، سره له دې چې طالبانو څو څو ځله دا خبره رد کړې، نو بیا هغوی چې په کلونو کلونو یې په زندانونو کې اچوي ديته باید څه وویل شي؟ د بشر حقوق؟ د ښځو حقوق؟ ددیموکراسۍ لاسته راوړنې؟

۱۴ – په دې خو ټول سره یوه خوله دي چې انصاف او عدالت د هرې انساني ټولنې د ملا تېر دی، او هر انسان وجدانا او اخلاقا په دې مکلف دی چې منصف او عادل و اوسي، تر څو چې په ريښتیني ډول د ریښتيني عدالت او انصاف لپاره کار و نه شي، د خان او ملک پر ځای د مظلومانو لحاظ او خاطر و نه شي، هېڅکله به ټولنې له آرامۍ او سوکالۍ نه برخمنې نه شي.

ایمل نوري

————-

د لیکوال نوري لیکني:
1. زه حقایق وایم، كه طالبان دا خبره کوي هم حقایق وايي! – همایون همایون

2. په بریتانیا کې د زیږې کرلو کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې!

3. د مصر د کودتاه په هکله د سعودي د۵۶ لویو علمای کرامو ګډه فتوی!

4. بریتانوي پوځیان په لارو کوڅو کې دروېزه کوي؟

5. عجب خوب !

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x