د عمر بن عبد العزیز «ژوند لاره» پنځمه برخه

کتاب: سیرة عمربن عبد العزیز
ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

سيرت راوړي، چې یوه ورځ “عمر بن عبد العزیز” (رحمه الله) له خپل کاکا زاده (سلیمان) سره يوې سیلانې سیمې ته ولاړ، کوم چې هغلته د هغه (رحمه الله) کومه ماڼۍ او سر پناه نه و. کله چې هغې سیمي ته ورسېد، نو هر چا خپلې خېمې ته ځان رساوه، چې له وړاندې یې ورته تصمیم نیول شوی وو. “سلیمان” خپلې ماڼۍ ته لاړ، له څه دمې وروسته یې “عمر” و لټاوه؛ خو ویې نه موند، امر یې وکړ: “عمر” و لټوئ، زما په آند هغه دلته د هستوګنې له پاره څه نه وو تیار کړي. له څه لټون وروسته یې د یوې درختې سایي ته و موند، ژړل یې!

یاد خبر “سلیمان” ته ورسېد، هغه ور وغوښت، ورته یې کړه: ولي ژاړې اې ابا حفصه!

هغه (رحمه الله) ور ته و ویل: اې امير المؤمنینه! په دې ژاړم، چې په ورځ د قیامت به خلک هم د مخکې استول شوو نیکو کړنو بدله مومي. څوک چې زما په څېر وي نو هغلته دي د ښې دمې او ارام تمه نه لري!

د هغه (رحمه الله) له درواغو نفرت، او له سلیمان نه د جدایي تکل

یوه ورځ د اوړي موسم وه، عمر بن عبد العزیز له سلیمان سره په سیل  وتی وو، د هغوی مرېیان یو له بل سره د اوبو په سر په لانجه وا وښتل. د عمر (رحمه الله) مرېیانو د سلیمان مرېیان وهلي وه. هغوی و سلیمان ته خپل شکایت وړاندې کړ، هغه و عمر (رحمه الله) ته څوک و استول، ورته کړه یې: ستا مرېیانو، زما مرېیان وهلي او ټکولي دي.
هغه (رحمه الله) ورته ویل: زه نه یم خبر.

– سلیمان: ته خبر یې، ته درواغ وایې.

– عمر (رحمه الله): له کله مي چې لنګ پر ځان تړلی، له هغه مهال نه چې پوی شوی یم: چې درواغ، ویونکي ته تاوان رسوي، له هغه مهال نه مي ژبه په درواغو نه ده خوځولې، ستا له ځای ناستي پرته هم زمکه پراخه ده، ځان یې تیار کړ د مصر د سفر په تکل کې شو.

یاد خبر سلیمان ته ورسېد، په اورېدو یې زیات خواشنی سو.

د هغوی ترور (عمة) د یادې ماجری (کیسې) د له منځه وړلو له پاره مداخله وکړه.

سلیمان هغې ته کړه: “عمر” ته ووایه: زموږ کور ته رازه، لکن زما په اړه دي ترخه ژبه نه کاروي.

(د هغې په منځګړيتوب) عمر د سلیمان کور ته و رغلی، سلیمان ورته د عذر او بښنې ځولۍ و غوړوله، ورته کړه یې: اې ابا حفصه! له هرې غمیزې او دردونکې ماجری سره، چې لاس او ګرېوان شوی یم ته به مې د زړه د کور میلمه وې. هغه (رحمه الله) [هم خپل سفر پسخه کړ،] هم هغلته پاتې شو. نور بیا…

المأخذ: “سيرة عمر بن عبد العزیز لابن الحکم”.
ــــــــــــــــــــــ
ترغیب:

– د راتلونکي نوي کور له پاره نیک عمل مخکې له مړینې واستوه، چې د ور تګ پر مهال دي تلپاتی ژوند له خوښیو او رنګنیو ډک وي.

– د آخرت فکر باید تل در سره مل و اوسېږي.

– که دوه مسلمان وروڼه په لانجه سره واوړي درېیم باید د اسلامي خواخوږۍ په اساس د هغوی د لانجې په غوڅولو کې بې له څنډه کوټلي ګامونه واخلي.

– که څوک در نه بښنه و غواړي، بښنه ورته وکړه، الله پاک به تاته بښنه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
ترهیب:

خپله ژبه په درواغو مه عادت کوه؛ ځکه درواغ دي دنیوي او اخروي ښېګڼې په اوبه لاهو کوي. دا راز دي د خلکو په منځ کې حیثیت بایلي.

– که څوک دي ريښتنې سولې (صلحي) ته را بلي، په “نه یې کړم” یې زړه مه بده وه.

او…