شعـــــرونه

نوی څاروان

عرفان الله عرفاني

زموږ د کاروان نوی څاروان زنده باد
د امارت ټول طالبان زنده باد

یو څو شېبې که خاموشي خپره شوه
بیا شو شور ځوږ غږ د آزان زنده باد

د لمر غروب سره بل لمر راوخوت
له ستورو ډک دا شین اسمان زنده باد

چې نړۍ وال کفر ترې سر ټکوي
د عمري لښکر فوځیان زنده باد

ساحل ته وصل یې کړه ډوبه بېړۍ
داسې غښتلی جاله وان زنده باد

همېش چې ګرځي بارودي لباس کې
د حق د لارې فدایان زنده باد

د عشق په راز بادې ډېر ښه پوهېږي
د پاکې مینې مجنونان زنده باد

له حماسُو له زلزلو نه ډک دی!
زمونږ غازي افغانستان زنده باد

ورباندې ټول کلی ښایسته ښکارېږي
د (عرفاني) ښکلی جانان زنده باد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x