شعـــــرونه

دا ته څوک وې پرهرژلیه

بلينډه بدرۍ

دا ته څوک وې پرهرژلیه
چې زمونږ د کور تر وره دې
خوڅې خوڅې ټټر راوړ؟

دا ته څوک وې پرهرژلیه
چې له کوم پلوه راغلې؟
نیمه شپه نری فریاد دې
لکه تندر د اسمان و
ما په زړه لاسونه ایښې
اروا وتې مې له تنه
په ادکې پسې ورسته
پل راښکلې درروانه
د ډیوې تتې رڼا کې
ته مې ولیدې له ورایه
تا و سر پرکاڼي ایښی
وینو کړې دې وه لاره
زما ادکه درمتۍ شوه
څه په ځار او اخ قربان ېې
ستا وسر ته زنګون کیښو
زه ډیوه په لاس دې پښو ته
ډکې سترګې وم ولاړه
تا زما د مور تر سترګو
خپلې سترګې کړې ورپورته
څه دې وې خو ویل دې نشول
حلق او ژبه دې وو نغښتي
د یوې دپې سلګۍ ورسته
تش دوه اوښکې دې له سترګو
په زخمي غمبورو لاړې
او زما د مور په سترګو
کې دې سترګې شولې پاتې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x