نړۍ

په ملامنصور ډرون برید؛ د ټکسي موټرچلوونکي ورور د امریکا خلاف دعوه ثبته کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): د بلوچستان ایالت د نوشکۍ سیمې په هغه ډرون برید کې چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور سره یوځای یو بلوڅ ټکسي موټر چلوونکي هم و وژل شو، ورور یي د امریکا خلاف دعوه ثبته کړې ده.

د روان کال د مۍ د میاشتې په ۲۱مه /غبرګولي ۱/ د کندهار د ریګستان او د بلوچستان د نوشکۍ تر منځ سیمه کې د امریکايي ځواکونو یوه موټر په نښه کړ چې له کبله یې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور او ورسره موټر چلوونکی محمداعظم و وژل شول.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د ټکسي موټر چلوونکي ورور محمد قسم د خپل ورور د وژنې په قضیه کې د امریکايي چارواکو خلاف دعوه ثبته کړې ده.

د وژل شوي ټکسي چلوونکي کورنۍ وايي چې د نوموړي څلور بچیان وو او نوموړی د کورنۍ یواځينی کفیل و او دوی په دې قضیه کې عدل و انصاف غواړي.

د ټکسي چلوونکی کورنۍ وايي چې ورور یې خپل موټر چلولو او له طالبانو سره یې هېڅ اړیکه نه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ملا منصور د پاکستان له خوا نیول شوی او وژل شوی ، په هغه ګاړی کی هر څه او اور خوراک او د ناستو کسانو غوښی یی ټوټه ټوټه شوی مګر له کاغذه چوړ شوی پاسپورت او په هغه پاسپورت کی ویزی نه دی سیزول شوی ؟ دړسپټمبر د پیښی پاسبورتونو ته ورته وو ، لوی لوی بیمونه ( چه د ویلو کیدو د پاره یی څو زره تودوخی ته اړه وه ) ویلی شوی خو کاغذی پاسپورټونه پکی ژوندی او په نا سوی پاتی وو . اوباما او جان کیری د دی پخلی وکړو چه پاکستان او افغانستان په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x