
غزل: جانان خدرخېل
جانان خدرخېل
ــــ
څو چې ژوندی یمه پښتو به پالم
پښتون زلمی یمه، پښتو به پالم
پاکې ، پتمنې ، پښتنې ته وایم.!
درنه لوګی یمه ، پښتو به پالم.!
نورکه مې څه په وس پوره ندي خو
غـریب سړی یمه ، پښتو به پالم.!
لاخو له پښو نه غورځېدلی نه یم
لا ګــړنـدی یمه ، پښتو به پالم.!
تل به “جانانه” د غلیم سترګو کې
ازغی-ازغی یمه ، پښتو به پالم.!
ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۴