نظــر

د نداپ (سیاف) محرم والی او نا محرم والی!

  په رښتیا هم چې لکل فن رجال، د هر فن لپاره خپل خپل خلک وي، نداپ کتابونه نشي لیکلی، تدریس نه شي کولی، لیک او لوست سم نه شي کولی، او عالم بیا نداپي نشي کولی، ډاڼدس نه شي وهلی. له همدې کبله کله چې نداپ کتابونو ته مخه کوي او عالم نداپي کوي یو یې هم سم نه شي کولی.

  تېره ورځ چې نداپ د مسعود د مړینې په کلیزه کې خبرې کولې، یوه نادره یې دا وکړه چې مجاهدینو نا محرمه ښځه ښکته کړې! د نداپ په ګومان مجاهدینو دومره ستره ګناه کړې چې د مسلمان پر خلاف له کفر سره، له یهودو او نصاراوو سره په څنګ کې له ودرېدلو هم ډېره لوړه ګڼاه ده!

له امریکایانو، انګریزانو، فرانسویانو، جرمنیانو، ايټالویانو، هندوانو، پنجابیانو او… سره د مسلمان پر خلاف له دوستۍ کولو هم ډېره لویه ګناه ده! د شیعه ګانو له وژلو او دهغوی په سر، مال او ناموس له تجاوز کولو نه هم ستره ګناه ده! له روسانو او کمونیستانو سره له جوړ جاړي کولو هم غټه ګناه ده! هغه روسان او کمونیستان چې د افغان ولس یو نیم ملیون بچیان یې شهیدان کړل! په ملیونونو یې مهاجر او له خپل ټاټوبي څخه وشړل! د هېواد کلي او ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل! او دا پنځه دیرش کاله چې افغان ولس له کومو ناخوالو ځورېرېږي دا ټول د روسانو او کمونیستانو له برکته!

په هر صورت، نداپ دې پېښې ډېر ځورولی چې مجاهدینو دده د پارلمان ملګرې نیولې وه! او دا ځکه چې مجاهدین خو د آغلې محارم نه وو! او دی چې په پارلمان کې ور سره ناست وي محرم یې دی! سره له دې چې مجاهدینو نوموړې ښځه له خپل ډېور او ور سره لوڼو یو ځای نیولې وه، نداپ به ګومان کړی وي چې کېدای شي مجاهدینو هم دده او دده د لنډغرو په څېر د ده د پارلمان ملګرې له لاس نه نیولې وي! چې دا شرعا ناروا کار دی! خو په حقیقت کې مجاهدینو د نوموړې وکیلې بسته موټر نیولی وو، په دې معنی چې دا له خپل محرم ډریور سره ناسته وه! او کله یې چې محفوظ ځای ته رسولې وه، هلته یې بیا د نورو مېرمنو په واسطه ساتلې وه، او ددې یو واضح دلیل دا دی چې خپله د نداپ ملګرو هغه میرمن ونیوله چې د نداپ د ملګرې په نیولو کې یې مرسته کړې وه، کومه چې بیا مجاهدینو د تبادلې په ترڅ کې را خلاصه کړه!

دلته څو ټکو ته اشاره په کار ده:

لومړی: د نداپ ملګرو چې په غزني کې کومه ښځه په دې تور نیولې وه چې ګواکي د پارلمان دوکیلې په نیولو او بیا ساتلو کې یې له مجاهدینو سره مرسته کړې وه، دغه ښځه د نداپ او د نداپ د ملګرو محرمه وه!  ځکه دا کار دنداپ د شریعت له مخې روا و، خو د نداپ ملګرې چې مجاهدینو نیولې وه دا ناروا وو ځکه چې مجاهدین یې محرم نه وو!!

دوهم: همدا رنګه هغه ښځې چې د نداپ ملګرو په کلونو کلونو په زندانونو کې اچولې دي دا ټولې د نداپ او دنداپ دملګرو محرمې دي او وي به ! ځکه خو یې هم نیول او هم زنداني کول ورته روا دي!

دریم: د کابل په پارلمان کې چې کومې ښځې  دنداپ خیلو تر څنګ ناستې وي او ښه سینګارونه یې کړې وي، دا ټولې د نداپ په شریعت کې جواز لري؛ ځکه چې دا ټولې د نداپ او ملګرو یې محرمې دي! او نداپ د هغوی بې پردې محرم دی!  خو کله که کومې یوې نداپ ته یوه ټونګه ور واچوله لکه ملالۍ جویا هغه بیا سمدستي له پارلمان نه ایستل کېږي، ځکه چې نامحرمه ده!

څلورم: د نداپ د ادارې په تلویزیونونو کې چې کومې نڅاګرې ناڅي، او سندرې وايي، دا ټولې د نداپ او ملګرو یې محرمې او نداپ او ملګري يې دهغوی محرم دي!  له همدې کبله نداپ په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کوي؛ ځکه چې دا ټول د نداپ په شریعت کې جواز لري! او ددې سوال نه پیدا کېږي چې په دې اړه دې د اسلامي شریعت حکم بیان شي!   بیا هم که څه مشکل وي نو له دې وجې هم روا دي چې نوموړې خو دنداپ او ملګرو يې سات ور تېروي! پام یې ور غلطوي! ځکه نداپ غریب شپه او ورځ د ولس بلکې ټول اسلامي امت په غمونو او دردونو کې د سوچ او فکر کولو  له وجې لالهانده او سرګردانه خیزونه وهي! نو آخر دومره خو باید جواز ولري چې یو څه پام یې غلط شي!

پنځم: نداپ قاضیانو ته حکم وکړ چې باید د زمریانو غاښونه وباسي! خو په دې نه پوهېدو چې د زمریانو غاښونه څوک ایستلی شي؟ ددې تر څنګ ښاغلي نداپ قاضیانو ته په دې اړه څه ونه ویل چې د ده د هغه زمري د غاښونو په اړه څه وکړي کوم چې په قندهار کې یې په یوه شپه کې ۱۷ ښځې، ماشومان او بوډاګان په خوب ویده ووژل او بیا یې وسوځول!  لازمه وه چې نداپ په دې اړه هم قاضیانو ته یو حکم کړی وای! که نور نه وای کم تر کمه دومره خو یې باید ویلي وای چې زما د امریکايي زمري او نورو ملګرو یې غاښونه ښه تېره کړئ! تر څو سم داړل وکړي!

زلمی هېواد وال

————————

د لیکوال نوري لیکني:

1. هېښوونکي معلومات: سيسي د یهودۍ زوی دی!!!

2. د سعودي خان او البرادعي د انصاف په تله کې!!

3. په قطر کې ددفتر پر سر له جنجال وروسته څه پېښ شول؟! نا ویلي حقایق!

4. سرتاج عزیز څه لوبه پیل کړې؟

5. د خوست د ماشومانو قاتل څوک شو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x