ادبي لیکني

دپښتو ورځ

رحمتي ګیلانوال
دجوزا اتمه نیټه دپښتو ورځ ټاکل شویده ،هرکال دریښتنو پښتنواوپښتوپالو له خوا لمانځل کیږي.
دوه الهامه راکوي یو داچي پښتو محکومه ده .دلوی ولس ژبه په خپل کورکي  ترینه اخستل شویده او اخیستل کیږي .
.
دوهم داچي موږهوښیاره وی چي په خپل هیواد کي موخپله مورنۍ ژبه موخواره او کمزوری ده ،دازموږبې غوري او ناتواني څرګندوي .دپیاوړتیا اوپاللو روحیه باید رامنځ ته کړو،نوي نسل او ځلمیان باید دغي ستونزی ته پوره پاملرنه وکړي.

دپښتو ژبي په هکله دهغو معلوماتو په اساس چي تاریخ کي ثبت شویدی له ډيروپخوا زمانوراهیسی ددې سیمي دخلګو ژبه وه پښتووه ، ویونکي پښتانه بلل کیږي. داهم عجبه او دپوره اند خبره ده چي داقوم دپښتون په نامه یادیږي، پښتو يې ژبه ده او پښتو یې قانون دي، که مبالغه نه وی دنړۍ نورقومونه داسی ځانګړتیا وي نه لري .چي په دې هلکه پوره غور او ځيړني ته اړتیا ده .

هر ملت او قوم چي نن ځانونه دژوند ترلوړومنارونو رسولي دي هغه ټول یې دخپلي ژبې دپیاوړتیا او دهغه دارزښت له درکولو سر ه ترلاسه کړیدی ،دنړۍ ټول ملتونه اوقومونه هلي ، ځلي کوي چي دخپلې مرنۍ ژبې دپیاوړتیا له لاری خپلو نسلونو ته دپرمختګ لاري پرانیزی .

که چیرته دپښتنو تاریخي بهیر ته ځيرشو نو دابه دتاریخ له پاڼو ترلاسه کړ و چي پښتنو ټول عمر له ناخوالو، کړاونو، ښکیلاک ګروسره دخپولاکي په  جګړوکي راتیر کړیدی ، ترنن پوری داحال روان دی .

کله چي دنړۍ سترو ښکیلاک ګروته په دغه خاوره کي دپښتنو له لاسه ماته ورکړله شو نو هغو ي دپښتنو خویونه اودژوند ټولي چاري ترغور او څیړني لاندی ونیولي، اخیر دې پایلي ته ورسیدل چي دپښتنو ځواک او پیاوړتیا ددوي په معنوي ارزښتونوکي ده چي ټول په پښتو کي راټول شوید ی او دپښتنوالي په نامه یادیږي . ددي ځواک دله منځه وړلولپاره یې هر ډول هلي، ځلی اودسیسې پیل چی ترنن پوری رواني دي .

دتاریخ په هرزماني پړاوکي افغان ملت د میرڅمنوله ډول ،ډول جګړو،دسیسوسره مخامخ شوی دجګړومیدانونه یې ګټلي او په دسیسو کي ښکیل شویدی .چي په وړاندي په میړانه دریدلي او دخپلواکي بیرغ یې تل او چت ساتلی دی .

دجګړودډګرونو له بایللووروسته ددي ملت د ځپلولپاره په نویو دسیسو او توطیولاس پوري کړ.له ډیرو څیړنو وروسته دې پایلي ته ورسیدل چي دپښتنوپه منځ کي دنفاق تخمونه وکري او دپښتوژبی دله منځه وړولوپه دسیسویې لاس پوري کړي . اخیر دې ته متوجه شول چي له دی ملت باید ژبه واخستل شی له هرملت چي ژبه واخستل شي هغه ملت پخپله له منځه ځي اوطبعی ځواک یې کمزوری کیږي  .مغلوپه ټول توان ددې ملت وهلو ته ملاوتړله ،دخپلو درباري نوکرانواودواکمني له امکاناتوپه ګټه اخستنی سره یې  له مسجد او دینی زده کړو څخه پښتو ټوله کړه .دغه لوبه ډیره پرمخ ولاړ او داخبر ه رامنځ ته شو ه چي پښتو ددزخ ژبه ده. ترڅو خلګ دپښتو له زده کولو ډه ډه وکړي ، دوهم یې داسی نکلونه او کیسي جوړی کړي چی دهغو له لاری دپښتنو ماشومانو ته دویري تلقین ورکړي چی داسی دیب وو، شاپیری وه لیوان ول او داسی نور ……….

