خبرتیاوی او پیغامونه

د « ته ګټونکی یې» کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه

«ته ګټونکی یې» کتاب چې د بریالیتوب د ارواپوهنې مخکښ لیکوال شیو کهرا لیکلی پښتو ژباړه چاپ شوه.

کتاب افغان ژورنالېست شېرخان شهیر پښتو ته ژباړلی دی. « ته ګټونکی یې» کتاب په ۱۳ څپرکو او ۳۲۰ پاڼو کې پر سپین کاغذ او غوره صحافت د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی.

دغه کتاب تر پښتو وړاندې ۲۱ نورو ژبو ته ژباړل شوی او ۳،۳ میلیونه جلده پلورل شوی دی. په کتاب کې د بریالیتوب د ارواپوهنې پر مهمو موضوعاتو لکه بریا، پر نفس باور، د فکر پر بڼې او زموږ پر ژوند د هغې پر اغېز ګټور بحثونه شوي دي.

مینوال کولای شي دغه کتاب په مناسبه بیه له اکسوس کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx