افغانستان

سرچېنې: حکمتیار د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): حزب اسلامي ته نېږدې سرچېنې وايي چې ګلبدین حکمتیار ګډحکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

ګلبدین حکمتیار چې ترې جلا شوي ښاخونه يې وړاندې تر دې په حکومت کې شریک و، د مۍ د میاشتې په ۱۶مه نېټه د سولې د عالي شورا سره د سولې هوکړه لیک نهايي کړ، د نوموړي حزب پر دې موافقه کړې چې اساسي قانون او د بهرنیانو اډې به مني، وسله وال به يې وسلې پر ځمکه ږدي او کولی شي د حکومت په امنیتي لیکو کې ځای پر ځای شي.

دغه تړون د سولې عالي شورا تر دې وړاندې نهايي کړی و او د حزب اسلامي مشر انجنیرګلبدین ته د نهايي کولو لپاره لېږل شوی و.

تازه راپورونه او حزب اسلامي ته نېږدې سرچېنې وايي چې ګلبدین حکمتیار له ګډحکومت سره د سولې په هوکړه لیک لاسلیک کړی او په یاد هوکړه لیک کې یې دوه درې تغیرات راوستي دي. سرچېنو دغه تغیرات د ملي وحدت حکومت پر ځای «د افغانستان اسلامي جمهوریت» لیکل او د اختلافي مسایلو د حلولو په موخه یو بل ضمیمه سند لاسلیک هم اړین ګڼلی دی.

د حزب سرچېنو له مخې دغه اختلافي مسایل د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش، د نوي حکومت ترکیب او د انتخاباتو د څرنګوالي اړوند مسایل شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x