دمغلو ددغو کړنو په وړاندي دپیرروښان غورځنګ رامنځ ته شو له پوځی مبارزوسره په څنګ کي یې دپښتوژبی دغوړیدولپاره هلي،ځلي پیل کړي پښتو کتابونه ولیکل شول .چي دغو کړنومغلو له ویري سره مخامخ کړل که چیرته پښتانه علم ،پوهه ترلاسه کړي بیایې ماتول له توان وتلی کار دی.

دپیرروښان دغورځنګ دځپلو لپاره یې جوړشوی پیران او نور په پښتنو کي خپاره کړل او غورځنګ یې له ماتي سره مخامخ کړ خودغورځنګ ریښوپه پښتونوکي ژوندله لاسه ورنګړبلکي په یوه نه بله بڼه راڅرګند شول . او ترنن پوری روان دی .

پردغه مهال چي پښتو له مسجد څخه ووتله پښتانه ددوی چلونو اوددسیسو پایلو ته متوجه شول ،  شاعرانو،ادیبانو او فرهنګ پالو دپښتو ژبي دژوندی ساتلو لپآره په شعرونو او کیسو ویلو پیل وکړ، دپیښور کسه خواني بازار چي دکاروانونو مرکز او تم ځای وو، پښتنو شاعرانوبه شعرونه ویل او کیسي به یې لیکلي ، ددغه کار ګټه داشوه چي له پښتنو سره دلیک لوست او کتاب ویلو روحیه رامنځ ته شوه، دمغلوپه وړاندي دپښتنو دیوالي اودپښتوژبی دپیاوړتیا روحیه دپیاوړتیا لوري ته وخوځیده. دمغلو له دغه حرکت سره ایران هم ملتیا وکړه دپښتنود لیکنوتاریخي اوادبي اسناد و دله منځه وړلو لپاره لاس په کارشول .چي دایران دغو دسیسو ترنن پوری هم دوام موندلي دی.

دانګریزانو له راتګ سره چي دپښتنو له سختو جګړو سره مخامخ شول او درې ځله یې ماته وخوړه دوي په ټول توان دغه کارته ملاوتړله ترڅو له دغه ملت څخه ژبه واخلي ،دوي پوهیدل چي ملتونه بې له خپلي ژبی ژوند نه شی کولای .

دمغلو لاره یې خپله او له دربار څخه  دهغي نمی پښتو ژبي دلری کولولپاره یی ملاوتړله او پښتو له ټولو دولتي ادارو څخه وغورځه وله شوه.د دربار، علم او تعلم له ډګرونو څخه له وتلوسره خپله کلیوته ولاړه او شفاهي بڼه یې غوره کړه.

ددغوټولو ناخوالو اوله پښتنو سره دښمنو دسیسو ته بیاهم پښتانه تسلیم نه شول دپښتو ژبی دپیاوړتیا او پرمختګ احساس پیاوړي کیدو دشاعرانو او لیکوالانو له خو ا دپښتو دزدکولو لپاره هلي، ځلي روانې او ګړندۍ شولي .

زموږ واکمنان په خټه پښتانه ول خو دپښتو ژبی سره یې هیڅ مینه نه وه یوازي دقدرت دساتلوپه فکر کي وو. ترداودخان پوري ټول واکمنانو یوه کلمه پښتو خبری نه شوای کولاي یوازی داودخان په پښتوژبه یو ه جمله زده کړې وه .

