ادبي لیکني

د پښتو د ورځې په پار

مولوي عبدالرحمن هوتک

د بل ژبه زده کول که لوی کمال دی –  خپله ژبه هیرول بې کمالي ده

د پښتو دنړیوالې ورځې په پار ګڼو دوستانو دخوښۍ او مبارکۍ پیغامږنه خپاره کړي، مګر زه ئې دمبارکۍ پر ځاي، پر بده، له یاده وتلې او د ژوند د ټولو ډګرونو څخه پر ټیل وهل شوې ورځ باندې د خفګان او مایوسۍ اوښکې تویوم.
دغه خوږه او تاریخي ژبه چې زرګونه کلونه لرغونتیا او اصالت لري او اوسمهال د شاوخوا اتیا میلیونه وګړو ژبه ګڼل کیږي، په سیمه کې دبلې هرې ژبې په پرتله زیات اصلي ویونکي لري او د نفوس له مخې بله هیڅ ژبه سیالي نشي ورسره کولی، مګر د کار، علمي پرمختګ او ودې په ډګر کې، تر ډیرو کمزورو ژبو هم شاته پاتې شوې او له په ګڼو مواردو کې له دغې خوږې او جنتي ژبې سره، تربل هرچا وړاندې پخپله دهغې د ویونکو له لورې، د دوزخي ژبې سلوک شوی او دغه لړۍ لا بیا هم پخپل ټول قوت سره ادامه لري، چې زه ئې لاندې یو څو مواردو ته په لنډه توګه ګوته نیسم:
۱ دسیاست په ډګر کې: د اعلحضرت شاه حسین هوتک له عالمانه دربار پرته، په تیرو درې سوه کاله پښتونشاهي کې، دغې ژبې د دربار د اصلي ژبې مقام ندی موندلی او دغه لړۍ اوس هم له درباره رانیولې، تر یوه معمولي مدیر پورې دوام لري، ډیری پښتانه چې کله کومې څوکۍ او مقام ته ورسیږي، خپل مادون او مافوق دواړو ته پخپله ژبه نه خبرې کوي، نه څه ورته لیکي او نه څه ترینه اوري، یواځې هغه وخت له ځانه کلک پښتون تراشي، چې بیکاره پاتې شوی وي، پدغسې یوه حالت کې له نوروڅخه داسې تمه کول چې ستا ژبه درسره ووائې، یایی زده کړي او یا کوم خدمت ورته وکړي، هسې یو خوب او د ځان خطا ایستل دي.
۲ په علمي ډګرکې: پښتنو تل په نومونو او شعارونو پسې ځغستلې، دپوهنتون، پوهنځۍ او ښوونځۍ پر نومونو سرونع ماتوي، خو دیته هیڅ اهمیت نه ورکوي چې پخپله ژبه تعلیم د هرچا حق او مونږ ولي له دغه حق څخه محروم یو؟ آن تر دې چې استاد به هم پښتون وي، ورته ناست شاګردان به هم ټول یا اکثر پښتانه وي، خو درس به په پښتو نه وي؟ څو کاله وړاندې په ښونځیو کې دپښتو او درې صنفونه بیل شول، مګر په هماغو پښتو صنفونو کې اوس اکثره هغه استاذان پښتو درس ورکوي چې پښتو ئې اصلي ژبه نده، ځکه چې پښتون لالا یا درس نه وایی چې استاد شي، یا د استادۍ په تور د مرګ له ګواښ سره مخامخ کیږي او کومو چې ویلي وي، هغوئ بیا د لوړو معاشونو په لټون د موسسو د نورو ادارو دروازې ورټکوي.
۳ په رسنیز ډګرکې: لومړی خو له لویه سره، دومره پښتو چاپي، صوتي او تصویرۍ رسنۍ شته نه، کوم چې شته دهغو لومړی خو کیفیت، مواد او منځپانګه ددې کافي ندي چې د ژبې ودې او پرمختیا ته پوره پام لرنه پکې شوې وي او پر دې هرڅه به سم نیمی په بله ژبه وي، دا پداسې حال کې چې دده په څنګ کې به لسګونه داسئ رسنۍ شتون لري چې دده په ژبه یو ټکی نه کازوي، ددې مطلب دا ندی چې هغوئ ولې پښتو نه کاروي، بلکې موخه داده چې پښتانه ولي دا احساس کوي چې د دوئ خپله ژبه کافي نده او داتیا میلیونه وکړو په منځ کې دومره خریدار نلري، چې دده علمي، فرهنګي یا تجارتي فعالیت پرې وچلیږي؟
۴په قرهنګي او تکنالوژیک ډګر کې: پښتنو شعر، لنډو کیسو، نکلونو، تاریخ او زړو بابولالو ته ملاوې تړلې، دمعاصرو علومو، پرمختاوو، ساینس، تخنیک، نویو اکتشافاتو او آن د دیني او اخلاقي اړتیاوو په برخه کې یې هیڅ کار ندی کړی او که کړی یی وي نو نه یواځې د نورو بلکې ددغې ژبې د اصلي ویونکو هم لس سلنه اړتیاوې نشې پوره کولی.
که ګوګل ته سر ورښکازه کړئ، نو په نورو ژبو به په هره موضوع کې په سلګونو سرلیکونه، په یو کلیک ومومئ، خو په پښتو به یا شئ ونه مومئ او یا به د کوم اخبار، کنفرانس یا دغسې اثر کومه ټوټه مخې ته درته راشي، ډیر داسې لیکوالان او مولفین پیژنم او شته دي، چې پښتانه دي، خو لیکنې او کتابونه یی آن په انګلیسي، عربي، دري او نورو ژبو لیکلي خو پخپله ژبه یی هیڅ نه وي، لیکلي، ځکه پر هغه باندې یا خو دې ویرې غلبه موندلې چې ژبه یی کافي نده، یا کوم خریدار نشي ورته موندلی او پوهیږي چې که پښتو یی ولیکي، پښتانه کتاب نه لولي، هسې به تر دوړو لاندې وي، یا یې د چاپ لپاره دومره پښتون نشې موندلی چې مالي مصارفوته یی ځیګر وټکوي او یا که کوم تحقیق کوي، پخپله ژبه کې هیڅ منابغ نشي ورته موندلی، مجبور دی چې له نورو ژبو یی را وژباړي، چې دا تحربه پخپله پر ما تیره شوې، نو غوره یی وګڼي چې په هماغه ژبه یی ولیکي.
په ټولنیز ډګرکې: هم پښتانه پدغو ټولو ناروغیو اخته او ددې احساس کوي چې دده خپله ژبه کفایت نکوي، لسګونه پښتانه به سره یو ځای وي، یواځې یو تن به د بلې ژبې ورسره وي، خو دوئ به ټول یواځې دهغه لپاره خپله ژبه پریږدي او له هغه سره به په ماته کوډه لهجه، دهغه په ژبه خبرې کوي، پښتون به پښتون دکاندار، ټیکسي وان او داسې نورو ته پخپله ژبه خبرې نکوي، آن تر دې چې دخپل په دروازه ټکولو به ئې خپل پښتون اولاد ترینه پوښتي چې: کیستي؟
کومو پښتنو نارینه ؤ چې له نا پښتنو میرمنو سره ودونه کړي، اولادئې په مطلق ډول خپلې ژبې ته شا اړولې، په کرار کرار ده هم شا ور ګرځولې او لمسیانو خو یی له سره یو ټکی هم ندی زده کړی، مګر کومو نا پښتنو سړیو چې له پښتنو میرمنو سره ودونه کړي، نه یواځې دا چې ده او اولادئې خپله ژبه ساتلې، بلکې پښتنې میرمن یی هم ډیر ژر خپلې ژبې ته شا اړولې او پدې توګه دغه خوږه ژبه هر ځای کړیدلې او تر بل هر چا په زیاته کچه د خپل اولاد د بې وفائې ښکار شوې ده.
اوس ووایاست چې ژبه مو کمزورې، که پخپله پښتانه کمزورې دي؟
ایا یواځې مبارکۍ، شعارونه او نومونه، مو ژبه د سیالانو سیالولی شي؟
له بل چا هیڅ ګیله مه کوئ، هیڅوک ستاسو په ژبه دومره ندی ملامت، لکه څومره چې پخپله پښتانه په ملامت دي، کلع چې پخپله پښتانه دهغې په ویلو او لیکلو شرمیږي، یا بیریږي او یایی کافي نه ګڼي، له نورو څه ګیله کوئ او څه حق ورباندې لرئ چې ستاسو په ژبه خبرې یا لیکنې درته وکړي؟
تر څو چې پخپله پښتانه په پورتنیو او دغه ډول نورو مواردو کې، پخپله پوره پام، کار، څیړنې او هلې ځلې ونکړي، یواځې په شعارونو او نومونو ئې هم والله که سره شل کړي، همدا به مو حال او هم دا لوبه به روانه وي.
یادونه: پورته لیکنه د نورو ژبو یا دپښتو د هغو لیکوالانو پر خلاف نده، چاچې پدغه لاره کې لږ او ډیر قلم یا ژبه خوځولې وي، ټولو ژبو او پدغه لاره کې دهر عالم، لیکوال، ادیب، شاعر او نورو پوهانو هر ډول هڅو ته په پوره درناويؤ دلته یواځې ددې هڅه شوې چې دستونځئ اصلي ریښه او د پښتو د ودې په وړاندې پر پرتو خنډونو یو ځغلنذ نظز وښيؤ هیله ده پرچا بده پرې نه وزې او دځوان کهول د ګټې او پوهاوي جوګه وګرځي.
بریالي اوسئ.
ورور مو: هوتک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x