روسو؛ له دربدرۍ تر شهرته

ژباړه: امین پاچا

ژان ژاک روسو د اتلسمې پېړۍ یو پېژندل شوی فرانسوي فیلسوف، او تفکر لرونکی لیکوال و. دی له یوې شتمنې کورنۍ څخه و؛ کله چې په فرانسه کې د پروتستانو عام قتل پیل شو، دی سویس ته وتښتېد. دغه ښار د کالوینیستانو د تفکر اصلي مرکز و. روسو د ژنو د حکومت یو له لویو طرفدارانو څخه و، د ده افکارو د ژنو پر تفکر زیات اغېز وکړ. د روسو زیاتره اخلاقي زده کړې له ټولنیز او کورني ژوند سره تړلې وې. دا ځکه چې روسو خپله مور په ماشومتوب کې له لاسه ورکړې وه او د ده پلار چې لاسي ساعتونه به یې جوړول، د ده روزنې ته کومه خاصه پاملرنه نه درلوده. ده غوښتل د ډانس ښوونکی شي او له دې دندې سره یې ډېره مینه هم درلوده، خو ژنو کالوینیست چې د ده له نږدې ملګرو څخه و د دې دندې د مخنیوي په پار یې خورا سخت قوانین وضع کړي وو.

روسو له خپل پلار څخه د ویاندویۍ په برخه کې ډېر څه زده کړي وو، ځکه چې د ده پلار له ادبیاتو سره خورا زیاته علاقه درلوده او هره شپه به یې ژان ژاک روسو ته افسانوي پېښې او داستانونه تعریفول. دې زده کړو د روسو په تحلیل او ادبیاتو کې ډېر رول ولوباوه،  دی خپله په دې اړه لیکي: «له دې روش سره په ډېره کمه موده کې نه یوازې چې کتاب ویل او په هغه پوهېدل راته ساده شول، بلکې د انساني پېښو په اړه مې لید لوری دومره لوړ شو چې پرتله یې زما لپاره ډېره عجیبه وه. موضوعات مې په بشپړه توګه نه شوای درک کولی، خو احساس کولی مې شوای، دا ټول احساسات د دې لامل شول، څو د ژوند عاطفي اثرات پیدا کړم».

د روسو ژوند له ډېرو سختیو سره مل و، پلار یې هغه یوې بلې کورنۍ ته وسپاره، خو دې کورنۍ دی یوې بلې کورنۍ چې د کشیشي په نامه وه وسپاره او هغې کورنۍ د ده روزنه وکړه. دی د یو څه مودې لپاره د څارنوالۍ عریضه لیکونکی شو، وروسته له هغه د ګراورساز شاګرد شو. روسو ډېر غوسه ناک او بې رحمه انسان و او هره ورځ به یې ژان په کتک وهلو، د مارچوبې په بدل کې به یې مڼې ترې غلا کولې، روسو له ده څخه په ماشومتوب کې غلا او دروغ ویل زده کړل. ده تر دېرش کلنۍ پورې واده ونه کړ، یو څه وخت یې د یوې شتمنې ښځې شا ونیوه او له هغې څخه یې سره زر غلا کړل. وروسته له یو څه وخته کشیشي دی یوه بل ښار ته یووړ او هلته یې د (مادام دو وارن) په نامه یوه بل کس ته ور وپېژانده، روسو د دې سړي په مرسته یو لوی کتابتون جوړ کړ، په دې کتابتون کې ده د افلاطون جمهوریت ولوست او دې کتاب د ده په سیاسي لیکنو او سیاسي تګلاره ډېر اغېز وکړ.

د روسو اثار او مقالې

د روسو په ژوند کې د ده علمي پرمختګ هغه وخت پیل شو چې ده یوه مقاله «په اخلاقي هنرونو او علومو خبرې» په نامه ولیکه او وروسته یې دا مقاله یوې سیالۍ ته وړاندې کړه چې په ترڅ کې یې روسو لومړی مقام خپل کړ. ده په خپله مقاله کې استدالال کړی و چې د علومو او هنرونو په پرمختګ سره انسان له طبعي وضعیت او اخلاقیاتو څخه لرې کیږي. د ده دویمه مقاله «د انسان د نابرابرۍ په اړه خبرې» په نامه لیکل شوې وه او په سیالۍ کې یې کومه جایزه هم تر لاسه نه کړه، خو تر لومړۍ مقالې ډېره ښه وه. یو کال وروسته د (دېدرو) په غوښتنه روسو یوه بله مقاله « سیاسي اقتصاد» تر عنوان لاندې ولیکه. د دې مقالې په لیکلو سره په پاریس ښار کې د خلکو ځای نه کېده او هغه کسانو چې دی یې شړلی و، ده ته به یې بد ویل هغوی د ده مخې ته راغلل. روسو چې د طبیعت له ښکلو صحنو او لمر لیدو څخه خوند اخیست، بنا د پاریس له ډک ښار څخه ووت او له ښار څخه بهر د ارمیتاژ په نامه یو قصر ته لاړ.

