شعـــــرونه

غزل: بلينډه بدرۍ

بلینډه بدرۍ

خپله سوځم مې شعرونه ،بیله بیله ورته ژاړم
پکې وریت شي ټول یادونه ، بیله بیله ورته ژاړم

نه پوهیږم ستا به کوم وي خو د درستې قافلې زه
ښکلوم د پلو خاپونه ، بیله بیله ورته ژاړم

بیله بیله کتیبې د هر شهید ژڼکوټي لولم
ګرځم ګورمه قبرونه بیله بیله ورته ژاړم

یوه ډله ګلورین په تکبیرونو په لار راشي
وي تړلي ېې بمونه، بیله بیله ورته ژاړم

ځای په ځای کې هدیرې وي فلسفه د کربلا وي
ګیر چاپیر ه وران کورونه بیله بیله ورته ژاړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعلي عمري

ډيرې درنې خور د ډير لوړ احساس په بدرګه کښي مو خوندور شعر لیکلئ دئ او رديف یې بیخي نوئ دئ ډيره خوندوره رواني لري او دا بیت مو

یوه ډله ګلورین په تکبیرونو په لار راشي
وي تړلي ېې بمونه، بیله بیله ورته ژاړم

بیخي یومخ دسړي سترګوته صحنه ودروي. پرقلم مو برکت شه دمتعال خداي په دربار کښي درته داوږد عمر غوښتونکئ یم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x