پردغه مهال دشاعرانو، لیکوالانوادیبانو فرهنګیانو په هلو، ځلودپښتو دزده کولو سره مینه ډیره شوه او دپښتو د پیاوړتیا لپاره مبارزی زور واخیست . ټول په دې اند ول ترڅو دربارته پښتو نه وې تللي پښتانه به له همدغو ستونزوسره مخامخ وي له علم پوهي اودژوند له کاروان څخه به شاته پاته وي.

دپښتو ژبي دپیاوړتیا ارمانونه او دپښتنو دراویښه ولو لپاره مبارزې او دپښتو لپاره دخدمت هلي ،ځلي راټولي شولي دافغانستان په تاریخ کي دلمړي ځل لپاره  د نورمحمد تره کي له واکمن کیدوسره دافغانستان ددربار رسمي ژبه پښتو شوه او پښتوژبه دربارته ننوتله .له بده مرغه پښتوژبی ته دغه سترخدمت هیچا هیڅ کله دسیاسی بدبینواو نوروعواملو له امله یا دنکړای شو.چي داستره جفاده .

دهغه مهال یو چارواکی وايي ما پښتومکتوبونه ولیکل او دراغلیو مکتوبونوځوابونه مي هم په پښتو ولیکل کله چي می ریس ته دلاسلیک لپاره راوړل هغه دونه وارختاشولکه داعدام تختې ته چي دریدلي وي .راته ویې ویل ولی دي پښتو لیکلی دي ،تراوسه چا په پښتو نه دي لکیلي ؟ زه یې نه لاسلیک کوم لاسونه مي پرې کیږی .که څه هم دی خپله پښتون ووماورغبرګه کړ ه چي زه به یې لاسلیک کړم.

کله چي مکتوبونه ولاړل، بیرته یې ځوابونه چی په  پښتوژبه  لیکل شوي   راغلل ریس حیران پاته شو. وروسته له هغه ده هم دپښتو لیک زده کولوته  ملاوتړله .

اصلي موخه له دغې بیلګي داده چي دلمړي ځل لپاره دنورمحمد تره کي له واکمن کیدواودروسانو تریرغل پوري ددرباررسمی ژبه پښتو شوه .چي له همدې امله فاشیستان وبلل شول او په ډول ، ډول نمونو تخریب شول،اونن چي هرڅوک  حتي په پښتو خبری وکړي پرمتعصبنو اوپردوپالو باندی دلیونتوب پیران راشی ،په اپلتو پیل وکړي ،تورونه پرې لګوي چي متعصیب او ……دی.

نورمحمد تره کي دواکمني پرمهال ټولي ویناوي او خبری په پښتو ژبه کړیدی .دژورنالیست دپوښتنی په ځواب کي چي ولي په دري خبری نه کوي وویل چي پښتوزمامورنۍ ژبه ده هرافغان حق لری په خپله مورنۍ ژبه خبری وکړي .

دوی پوهیدل چی دپښتنود تعلم او پیاوړتیا لپاره پښتو ژبه اړینه ده چي داولس له ستونزو راووځي .
له روسي یرغل بیا دطالبانو ترواکمني پوري په ټول توان دپښتو دځپلو لپاره په ښکاره ډول هلی ، ځلي کیدې ،په شعوری ډول له مطبوعاتو پښتوژبه ورو ،وروټولیدله .ترڅو پښتو ژبه په ټول کي دعلم، پوهي او زده کړي له ډګرووځی ،دمتعصبو کړیو له خوا په پښتو ژبه علمی او تاریخي اسناد ،کتابونه او لیکني له هرځای راټولیدې او له منځه وړل کیدي .پښتوژبي ته یې فاشستي ژبه ویله .

دپښتنو پرسیمو په اګا هانه توګه په بې رحمانه ډول درانه بمونه غورځيدل دپښتنو نسل وژنه پیل شوه ، پښتانه ووژل شی ، یا له وطنه وشړل شی ترڅو په اقلیت واوړی .چي ژوندۍ بیلګه یې له شمالي سیمو دپښتنو شړل او اوس هم له زورزیاتي سره مخامخ دی  .

په دغو اساسو اودپښتوپروړاندي کواښونکو شرایطوکي بیاهم پرپښتو مینو ځلمانواو باغروره پښتنو دپښتوژبي لپاره کارکاوواوهرډول ستونزوته یې اوږه ورکړې وه په بیلو ،بیلو ډولو نو یې دپښتوژبی لپاره خدمت کاوو .پښتوادبي ټولني رامنځ ته شوي دپښتنو لیکوالانو ،شاعرانو سره دیوه منظم حرکت دپیل روحیه رامنځ ته او ددوي ترمنځ دیوالي فضا له هرډول سیاسی توپیرونو رامنځ ته شوه.

دطالبانو دواکمني پرمهال پښتوژبه درباری شوه ،ددیني علومو او دینی کتابونو په پښتوژبه ژباړه کی سترګامونه پورته شول ،چي اوس هم دوطن پالونکودینی عالمانو له خوا ټو ل دینی کتابونه په پښتوژبه ژباړل کیږي او ددیني چارو په هکله علمي څیړنی په پښتوژبه ترسره کیږي چي له دې امله دپښتودینی برخه خورا بډایه شویده .

دغربي یرغل سره سم ددموکراسی ترنوم لاندی دپښتنو دوهلو،ځپلو او دپښتوژبی دکمزوري کولو  لپاره دسیمی داستخباراتوپه تحریک اومستقیم ملاتړ  کورنیو متعصبوپردي پالو کړیو په ډیره سپین سترګي سره دپښتنو او پښتوژبی اوادب پرضد په بې شرمانه ډول هلي ،ځلی پیل او یو ځل بیا یې په نوي ډول دپښتنو دله منځه وړلواو پښتوادب دکمزوری کولو لپاره انګریز ی پخوانی سیاست په نوې بڼه را څرګند شو.

له نیکه مرغه په ورستی لسیزه کی بیاهم  دتیرپه شان دپښتوژبي دپیاوړتیا هلي ،ځلي دولس له خوا ګړندۍ شوي او پیاوړي شويدي ،که څه هم دربارته یې په لاره کي خنډونه پراته او له درباروتلې ده .

پرپښتوژبه او ادب مینو وطن پالونکو پښتنو له خوا درسینو په ډګرکي له ټولو ستونزو سره ،سره بیاهم دپښتو ژبی اوادب دخدمت لپاره هلي ،ځلي رواني دي.

پښتو ژبي او ادب  دیني مدرسو او مسجدونوته  لاره کړیده او نوی نسل په ټول توان په هره علمي برخه، که پو هنتونونه او دیني مدرسي او مسجدونه دي دپښتوژبی او ادب دزده کولو روحیه پیاوړي شوې ده .

پښتانه تربل هروخت اوس په دې پوهیدلي دي چي دپښتوژبی له زده کړي پرته ددې ولس پرمختګ او له
ستونزو خلاصون ګران کار دی .

دپښتنو دزده کونکو دکورنیو له خوا له ډيرو هلو ،ځلو وروسته دکابل په ښارکي چي دټولو افغانانو کوردی په ځينو ښونځیو اولیسو کي دپښتو ژبي ټولګي پرانستل ، له بده مرغه چي یوازي په نوم ټولګي جوړ او تراوسه پوری یې نه ښونکي اونه دلو ست کتا ب شته چي دموراو میري چلند ورسره کیږي .

دلوړوزده کړو په وزارت کي خوتراوسه پښتوژبو محصلینوته په خپله مورنۍ ژبه دلوست اوزده کړي لپاره هیځ هم نه دی شوی چي پښتانه محصلین دزده کړو له ستونزو سره مخامخ دي .سره له دې چي اساسي قانونه امر کوي هر افغان ته په مورنۍ ژبه دلوست او زده کړي زمینه برابره شی ، دتعصب او بد بینی له امله داساسی قانون دا لارښونه ترپښولاندی شویده .

ملی شورا هم په دغه برخه کي پړه ده چي ویې نه شواي کولای په مورنۍ ژبه دلوست کولو لپاره زمینه برابره او داساسی قانون ددغي لارښوني دنه پلی کیدو پوښتنه وکړي .