روسو دری مهمې مقالې د رمان ژولي یا هلوئیزنو تر نامه لاندې په ارمیتاژ کې د اوسېدو پر مهال ولیکې. دا چې په ارمیتاژ کې د ده حالت ښه نه و، خو بیا یې هم مقاله لیکلو ته دوام ورکړ. د کورسیکا د اساسي قانون طرحه، د لهستان د حکومت رساله، ویل او اورېدل، د یو کس د یوازې تګ خیالات، کمدي نارسیس، د دلامبر د تئاتر په اړه نامه او کوهستان هم د ده له مهمو اثارو څخه شمېرل کیږي. د ده تر ټولو پېژندل شوی کتاب په کال ۱۷۶۲ کې د ټولنیز قرارداد (the social contract ) تر نامه لاندې چاپ شو. دا کتاب په دغه مشهور عبارت سره پیل شوی: «سړی خپلواک وزږېد او هر ځای به بند کې وي» روسو په کال ۱۷۷۸ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

سیاسي فکر

د روسو سیاسي فلسفه ډېره پېچلې ده، د ده لیکنې تر ډېره بریده لنډې دي. دی په خپلو دوه ویناوو کې په دې باور دی چې انسان لومړنی معصومیت له لاسه ورکړی او فاسد ژوند ته یې مخه کړې. سیاسي اقتصاد او ټولنیز قرارداد د روسو د رښتینو طرحو ښکارندویي کوي. روسو د فردي خپلواکۍ غوښتونکی و. ده هڅه کوله چې فردي خپلواکي او د دولت واک یو له بل سره ګډ کړي او په ټولنه کې فرد او دولت یو د بل بشپړوونکي وګڼي.

 

دوه ویناوې

روسو په دغه دوه مقالو کې ویلي چې د هنرونو او علومو له پرمختګ سره انسانان د فساد په لور خوځېږي، ځکه د علومو پرمختګ او د موډرنو وسایلو او امکانانو رامنځته کېدل په انسان کې د ځان پرستۍ او دنیا پرستۍ چلند روزي چې د انسان فضیلت او اخلاق له منځه وړي. د روسو له نظره د انسانانو نابرابري په دوه ډوله ده، لومړی طبعي نابرابري او دویم اخلاقي نابرابري. اخلاقي نابرابري چې طبیعتا په ټولنه کې شتون نه لري او د ټولنو تر منځ رامنځته کېږي. طبیعي نابرابري یا انسان شتمن کوي او یا یې هم بې وزله کوي، یا یې پیاوړی کوي او یا یې هم کمزوری کوي او یا له انسان څخه قومندان جوړوي او یا هم یو عادي عسکر.

ټولنیز قرارداد، سیاسي اقتصاد

ټولنیز قرارداد یو له هغه اثارو څخه دی چې روسو هېڅکله د دې کتاب په بشپړېدو ونه توانېد او په دې باور و چې د دې کتاب بشپړول د ده له وسه تېره ده، د ټولنیز قرارداد ډېری مهمې نظریې د ده په یوه بل اثر (سیاسي اقتصاد) کې لیدلی شو. روسو باور درلود چې انسان زده کړې ته اړتیا لري، د ښه ژوند کولو یوه اړتیا دا ده چې فردي اراده پر ټولنیزه اراده واوړي.

د حکومت ډولونه

روسو د دولت او حکومت تر منځ داسې توپیر کوي: دولت د سیاسي څېرو پر بنسټ رامنځته شوی، خو حکومت بیا د ولس ټاکنه ګني او وایي چې خلکو رایې کارولې او حکومت یې جوړ کړی. دی وایي چې حکومت د خلکو له خوا رامنځته شوی او هر کله چې خلک وغواړي کولی شي په حکومت کې بدلون او سمون راولي. د روسو په وینا حکومت د دری ګونو قوو (قضایه، اجرایه او مقننه) پر بنسټ رامنځته شوی؛ همدارنګه دی حکومتونه د پادشاهۍ، آریستوکراسۍ او دموکراسۍ پر بنسټ وېشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د