
فکري روزنه (۳۵)
ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
همت
داسې نه ده چې له لومړي سر څخه فرض کړی شي چې همت کمزوری دی، لهذا نو لاس په لاس کيږدی او په ارام کينی، بلکه همت استعمال کړی او چې څومره زيات يې استعمالوی هومره قوي کيږي.
په دنيا کې اکثر داسې شيان دي چې څومره استعماليږي نو د استعمال په نتيجه کې کمزوري کيږي، مثلا لکه موټر، موټر چې څومره ډير چليږي هومره زر زړيږي او آن په آخير کې کباړ شي او بيخي ودريږي، يا لکه کور، په کور کې هم چې استوګنه څومره ډيره وي هومره زر خرابيږي، يا لکه رخت، رخت هم چې څومره ډير استعماليږي هومره زر زړيږي، ليکن يو شمير داسې شيان الله تعالی پيدا کړي چې څومره ډير استعماليږي هومره ډير قوي کيږي، لکه حافظه، له حافظې څخه چې څومره کار اخيستل کيږي په هماغه انداز پکې قوت پيدا کيږي، يو څوک دې دا فکر نه کوي که قرآن کريم حفظ کړم نو د بل څه يادولو لپاره به بيا ځای نه وي، داسې نه ده، بلکه په استعمال سره په حافظه کې قوت پيدا کيږي، همدا شان همت هم يو داسې شی دی چې انسان هر څومره همت کوي هومره قوت پکې پيدا کيږي.
تاسو ته د داسې لوړ همت او لوړې حوصلې لرل پکار دي چې د هغو کارونو کوم چې د عامو خلکو په خوب او خيال کې نه راځي د کولو کوشش وکړئ.
تاسو د خلکو په زړونو کې د همت رڼا پيدا کړئ او د هغوی ژوند روښانه کړئ.
که چيرته تاسو غواړی چې لويان او ماشومان ډير تعليم او ډير کار کولو ته اماده کړئ نو په هغوی کې د لوړ همتي ولوله پيدا کړئ.
په همت کې زندګي ده او په بزدلي کې مرګ.
دنيا د هغه چا ده په چا کې چې همت وي.
له عزم او همت څخه پرته د هيڅ قسم کاميابي تصور مه کوئ.
حضرت اميرالمومنين عمرابن الخطاب رضی الله عنه فرمايلي دي : زه زيار باسم چې کم همته نشم، ځکه ما له کم همتي څخه زيات بل هيڅ شى د انسان د وروسته پاتې کيدو لپاره نه دی ليدلی.
حضرت عمروابن العاص فرمايلي دي : انسان هغه ځاى ته رسيږي چې په کوم ځاى کې ځان غواړي، يعنې که د ځان عزت کوي نو لوړه مرتبه به پيدا کړي او که ځان ذليل او سر ټيټى کوي نو ذليل کيږي او ټيټه مرتبه پيدا کوي.
له همت څخه مراد دا ده چې خپل نفس لوړ وساتي، ځکه چې د زړه غيرت د مشرانو د همتونو په بناء منځته راځي، هغه خپل قدر او ځاى پيژني نو ځکه د خپل ځان عزت کوي، هيڅوک د چا عزت نه کوي تر څو چې هغه د خپل ځان عزت په خپله نه وي کړى، له خپل عزت څخه موخه دا ده چې د ذليلو او شرمنده خلکو سره ناسته پاسته ونه کړي او هيڅ يو داسې کار ونه کړي چې له هغه سره وړ نه وي او هيڅ رنګه عيب لرونکې خبره ونه کړي.
پوره همت او غيرت په بادشاهانو کې وي، الله جل جلاله په هغوى کې دغه غوره والى ايښى تر څو له هغوى څخه وزيران، واليان وغيره همت کول زده کړي .
هیله ده چی زما ایمیل اردس نشر نشی
له تاسی محترم څخه په درنښت سره هیله کو چی زما لینکی له کتنی وروسته نشر کړی
زما لیکنی به د اسلامی شریعت مطابق وی