Hazrat Ali

دعبرت څخه ډکي کيسې لړی (دوهمه او دریمه کيسه)

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (حضرت علی رضی الله عنه او توکل علی الله)
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزی

حضرت علی رضی الله عنه او توکل علی الله

  حضرت علی رضی الله عنهدشپی په مهال دنفلی مونځ یا عبادت لپاره مسجد ته تشریف وړی وو چه ګوری یوه ډله دخلکو بهر په لاره کی ولاړه او پیره کوی، کله چه  دی له مونځ څخه فارغ سو نوله هغو خلکو څخه چه په لاره کی ولاړ ول تری وپوښتل چه تاسو خلک ولی دلته ولاړ یی؟

خلکو ورته وویل چه دتا (حضرت علی) دساتنی یا حفاظت لپاره، حضرت علی رضی الله عنه ورته وفرمایل چه دآسمان والا یا مځکی والا وو څخه؟ خلکو ورته چه دمځکی والاوو څخه، کله چه حضرت علی رضی الله عنه دا خبری واوریدلی نو هغه ورته وفرمایل چه کله کومه پریکړه په آسمان یعنی دالله تعالی لخوا نه وی سوی ترهغو پرمځکه هیڅ شی نه واقع کیږی او ویی فرمایل چه بیشکه دا یو حقیقت ده چه دایمان خوند هیڅوک ترهغو نسی څکلی ترڅو دا یقین ونکړی چه کوم شی لکه ښه یا بد (خیر او شر) چه ده ته رسی هغه شی نه واپس کیږی او کوم شی چه ده ته نه رسی یعنی کوم ښه یا بد ورته نه رسی هغه څوک ورته رسولی نسی یعنی خیر او شیر دواړه دالله لخوا څخه دی. دهر مسلمان باید دا پوخ یقین او باور وی چه انسان چه هرځای کی وی، که هغه شپه وی یا ورځ، ښه ځای کی وی یا بد ځای کی، ځنګل کی وی او که دښته کی، سنګر کی وی او که کور کی نو ده ته هیڅ شی ضرر نسی رسولی ترڅو چه دده دخیر او شر پریکړه الله تعالی نه وی کړی. او دارنګه ده ته څوک ښه نسی رسولی ترهغو چه الله تعالی ده ته دښو رسولو پریکړه نه وی کړی. ومن یتوکل علی الله فهو حسبه.

(تاریخ ابن عساکر: ۴۲/ ۵۵۴، کنز العمال: ۱ /۸۱ – ۸۲)

یوه روایت کی راغلی چه د حضرت علی رضی الله عنه  خواته ته دوه کسه راغلل، دی مبارک (حضرت علی) دیوه دیوال لاندی یا خواته ناست وه، یوکس ورته عرض وکړ چه حضرت! دا دیوال دغورځیدو په حالت کی ده، نو حضرت علی رضی الله عنه ورته وویل چه ته ځه، الله تعالی دحفاظت لپاره کافی ده، ددی څخه وروسته حضرت علی رضی الله عنه ددغو دوه کسانو مقدمه حل کړه بیا دوی ولاړ سول، لدی وروسته دا دیوال وغورځید. یعنی ترهغو دا دیوال ونه غورځیده ترهغو چه حضرت علی رضی الله عنه له هغو دوه کسانو سره ناست وو او ددوی منځ کی پریکړه نه وه سوی. لدی څخه داخبره ښکاره سوه چه په الله تعالی باندی باید پوخ یقین او توکل ولرو چه هرشی دهغه په امر چلیږی او روان دی.   ( دلائل النبوة لابی نعیم: ۲۱۱)

 

 


 

 

عقبه ابن نافع رضی الله عنه دافریقی په ځنګل کی

استاد نورالله خان احمدزي

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (حضرت علي رضي الله عنه او توکل على الله)
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي

 د عبرت څخه ډکي کيسې (دریمه کيسه) پر له پسې څلورمه برخه

عقبه ابن نافع رضی الله عنه دافریقی په ځنګل کی

حضرت ابن نافع رضی الله عنه دافریقی په یوه ځنګل کی داستوګنی لپاره ولاړ او غوښتل یی چه هلته دمسلمانانو لښکر پاته سی، کوم ځای چه دوی داستوګنی لپاره غوره کړی وو هلته ډیر وحشی ځناور او ماران وغیره ژوند کولو، حضرت عقبه ابن نافع رضی الله عنه الله جل جلاله ته دعا وکړه او ځناورو ته یی داسی خطاب وکړ:

ای دځنګل وحشی ځناورو! مونږ دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم صحابه یو او غواړو دلته پاتی سو، نو لدی کبله تاسو یو بل ځنګل ته لاړسی او که لدی خبرداری وروسته کوم ځناور دلته پاتی سو نو مونږ به هغه ووژنو؛؛ کله چه ځناورو داخبری واوریدی نو ټولو ځناورو خپل بچیان له ځان سره واخیستل او له ځنګل څخه ووتل او بل ځای ته لاړل، دمسلمانانو ایمانی قوت په لیدو سره دا دځنګل خلک حیران کړل او دا ځنګلی قوم چه دبربر قوم سره  یی تړاو درلود ډیر قبائل یی داسلام په مقدس دین مشرف یعنی مسلمانان سول. (الکامل لابن الآثیر: ۳ /۳۲)

څوک چه دالله جل جلاله حکم منی او هغه لوی رب راضی کړی نو بیا انسانان، حیوانات، مرغان، کبان او ټول مخلوق دده تابع او حکم منونکی وی خو کله چه دغه انسان دالله جل جلاله له حکم څخه یاغی سو نو بیا دی یواځی وی ولکه ده سره لښکر هم بیا به هم دی ناکامیږی او ژوند به یی ستړی او ستومانه وی. راځی چه ټوله معامله الله جل جلاله ته وسپارو او دهغه لوی رب دحکمونو تابع او امر منونکی جوړسو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د