یوولس هغه مهال پرمختګ کوي چي زده کړه او علم یې په خپله مورنۍ ژبه وی چی له بده مرغه له دغه مدنی حق څخه پښتانه(دافغان ولس اکثریت) بې برخي دی ددغو مدنی او قانوني غوښتنو دترلاسه کولولپاره په کارده چي هر پوهه او تعلیم لرونکي په خپله مورنۍ خوږه پښتوژبه لیکل ، لوستل ، او ویل پیل کړي . اوپه پښتوژبه دلوست لپآره دزمینی دبرابرولو لپاره هلي ،ځلي وکړي .دري زموږکورنۍ ژبه ده ورسره هیڅ ستونزه نه لرو خودولس دپوهاوي لپاره دپښتو ژبی پرمختګ ته ډیره اړیتاد ه .هرافغان ته په کار ده چي په دواړو ملی ژبوپوهاوي ولری .

په ټول دورخصوصا په ورستیو وختونوکي یوازی دشاعرانو او لیکوالانو په هلو،ځلو پښتوژبه ژوندي پاته د ه .
که دولت له پښتوژبی اوادب سره دمور میرې چلند کوي ولس ته په کار ده چي په خپلو مدني مبارزو سره دپښتو دپیاوړتیا پرمختګ لپاره په یوغږ په یوه مټ له هرډول سیاسی او نورو توپیرونو پرته یوازی دپښتوژبي لپاره په ګډه رغنده مبارزه وکړي .پښتوژبه تر دربارپوري ورسوي اوپه رسمي دولتي اداروکي وکارول شی او دپرمختګ په لاره کي پراته خنډونه لري کړاي شي .

دپښتو ژبی  او دولس دپرمختګ لپاره دهر ډول سیاسی تعصبونو ،بد نیتیو او بد ګمانیو مهال تیرشویده ، تروخت تیر اوزاړه افکار چي ذهنیتونه یې دپردو او ناپوهي له تورو تیارو ډک دي ،اوس هم غواړي دپښتوژبی دخدمت په لاره کی دقدرت دساتلوپه خاطرخنډونه واچوي ، او سیاسی مسایل رامخ ته کړي ،هرچاچي هرمهال پښتوژبی ته کار او خدمت کړیده موږته باید دمنلو او ستایلو وړه وه اوسی .او ملت یې باید ستاینه او قدر وکړي . دپښتوژبی ټولي ادبی ،فرهنګي ټولنو ، ادیبانو ،لکیوالانو ،شاعران .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

د پښتنو او پښتو ژبی. د پرمختګ مخه دا په نوم پښتونپالانو ‌‌‌‌‌‌ډب کړی مطلب می نشنلستان دی دا کوم چی هره ورځ دپښتو پښتو ناری وهی خو د پښتونولی څرک نه پکی معلومیږی . د نوموړو پښتونپالانو څخه یو هم د افغانستان پخوانی پاچا ظاهرشاه وو . ظاهرشاه د خپل وخت د ټولو نشنلستو پښتونپالانو مشر وو . د ظاهرشاه د زوی تخلص پښتونیار دی . دا پداسی حال کی چی د ظاهرشاه پښتو ژبه نه وه زده او نه یی کورنی په پښتو ژبه ږغیدای شوای او نه هم اوس د ظاهرشاه همعغه زوی چی پښتونیار تخلص کوی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

سادات صاحب السلام علیکم ! ستاسی تبصره ډیره خوندوره او په حقایقو ډکه او پټه وه ، کشکی د یوی لیکنی په ډول دی لیکلی وی ، تبصره ځینی وایی او ځینی یی نه وایی، ستاسی له دی تبصری معلومیږی چه تاسی د دی ملحدینو او غلامانو په اړه تردی هم زیات معلومات لری تر دی چه په دی تبصره کی ډیر حّ زما د پاره اموزنده وو زه مخکی خبر نه ووم ، مونږ هم په دی اړه وخت ناوخت لیکنی او تبصری لیکلی او لیکم یی ، ستاسی د خبری په تایید د همدغو ملحدینو له خوا به… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x