د ليکوالو د نيولو او ګواښلو اړوند څو لازمي خبري

ليک: مسلم افغان

داسي ښکاري چي په دې وروستيو کي د کابل مړژواندي ادارې د مزدورو ليکوالو او پردي پالو رسنيو هڅولو او د حقپالو ليکوالو او رسنيو ګواښلو او خفه کولو ته پام اړولی دی. هسي خو په افغانستان کي تقريباً ټولي رسنۍ د لوېديزو سيکولرانو، یهودانو، نصرانيانو، هندوانو، چينايانو او نورو په مستقيم يا غير مستقيم مالي ملاتړاو سياسي حمايه چليږي او خاوندان او چلوونکي يې په مستقيمه توګه د اغيارو او يا په نامستقيمه توګه د اغيارو د ګماشته اډانو له حسابونو تغذيه او تمنيه کيږي. خو د مړژواندي ادارې ستونزه په دې کي ده چي په هيواد کي د څو بعدي ګډوډۍ له امله مړژواندي ادارې په هره برخه کي کنټرول له لاسه ورکړی دی، چي له امله يې هر څه د دغه پوشالي او بلواک رژيم له واکه وتلي دي. په دې لړ کي د هيواد په دننه او دباندي کي يو شمېر نيواک ضد او اسلام پلوو رسنيو ته د فعاليت او ځينو حقپالو او خپلواکو ليکوالو ته د حقيقت ويلو زمينه برابره سوې ده. له دې امله په ګران افغانستان کي د حکومت په نامه بلواکې مخ پر راپرځېدو داره په اندېښنو او خرخښو اخته سوې او پتېيلې يې ده چي د رسنیو، ژورناليستانو او ليکوالو د ترهيب او ترغيب (هڅوني او وېروني) لپاره څه اقدامات وکړي. په دې لړ کي يې ځيني بې ضميره ژورناليستان او ليکوال تر پخوا زیات تشويق کړل او د حقپالونکو مبارزينو پر ضد يې د درواغو تبليغاتو کولو په شرط د زياتو پيسوورکولو ژمنه وکړه. ورپسې اشرف غني د هيواد د ولايتونو د رسنيو کارمندان هم په خپل حضور مشرف کړل ؟! او په رشتيا او درواغو يې د کابل د کاواکي ادارې په پلوي تبليغاتو ته وهڅول.media (2)

د دې ترڅنګ يې د مخالفو او حق ويونکو رسنيو او ليکوالو د وېرولو او خولو بندولو په موخه سياسي شنونکی، ژورناليست او ليکوال محمد حسن حقيار د درو ورځو لپاره بندي کړ. ليکوال او شنونکی نظر محمد مطمئن په يوه تلوېزيوني خپرونه کي د کورنيو چارو د وزارت د وياند له خوا وګواښل سو او په زابل ولايت کي يو ژورناليست څارنوالۍ ته ورپېژندل سوی دی. ښايي د نورو دغسي کسانو سره کوم چي احوال يې رسنيو ته تر اوسه  نه دي رسېدلي هم ورته کړني سوي وي.

لکه چي پوهيږو دا نيوني او ګواښونه څه نوې خبره هم نه ده. له بده مرغه په افغانستان کي د رسنيو، سانسورول، جريمه کول، د خپرو سوو رسنيو بېرته ټولول، د رسنيو بندول، د هغو د دفترونو لوټول، پر ليکنو يې ډول ډول بې ځايه نيوکی کول، د ژورناليستانو او ليکوالو ګواښل، سپکول، ښکنځل، بې ځايه نيوکي او اعتراضونه پر کول او له دولتي دندو ګوښه کول، وهل او ډبول، په وينو لړل، تبعيدول، بندي کول او وژل د مستبدو او پردي پالو واکمنو يو ډول کړندود ګرځېدلی دی.

اوسني واقعيتونه خو دغه دي، نو اوس په کار څه ده. اوس ښه داده ، لکه د حق او باطل ډلي چي بېلي – بېلي دي، همدغسي د رسنيو او د هغو د کار کوونکو او ليکوالو ډلي هم يو له بلي سره بېلي سي او هيڅ حق پلوی ژورناليست او ليکوال د هيواد پلورونکو او ايمان خرڅوونکو د رسنيو په خپروونکو نه ګډون وکړي او نه مطلب او مضمون ورکړي.

