ادبي لیکني

د پښتو خدمت، په شعار که په عمل کيږي؟

فضل باري مشفق

نن د غبرګولي ۹ مه نېټه چې د مئ له ۲۹ مې نيټه سره سمون خوري د پښتو د ورځې په توګه هر کال پښتانه لمانځي.

هر پښتون دا ناره وهي چې مونږ پښتانه په خپلې پښتونولۍ ویاړو او دا په مونږ لازمه ده چې پښتو ته خدمت وکړو، مګر تر اوسه ډير کم داسې څوک پښتانه لرو، چې هغه دې په رښتينې معنا پښتو ته خدمت وکړي.

د نورو ژبو خلک لګيا دي خپلو ژبو ته ورځ تر بلې په پراخه کچه خدمت کوي او پرمخ يې بيا يي مګر پښتو لا هماغسې د شعارونو په ژبه پاتې ده او دعمل په ډګر کې يې پرمختګ نه ترسترګو کيږي،  پښتو چې کومې اړتياوې او نيمګړتياوې لري د هغو په پوره کولو او حلولو کې لاهم پښتانه غافل دي.

مونږ همدا نن ګورو چې په پښتني چاپيريال کې او يا هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هلته چې پښتانه ميشت دي، د پښتو د
ورځې د لمانځلو له پاره يې غونډې جوړې کړې دي، شعارونه يې ليکلي دي، او پښتو په بېلابېلو بڼو لمانځي.

خو پښتو په داسې حالت کې نه ده چې يوازې دې يوه ورځ او د لمانځلو په ورځ  مجلسونو کې د دريځ په سر ياده شې، او يادې هم په يوه ورځ ټول پښتانه د شعارونو په ژبه په پښتو او پښتونولۍ ځان قربان کړي او سبا ورځ بيا هيڅ نه وي.

که چيرته پښتنو په رښتيا سره د پښتو خدمت کولای، اوس به اړتيا نه وه چې د معلوماتو له پاره دې يو پښتون دې د يوې وړې مسئلې له پاره هم د نورو ژبو مراجعو څخه استفاده کړې وای، مونږ په علمي لحاظ ډير کم څه په خپله ژبه لرو چې لاهم په هغو زموږ اړتياوې پوره نه دي.

که عربي او انګليسي ژبې له پرمختللو ژبو وباسو ځکه چې هغه خو هسې هم نړيوالې ژبې دي، مګر نورې ډیرې داسې ژبې او قومونه شته چې په نړۍ کې يې نوم چا نه دی اورېدلی خو خپلې ژبې ته يې دومره خدمت کړی دی، چې ټولې اړتياوې يې ورپوره کړې دي.

د نورو ژبو خلکو خپلې ژبې ته تر دې بريده خدمت وکړچې خپله يې ياده کړه، مګر هڅه کوي چې په نورو قومونو او ملتونو هم خپله ژبه ياده کړي، زمونږ د هیواد ګاونډی چين هغه هيواد دی چې له مونږ سره په هرڅه کې متفاوت دي، مګر هغوی هڅه کوي چې خپله چينايي ژبه په افغانانو او نورو خلکو زده کړي چې دا هڅه حتماً د چين او چيني ژبي له پاره په ګټه ده، چې د همدې هڅو په ترڅ کې تير کال يو چينايي عالم پښتوـ چينايي قاموس هم وليکه.

زه دا نه وايم چې پښتو ته خدمت نه کيږي، خامخا کيږي، او روان دی ځکه چې که د استاد نور احمد ليوال او د نورو مخلصو پښتنو پښتو ته خدمت نه وای نن به مونږ په کمپيوټر او انټرنېټ کې پښتو نه درلوده او لا به هم نورو ژبو ته اړوو.

همدغه راز په «ګوګل» کې هم د پښتو ژبې د ژباړن  د اضافه کولو ګام هم د ډېرې ستاينې وړ دی او هغه پښتانه ځوانان چې په دې برخه کې يې په کلونو کلونو زيار ګاللی الله دې اجرونه ورکړي بالاخره يې ګټه ټولو پښتنو ته ورسېده او د روان زيږديز کال د فرورۍ په  ۱۸. نېټه پښتو هغه پښتو نه وه، مګر پښتو يو لوړ ګام مخکې ايښی و او د نړۍ له نورو ژبو سره سياله شوه.

په انټرنېټ کې د پښتو ژباړن اضافه کېدل د پښتو په برخه کې د روان کال تر ټولو لويه لاسته راوړنه بولم او هيله مند يم چې نور پښتو ته د شعاري خدمت په ځای عملي خدمت وشي ترڅو له يوې خوا خپلې ستونزې حل کړو او له بل لوري راتلونکي نسل ته يوه ښه پښتو ژبه وړاندې کړو.

زمونږ د پښتو يوه بله مهمه او د انديښنې وړ  ستونزه دا هم ده چې تر اوسه مونږ په دې نه يوو توانيدلي چې يو کره پښتو ليکدود ولرو، مګر ډير نوميالي پښتانه چې د پښتو د خدمت لاپې وهي هغوی پښتو ته دخدمت په ځای په پښتو کې نورې ستونزې هم پيدا کوي، چې د پښتو ژبې او ليکدود د لا خرابولي لامل ګرځي.

په پای کې يوه هيله

راځئ همدا سر له نن نه له ځان سره کلک هوډ وکړو، هر هغه پښتانه دوستان چې په پښتو ليکلو کې ستونزه لري املاء او انشاء يې سمه نه وي، په کره او ناکره پښتو کې د تشويش ښکار وي، هغوی دې هڅه وکړي، کوشش دې وکړي او د خپلې املاء او انشاء د سمون له پاره دې زيار وګالي او په کره پښتو ليکدود دې خپلې ليکنې وکړي، چې همدغې هڅې به دغه پښتون ليکوال ته دا ګټه رسولې وي چې لږ تر لږه که يې نوره وسه نه کيږي چې هغه خپل پښتو ليکدود خو يې سم کړی وي.

د کره او يو پښتو ليکدود د ترويج په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سعيده

اسلام ع
وخت مو په خیر هيله لرم چې جوړ او روغ واوسی زه غواړم چې دهغو اشخاصو په باره کې معلومات تر لاسه کړم چې پښتو ژبې ته یې په ټکنالوژي کې وده ورکړيده اوپه دې لار کې يې زييات خدمتونه کړيدي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx