ورزش

د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې د حبیب بانک پر وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): نن د کرکټ بورډ پرمختايي او د پاکستان حبیب بانک لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې په ۵۶ منډو ماتې وخوړه.

د کرکټ بورډ پرمختیایي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. د حبیب بانک لوبډلې د امام الحق حیرانوونکې توپ وهنې سره په پنځوسو اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۹ منډې جوړې کړې.

د حبیب بانک لوبډلې لپاره امام الحق په ۱۴۵ توپونو د شلو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۸۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې لپاره فرید احمد ۳، جاوید احمدي ۲ او عبدالله عادل او رحمت شاه یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې په ۴۴.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۳ منډې جوړې کړې او د ۵۶ منډو په توپیر يي ماتې خوړه.

د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې لپاره جاوید احمدي ۱۲، عمران جنت ۶، حشمت الله شهیدي ۳۱، ناصر جمال ۴۵، طارق ۳، نجیب الله ځدران ۳۸، رحمت شاه ۵۷، افسر ځاځی ۱۵، شرف الدین اشرف ۱۹ او فرید احمد ۱ منډه جوړه کړه.

د حبیب بانک لوبډلې لپاره عثمان خان تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. عثمان خان خپل ۷.۲ اورونو کې ۳۰ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x