دغه تېر وتنه دمخه ما هم کړې وه. د هيواد په يوه ولايت کي مي د ځينو ټلوېزيونونو په ناستو کي ګډون کاوه او د خپلي خوښي خبري مي کولې. يو مهال د دغه ټلوېزيون خاوند زما د ځينو خبرو له امله په غوسه سوی وو او د دغي خپروني چلوونکی او د ده پلوي کوونکي يې ټول پسي واخيستل. بيامي په کابل کي د ځينو ټلوېزيونونو په ناستو کي برخه اخيستل. يو وخت مي په يوه تلوېزيون کي د يوه داسي سړي ترڅنګ ناسته سوه چي نه يوازي زما بلکي د نورو ډېرو کسانو يې له خبرو، ليکنو او مخه څخه بد راځي. هره پلا چي به مي د هغه مخ ته وکتل او خبري به مې واورېدي تر ولاحولي ويلو وروسته به مي وويل: ”ياغراب البين ياليت بيني وبینک بعد المشرقين“. هسي مي هم د دغو ټلوېزيونو او د هغو کارکوونکو او سيکولرو مېلمنو څخه ښه نه راتله بس دا راته يوه ډېره ښه انګېزه سوه ، له دغه کاره مي په ټينګه توبه وکښل او ګردسره مي د دغو زېړو او مفسدو رسنيو سره قطع علاقه وکړه.

زما په اند که نور ټول حق پلوي ليکوال او ژورناليستان د دغسي فاسدو او پردي پالو رسنيو سره پرېکړون وکړي ګټه به يې داوي چي يو خوبه دغه رسنۍ د ښو او حق ويونکو ليکوالانو له همکارۍ څخه بې برخي سوي وي(چي دا کار به يې لا هم زياتي بې اعتباره کړي) او بل به دا ادعاوي نه سي کولای چي موږ د دموکراسۍ پیروي کوو او مخالفو ليکوالو ته هم د خپل نظر څرګندولو موقع ورکوو. بل به ليکوالان د پردې پالو او زورواکو له ګواښونو څخه هم تر يوه حده خوندي وی.

له بله پلوه که دغسي روڼ اندي او د اسلام، هيواد او خلکو خدمت کوونکي قلموال د حق پلوو رسنيو سره همکاري وکړي، يو به يې د دغسي رسنيو سره د هغو په اعتبار او پیاوړتيا کي کومک کړی وی او بل به يې ليکني زيات لوستونکي لولي، ځکه اوس خلکو ته د کابل د ګوډاګۍ ادارې د طرفدارو رسنيو ماهيت څرګند سوی دی، هيڅوک اعتبار نه په کوي او نه يې ګوري او په دغو ټلوېزيونونو کي د ګډونکوونکو رشتينو شنونکو او لیکوالو اعتبار ته هم د شک په سترګو ګوري او داسي انګېري چی دا به هم په پټه د واکمنو او اشغالګرو پلوی وي. خو برعکس د حق پلوو او رشتينو مبارزينو رسنۍ که څه هم د مالي او تخنيکي پلوه دومره پیاوړي نه دي، خو خلک يې دې ته نه ګوري، بلکي رشتینولۍ او محتوا او پخو او له حقايقو برخمنو خبرونو ، تبصرو او مطالبو ته يې ګوري او وايي:

چي مضمون پرې ښايسته ليکلی نه وي

څه په کار دی د بياض ورق رنګين

ځکه نو د دغو رسنيو لوستونکي خورا ډېر دی، نو څوک چي دغسي رسنيو ته خپل مطالب لېږی، یو به يې د لیکنو لوستونکي ډېر وي، بل به يې قلمي او فرهنګي جهاد د خپلي اصلي مجرا له لاري کړی وي او بل به د سپکاويو او ګواښونو پر ځای عزت او ستايني ويني. داوې زما يو څو څرګندوني نور مو وخت نه نيسم په درناوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د