نړۍ

له ۷۰۰ زيات کډوال د روم بحيره کې مړه شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره «UNHCR»  وايي، چې په تېرو لنډو ورځو کې د ليبيا ساحل ته څېرمه اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتونکو څو بېړۍ ډوبې شوي او له اوو سوو زيات کسان په کې مړه شوي دي.

اروپا ته د پناه اخيستو په موخه دغه بېړۍ تېره چهارشنبه، پنجشنبه او جمعې په ورځ د ايټاليا په سويلي سمندرګي کې ډوبې شوي دي.

په پسرلي کې  اروپا ته د تلونکو کډوالو په شمېر کې پاموړ زياتوالی راغلی دی.

ايټالوي چارواکي وايي، چې يوازې تېره اوونۍ  د اروپايي اتحاديې پوليسو نږدې ديارلس زره کډوال له مرګه ژغورلي دي.

د يو اين ايچ سي ار وياند کارلوټا سمي وايي، چې تېره چهار شنبه د کډوالو بېړۍ د ډوبېدو له امله سل کسان ورک شوي دي.

د کډوالو نړيواله اداره وايي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ليبيا سمندري ساحل کې د کډوالو يوه بله بېړۍ ډوبه شوه، چې له امله يې د ۵۵۰ پناه غوښتونکو مړي ورک دي.

د يادې ادارې وياند وايي، چې د کډوالو درېيمه بېړۍ د جمعې په ورځ نسکوره شوه، چې په هغې کې ۱۳۵تنه ژوندي وژغورل شول او ګڼ نور په کې مړه شوي وو.

بل پلو د بې پولې ډاکټرانو نړيواله اداره وايي، چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې د مړو شوو پناه غوښتونکو شمېر له نهه سوو زياتېدای شي.

ايټالوي چارواکي وايي، چې په تېرو څو ورځو کې يې له ديارلس زرو زيات کډوال له مرګه ژغورلي دي.

په دغو کډوالو کې د عراق سوريې او نورو هېوادونو تر څنګ د افغان پناه غوښتونکو شمېر هم د پام وړ دی او هره ورځ په زرګونه ځوانان په هېواد کې د بې کارۍ او خراب اقتصاد له امله دغو هېوادونو ته مخه کوي.

له افغانستان څخه له شاوخوا يوه کال راهيسې اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو شمېره په بې سارې توګه زياته شوې ده.

له سوريې وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې ګڼ شمېر وګړي يې اروپا ته د پناه غوښتلو په موخه سفر کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د روان کال د مې د مياشتې په يوه راپور کې ويلي وو چې په پنځو مياشتو کې (۱۸۱۷) افغان پناه غوښتوتکې اروپا ته د تګ پر مهال په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

ورک شوي کډوال

د منځني ختيځ، افغانستان او افريقا هغه اتباع، چې اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتو په موخه ځي، ګڼ يې په لارو کې د مرګ کومي ته غورځي او زرګونه نور يې په اروپا کې ورک شوي دي.

له لندنه خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې ليکلي، چې د منځني ختيځ، افغانستان او افريقا له جګړو د تښتېدلو کورنيو زرګونه ماشومان په اروپا کې ورک شوي دي.

ګارډين د المان کورنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ليکلي، چې د دوی د معلوماتو له مخې يوازې تېر کال راهيسې په دغه هېواد کې له شپږ زرو زيات ماشومان ورک شوي او دوی داسې اندېښنې لري، چې دغه ماشومان به د مجرمينو او انساني قاچاق وړونکو ډلو لاسو ته ورغلي وي.

د المان کورنيو چارو وزارت زياتوي، چې، د دغو ماشومانو ډېری يې له سوريې، افغانستان، ايريتيريا، المغرب او الجزاير څخه راغلي او له پنځه سوو زيات يې له څوارلس کلنۍ کم دي.

د ګارډين په وينا، د ورکو شوو ماشومانو باوري شمېر لا هم نه دی معلوم او نه اروپايي چارواکو سره د دغو ماشومانو کره شمېر ثبت دی.

ورځپاڼې ليکلي، چې کېدای شي ګڼ ورک شوي ماشومان د غلو او مجرمينو لاسونو ته غورځېدلي وي، زرګونو ماشومانو د پوليسو له لوري د نيول کېدو له وېرې خپل ځانونه هم نه دي ثبت کړي او دغې ستونزه د ټولې اروپا په کچه اندېښنې راپارولي دي.

الماني چارواکي هم وايي، چې د زرګونو ماشومانو د ورکېدو موضوع د اندېښنې وړ ده او په دې اړه د اروپايي هېوادونو همغږي هم نه شته.

ګارډين د راپور په پای کې ليکلي، چې د ټولې اروپا په کچه نږدې لس زره ماشومان ورک شوي او چارواکي دا اندېښنه لري، چې ډېری دغه ماشومان به د مافيايي کړيو او غلو لاسته ورغلي وي او کېدای شي په راتلونکي وخت کې د اروپا امنيت لپاره ګواښ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x